تاند:(جمعه، د حوت ۱۲ مه) د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې د داعش ډلې يو مشر عبدالرحيم مسلم دوست دوی ته په ننګرهار ولایت کې تسليم او په خپلو تېرو کړنو يې پښيماني وښوده.
طالبانو په یوه اعلامیه کې مسلم دوست په ننګرهار کې د داعش ډلې مسوول ياد کړی او ویلي، چې نوموړي ياده ډله د افغان او اسلام ضد کړيو له لوري په تمویل تورنه کړې او ويلي، چې داعشیان د اسلام له دايرې خارج دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رئيس ډاکتر بشير د مسلم دوست پر تسليميدو خوښي ښودلې او ویلي، چې داعش ګواښ نه دی؛ بلکې تش تبليغات ورته کيږي او ژر به پاتې کسان هم تسليم شي.
طالبانو مخکې په ننګرهار کې دوی ته د داعش ډلې د لسګونه وسله والو د تسلیمیدو خبر ورکړی و، خو داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې عبدالرحیم مسلم دوست څو کاله وړاندې له داعش ډلې سره د خپل پریکون اعلان کړی و.