جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پېښور د شیعه ګانو په جومات کې چاودنې ۳۶ وژلي او...

د پېښور د شیعه ګانو په جومات کې چاودنې ۳۶ وژلي او ۱۹۴ ټپیان کړي

تاند(جمعه، د حوت ۱۳ مه) د پېښور ښار په زړه کې د رساله دار کوڅې په یوه جومات کې د انتحاري چاودنې له کبله د وژل شویو کشانو شمېر ۳۶  او د ټپیانو ۱۹۴ ته لوړ شو.

راپورونه وايي، وروسته له دې چې د جومات مخته پر پولیسو ډزې وشوې، انتحاري حمله کوونکی د شیعه ګانو جومات ته ننوتی او ځان یې الوزولی دی.

د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون ډاکترانو په پیل کې ویلي وو چې د ۳۰ تنو مړي وروړل شوي دي.

د خیبرپښتونخوا حکومت ویندوی محمدعلي سیف وايي چې دوو انتحاري بریګرو په دې برید کې برخه لرله.

د پېښور د پولیسو مشر محمداعجاز خان بیا ویلي چې د انتحاري حمله کوونکو په ډزو یو پولیس ځای پر ځای وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی. د ده په وینا د پولیسو په ځوابي ډزو یو بریدګر هم وژل شوی او بل توانېدلی چې جومات ته ننوځي.

د پولیسو یوه بل چارواکي وحید خان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې چاودنه داسې مهال وشوه چې عبادت کوونکي د قصه خانۍ د رساله دار کوڅې په جومات کې د جمعې په لمانځه ولاړ وو.

وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي وايي چې دا برید داعش کړی دی.

پخوا په پاکستان کې دا ډول بریدونه د سپاه صحابه لشکر جنګوي ډلې کول خو اوس اکثره شیعه ضد ډلې په داعش کې رایوځای شوي دي.

2 COMMENTS

  1. اوس نو د افغانانو نوبت دی چی سیل وکړی. الله مو نور هم تباه کړه. الله د بی غرضه پښتون ولس حفظ لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب