جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان: پاکستان د غنمو پر ځای د غنمو پوستکي رالېږلي دي

طالبان: پاکستان د غنمو پر ځای د غنمو پوستکي رالېږلي دي

تاند (جمعه/د کب ۱۳مه) — په افغانستان کې واکمن طالب چارواکي وایي چې پاکستان د مرستې په نامه د غنمو پر ځای افغانستان ته د غنمو پوستکي رالېږلي دي.‌

په کابل کې د مرکزي سیلو د چارو مسؤل چې نوم یې نه دی ذکر شوی، په یوه ویډیوي وینا کې ویلي چې هغه غنم چې پاکستان د مرستې په نامه افغانستان ته رالېږلي دي له منځه تللي او د استفادې وړ نه دي.

دغه چارواکی وایي چې د هندوستان له خوا له افغانستان سره مرسته شوي غنم ښه دي او هغوی ترې د ډوډۍ پخولو کې استفاده کوي. (ویډیو)

تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم وویل چې هېواد یې نشي کولی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) کړنې وزغمي او له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان له نویو واکمنو سره په همغږۍ کې کار وکړي.‌

دغه راز، په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان په ډېرو مواردو کې د نړۍ والو ادارو له چارواکو سره د افغان چارواکو پر ځای خبرې او مجلسونه کوي او نن یې په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د اسلامي کانفرانس ځانګړي استازي/سفیر ښاغلي محمد سعید العیاش سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د پاکستان سفیر په خپل ټویټ‌ کې د اسلامي کانفرانس سازمان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، پاکستان په افغانستان کې (؟)، او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی په نښه (ټاګ) کړي او د هغوی پاملرنه یې ور اړولې ده.

6 COMMENTS

  1. تورمکناټن لګیاده په افغانستان کې خپله دنده په ډېره بې شرمۍ او جرئت سره پرمخ بیایی. کله ننګرهار ته روان وي او کله بیا په کابل کې ملا متقي پرځای د افغانستان د خارجه چارو د وزیر رول لوبوي او له نړیوالو دیپلوماتیکو استازولیو سره ګوري .
    شامحموند قریشي بیا د افغانستان په باب د راتلونکو سیمه ایزو او نړیوالو غونډو استازیتوب کوي .
    په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي بیا منیر اکرم پاکستاني دیپلومات ته سپارل شوېده او ملګري ملتونه او یوناما د افغانستان په کورنیو چارو کې په مداخله کولو پړ بولي .
    البته د پنجابیانو ښه نیت ، اسلامي ورورولي مو د هغوی په رالېږل شویو ورستو غنمو کې ولیدله . افغانانو راويښ شئ .

  2. تر هغو چی د طالب مشرانو کورونه په اسلام آباد، پیښور او کویټی کی وی دوی به همداسی سر ټیټی او پاکستانی سفیر به د دوی تر مخ د افغانستان نمایندګی کوی. طالبانو یو نر نشته چی دی د هیرامنډی ناجایزه اولاد ته ځواب ورکړی طالب بس پر خپلو افغانانو بدماشی کوی.

  3. تر هغه چی اوسنی چارواکی د پنجابیانو لاسوهنه پای ته ونه رسوی افغانان پر دوی اعتماد نش کولای

  4. زه فکر کوم تاسو ط پاکستان پروړه در ليږلي. پروړه موږ له وچي يا لمدي ريشکي سره کډه هغه بيا غواو، غويو، اسانو، خرو او ميږو حيواناتوته اچوو

  5. انډیوالانو پیسبوک چالان کړی و هلته مشرقیوالو د پاکستان په سفیر لونګی ایښی وه مال چاپړوسانو خدای مو خوارکه پروړه درباندی خوری کونړ باندی راکټونه درباندی ولی لا هم په چینګه خوله لونګی ورپسروی پشتو مو وشرموله

  6. پخوا به ښه وو د ملي اردو یا یو نیم پولیس به کله د نسوارو نشه سر ته وختله،‌ یو ګړز به یې ورکړ یو څو پردي عسکر به یې راچپه کړل، اوس په طالبانو کې دومره نر نشته چې د پنجابیانو سفیر یې په منځ کې لکه اینده پسه ګرځي او دوی ورته لکه مېږې خړ خړ ګوري لکه شا یې چې ورکړې وي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب