شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمجاهد: په کونړ کې د وژل شوي ځوان قاتل مو محکمې ته...

مجاهد: په کونړ کې د وژل شوي ځوان قاتل مو محکمې ته وسپاره

تاند:(جمعه، د حوت ۱۲ مه) ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په کونړ کې د وژل شوي ځوان قاتل ونیول شو او محکمې ته وسپارل شو.

نوموړي ويلي چې د مقتول له ورثه وو سره په کونړ کې د طالبانو امنیه قومندان ولیدل او نقدي مرسته یې ورسره وکړه.

د طالبانو د حکومت وياند دا هم ويلي چې نور به اختیار د مقتول وارثینو ته ورکول کیږي چې له قاتل سره سوله کوي که شرعي محاکمه یې غواړي؟

د ياسين په نوم يو ځوان پرون د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې په داسې حال کې، چې د ورور واده يې و، طالبانو په ډزو وژلی.

وژل شوی ځوان، چې د قرآن کريم حافظ هم و، د وژلو د پلمې په اړه یې مختلفې ادعاوې شوي دي.

له دې سره خلکو نیوکه کړې، چې طالبان د ورته پېښو د عاملو جنګیالیو په اړه یې باید د پېښو متضررین د بښنې لپاره تر فشار لاندې ونه نيسي.

طالبانو څو ځلې د ورته پېښو زیانمنو ته په خطاب کې ویلي، چې د قاتلو طالبانو د بښنې او محاکمې اختیار له زيانمنو سره دی.

خلک غوښتنه کوي، چې طالبان بايد د خپلو صحرايي محکمو په شان پر خپلو قاتلو جنګیالیو هم په عاجل ډول خپل حد جاري کړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

5 COMMENTS

  1. إنا لله وإنا إليه راجعون
    د پتنګ په مستعمار نوم یو لوچک بیا دا خبره بلی خواته اړولی وه.
    پتنګ د کتړ ولایت د یاسین شهید په باره کی پرون ورځ په تاند کی داسی تبصره لیکلی وه (هو دغې خواته هلکان ډیر استعمالیږي یانې لواتت ډیر دی) د پتنګ د مستعمار نوم او تبصری څخه معلومیږی چه خپله په لوتی او لواتت کورنی پوری مربوط دی. نو ځکه یی د دغه شهید ځوان د شهادت او د کنړیانو د بدنامولو لپاره د لواتت کلیمه لیکلی وه.

    د پتنګ تبصره په لاندی ډول ولولی:

    pattang مارچ 4, 2022 At 3:14 am
    ژمن صیب ګمان کوم د کړکي له قامه ځخه یې تا سو ټولې د کابل نازنینې د اشغالګرو په لاس ورکړې او په خپله مو دالر غلا کړل ! په هغه پښتانه د نالت شي چې داسې سپکه خوله اچوي !
    په موسیقی وهل او وژل ناروا کاردی او شرعي انسانی جواز نلري ، هو دغې خواته هلکان ډیر استعمالیږي یانې لواتت ډیر دی خو بیا هم د مرګ حق څوک نلري چې فاعل او یا مفعول بې له محکمې ووژني ! زه داخبر د غني بابا د دربار دلټانو پرو پاګنده بولم !!

    Reply

  2. د کنړونو خلک د شیګل ولسوالی
    یاسین ولی شهید شو؟
    یاسین شهید د خپل ورور د واده په مراسیمو کی د خپل ورور د واده په کاروان کی روان وه، د موټر په ټایپ کی یی سندره د خوشحالی لپاره غږوله، پدغه وخت کی د شیګل ولسوالی طالیبان پیاده په سرک روان دی، طالیبانو ورته غږ کړیدی چه سندره یا موسیقی مړه کړه یا یی مه غږوه، د طالیبانو دغه غږ یا اواز یاسین شهید نه دی اوریدلی، وروسته یو نا اهله د شاه له طرفه د یاسین په موټر ډزی کړیدی. چه یاسین یی شهید او دوه نور کسان یی شدید زخمیان کړیدی.
    یو زخمی د جلال اباد روغتون ته وړل شویدی چه حالت ډیر خراب دی.

    د طالیبانو خبر او معلومات د شهید یاسین په باره کی:
    اسلامی امارت وای چه د شیګل ولسوالی طالیبان پلی یا پیاده په سرک روان وه، او د یاسین شهید موټر ځمونږ یو طالب د موټر په عقب شیشه یا د شاته لیدلو په اشاره سره ووهه، او بیا یو طالب د یاسین شهید په موټر ټکانونه یا ډزی وکړی او یاسین شهید شو.
    اسلامی امارت وای مونږ سمدلاسه قاتل طالب نیولی دی

  3. ددوی په څڼو کې ووهم دا د باجوه او بنزیرئ زامن لومړی چې کابل ته راننوتل لومړی دا د هیرامندیی لواطت کوونکی کوو چې کابل کې یی مجلسو تابیا نیولي وه! نو په هر صورت دا کونیان دوی د سر خلیفه او ددی کونی ملایانو لعنت وی چې دوی پدی نه پوهیږي چې د سندرو اوریدو د سزا حکم څه ده وژل قتلول او په سندرې اوریدو چې هیڅ شریعت حکم سزا ندی معلوم نو ځکه دومره اهم نده دوی په قتل قیاس ورکوي نو پدی پوه شئ چې ددوی مشرانو په ښځه هم لاړ دی افغانستان په ښځه لاړ دی نړیوالو په ښځو ځکه لاړ دی چې خیوانات ولوکه په مامیزو انسان کړې

  4. لعنت دپردی بی بندوباره اولوفروخلکوشی چه سړی ووژنی اوبیا وایی چاچه ډزی کړی وه هغه موونیو. خونفرمووواژه دهغه نیول اوس څه ګټه کوی تاسوخپلولنډه غروته سبق ورکړی چه په خلکو بی ځایه اوبی موجبه فیرونه مکوی داټول خره دی دانسان ژوند دوی ته هیڅ ارزش نلری په همدی لچکی کی لوی شوی دی.

  5. الله جل جلاله دی مات کړی هغه لاس چې په ناحقه پر بل پورته کیږی امین
    الله جل جلاله دی پر غم واړوی ،هغه چی نورو ته غم جوړوی امین
    والله عزیز ذو انتقام
    بازهم فرموده مرحوم ایت الله محسنی که می ګفت؛ ملا شدن اسان است ولی ادم شدن خیلی مشکل است۰
    مشکل این است که بمآانزل الله حکم نمی شود و در نتیجه فسق،ظلم وکفر رشد می کند،اګر امانات به اهلش سپرده شود؛بساط فسق،ظلم و کفر سیر نزولی می پیماید۰
    این انحصار متکی بر تعصبات جاهلی بنا بر فرموده ناجی بشریت متعفن است و به تنفر و تشټت می افزاید؛راه اصلاح ،وحدت و قوت در ادفع بالتی هی احسن ۰۰۰۰۰۰۰ نهفته است صرف نام و قواره
    کارساز نیست ،به ګفته مولانا چراغی ګرفته و به سراغ ادم برایید که ادم کار وخدمت قلیل اند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب