یکشنبه, مې 5, 2024
Home+اوکراين له يوې بلې زاويې

اوکراين له يوې بلې زاويې

عبدالله لغمانی
اوکراين چې په مساحت کې له افغانستان څخه  تقريباً ۵۰ زره کيلومتره مربع کوچنی دی. انګرېزي تلفظ یې يوکراين او خپله اوکراينيان یې اوکراين Україна تلفظ کوي په ختيزه اروبا کې پروت او د پراخوالي له پلوه په اروپا کې له روسيې وروسته دويم هېواد دی، له شمال او شمال ختيځ سره له روسيې او بلاروس سره او په لوېديځ کې له پولېنډ، سلواکيا، او هنګري سره او له رومانيا او مالداويا سره په سويل کې او له تور سمندرګي او ازوف سيند سره په جنوب کې سرحد لري.  پولي واحد یې ګريونا دی چې يو امريکايي ډالر له ۳۰ ګريونا سره برابر دی.
اوکراينيان د لرغوني او بهترين کولتور ، خوږې ژبې په درلودلو سره سوله ييز او ارام او په نړۍ کې د ښکلا له پلوه تر ټولو ښکلي خلک دي ، اوکراينيان ډېر ارام، بشردوست او په اصطلاح پاسته خلک دي، دوی نن سبا تر بل هر وخت په سختو حالاتو څخه تېرېږي ، هېواد یې د زبرځواکونو د مقابلې ميدان ګرځېدلی دی او هره ورځ يې په لسګونو زره ځوانان له هېواده وتلو کوشش کوي. هېواد یې د جنګ په سرو لمبو کې ايسار دی، ژوند او ژواک یې د کمزوري کېدا پرخوا روان دی، د اوکراینيانو (په ځانګړي ډول د ځوانانو یې مسووليت جوړېږي چې په داسې سختو او ترينګلو حالاتو کې راپورته شي او په خپل حکومت غږ وکړي چې د هېواد د ورانېدا او  د نړيوالو د متقابلې ميدان یې ونه ګرځوي ايا د اوکراین ځوانانو ونه ليدل چې ناټو او امريکا په افغانستان کې په لسهاوو زره ځوانان ماشومان او سپينږي ووژل، په کورونو یې د شپې لخوا چاپې ووهلې او د دې هېواد بې وزله وګړو په کورونو یې بمونه وغورځول، جنايتونه یې وکړل او چې کله یې خپلې ګټې خوندي او خپلو شومو اهدافو ته ورسېدل بيرته یې هغه افغان دولت چې يو څه په پښو درېدلی و، د همدې ناټو او امريکا لخوا په تدريج سره تضعيف کړای شو او په پای کې ترې وتښتېدل، او هغو کسانو ته يې په سپين ميدان پرېښود چې شل کاله یې د سلګونو ميلياردو ډالرو په مصرفولو جنګ ورسره روان کړی و. بيرته یې ټول افغانستان ور وسپاره او د حکومت واګې یې په لاس کې ورکړې، په لکونو افغان ملي پوځ او پوليس چې د امريکا او ناټو لخوا يې مالي ملاتړ کېده  په سپين ميدان مخالفينو ته ورپرېښود. په دې شل کلونو کې یې په افغانستان کې د فساد لپاره زمينه برابره کړه، له يوې خوا به یې مرسته کوله او له بلې خوا به یې په همدې مرستو کې غټ غټ مالي فسادونه د همدې خارجيانو لخوا کېدل، دلته یې د زېربنا په برخه کې کار ونه کړ، يوازې داسې تعميري او ودانيز کارونه یې کول چې يوڅو ورځې او شپې پکې تېرې کړي، د بېلابېلو وسله والو او سيمه ييزو جنګي قوماندانانو ملاتړ یې کاوه چې هر يو يې د خپل ځان په چوپر کې وو او د ضرورت او د حکومت د راکنترولو په وخت کې به یې همدا جنګسالاران د قوم، ژبې، سمت او يوه او بله بهانه د حکومت پر ضد استعمالول.
د اوکراین ځوانان د عراق په اړه بايد ځان پوه کړي چې هلته یې يو روغ دولت د اتومي وسلو درلودلو په بهانه مات کړ او په لکونو خلکو له وژلو وروسته لا هم اوس په بدترين حالت کې دی. مذهبي او قبيلوي ډلې او ګروپونه د يو بل په مقابل جنګوي او مالي تمويل یې همدا اروپا او امريکا کوي؟
دوی بايد د سوریې په اړه نه معلومات تر لاسه کړي چې دوی د سوريې مستحکم دولت لپاره مصنوعي مذهبي اسلامي ډلې د داعش په نامه راپورته کړې او هغه هېواد یې له تاريخي اثارو ، برم او تاريخ څخه ډک و ټوټه کړ او ښکلي ښارونه یې ورته خاورې کړل، په لسګونو زره خلک یې ووژل شول او په ميلیونونو نورو هېوادونو ته کډوال شول؟
اوکرايني ځوانان بايد د يمن په اړه نه وپوهېږي چې په غير مستقيم ډول د سعودی او اماراتو له لارې د جګړې ګرمې ساتلو لپاره کوشش کوي او په دې بهانه چې دا غريب هېواد د عربو او نړۍ لپاره يو خطر دی په سعودي او اماراتو خپلې وسلې پلوري او د خپل تجارت د قوي کولو لپاره یې په دې سيمه کې مصنوعي جنګ جوړ کړی دی؟
دوی بايد د لېبیا اوسنی تاريخ مطالعه کړي؟ چې څه ډول یې هلته د قذافي دولت چې د خپلو خلکو لپاره يو نسبي ښه دولت و له بېخه نسکور کړ او تر اوسه پکې لا ملوک الطوايفي ده او هر قوماندان او جنرال یې ځانګړي ځانګړي کوچني حکومتونه رامنځته کړي دي؟
نو بنا اوکرايني ځوانان بايد پوه شي او په ناټو او امريکا باور ونه کړي، دوی به هيڅ وخت اوکراين د يو مستحکم هېواد په توګه ونه پېژني دوی غواړي اوکراين په جنګ اخته کړي، د نيابتي جګړې ميدان یې وګرځوي، اوسنی نسبي ثبات او دولت یې ورخراب کړي، د لسګونو زرو خلکو (اوکراينانو) وژلو ته لاره برابره کړي، په ميليونونه مهاجر کړي، اوکرايني ځوانانو د ناټو او امريکا په معاصر تاريخ کې ليدلي چې له خپلو متحدينو سره درېدلي او ملاتړ یې کړی او تر پايه یې کلکه دفاع ورڅخه کړې؟ نه بلکل نه.
ناټو او امريکا اوکراين له روسيې سره په مشکل کې اخته کوي، او ډېر وخت د يو دوو سياسيونو او دولتمشرانو غلط سياست د يو هېواد د ټولو  خلکو برخليک تباه کولای شي، نو لطفا دې اوکراینيان په خپل دولت او حکومت غږ وکړي چې اوکراين ښکلی هېواد دې ددې نيابتي جګړې ميدان نه ګرځوي.
ناټو يو داسې تړون يا اداره نه ده چې دوی به اوکراين  ته ښېرازي او پرمختګ راوړي او يا به اوکراينيان د ښه ژوند خاوندان شي، بلکې ناټو تر ډېره يو نظامي او جنګي ډله ده چې د درېيمې نړۍ په هېوادونو او هغو هېوادونو کې چې ددې تړون سيالان دي خپلې شومې موخو د سرته رسولو او د مخالفو هېوادونو سره د دښمني لپاره رامنځته شوی دی.
کم ازکم  بايد د اوکراين ځوانان خپلو دولت مشرانو ته ووایي چې لکه فنلېنډ، اتريش، سويډن، مالټا، قبرس او ايرلېنډ بېطرفه پاتې شي او د نړۍ د زبرځواکونو تر منځ ميدان ستاسې له هېواده جوړ نه کړي.
ناټو د کلونو په اوږدو کې له اوکراين سره مرسته نه کوله خو اوس اوکراين ته پوځي مرستې لېږي، ځکه هغوی غواړي چې له خپلو پولو او قلمرو اخوا په پردي هېواد کې خپل دښمن سره د بل په اوږه ټوپک کېږدي او وجنګېږي، په دې جنګ کې چې د اوکراين د مشرانو دغلطو سياسي پرېکړو له امله به دوام وکړي يوازې اوکراينيان وژل کېږئ يوازې د دوی کورونه به ړنګېږي، يوازې دوی به مهاجر کېږي، دلته د ناټو د نورو هېوادونو په خلکو هېڅ هم نه کېږي او لا یې هم د اوکراينيانو په دربدري کې ژوند او اقتصاد ښه کېږي.
له روسيې سره چې د اوکراين په ژبه، قام او کولتور ور ګډ دی بايد احتياط وکړي ،ځکه له دې ګاونډي څخه چې خاوره یې ورسره نښتې هيڅ چېرته هم نشي تښتېدلی او نه خاوره بل ځای ترې انتقالولی شي، له روسيې سره په ښه همکاري او نږدې رقابت کې د اوکراين هرڅه خوندي اوملې ګټې یې ساتلي دي، او له دې زبرځواک ګاونډي سره په ښو اړيکو درلودلو کې د اوکراين پرمختګ نغښتی دی او لکه د منځنۍ اسيا جمهوريتونه په ښه ملګرتيا او نزدېکت کې به ورسره اوکراين د پېشرفت خواته روان وي  او په هره بده ورځ کې مو تر څنګ ولاړ وي لکه د قزاقستان په وروستيو نه امنيو کې چې د هغوی تر څنګ ولاړ او متحد و. خلک پوهېږي چې اوکراينيان او روسان له يو بل سره ډېر نږدې او له زړه نه له يو بل سره اړيکې لري او يو بل ته په زړه کې نه پخوانۍ کينه لري او نه هم اوس په دې سختو حالاتو کې يو بل بد ايسوي، ځکه دوی  د ډېرو ښو او نږدې اړيکو تاريخ لري.
 خو ناټو او امريکا به اوکراين په ويرانه بدل کړي لکه سوريه، لکه عراق، لکه افغانستان، لکه ليبيا. نو  په دې سخت حالاتو کې د اوکراين د ځوانانو دا مسووليت جوړېږي چې خپل سياسي مشران پوه کړي، راپورته شي هغوی ته خپل پېغام ووایي، د نړۍ د هېوادونو له تجربو او د جنګونو له تاريخونو عبرت واخلئ او پرېنږدي چې په لکونو خلک یې ووژل شي، ښکلی اوکرآين يې په کنډواله بدل شي او په ميليونونو کسان یې د ختيزې اروپا په کمپونو او هېوادونو کې بې سرنوشته ژوند وکړي.

2 COMMENTS

  1. د امریکا او اروپایانو چلند د اوکراین او افغانستان تر مینځ عملآ ثابته کړه چی دوی د اوکراین برخه کښی دوامداره هلی ځلی کوی چی روسیه په اوکراین کښی ناکامه شی بی لدی چی دوی د روسیی سره په جګړه کښی ږیر راشی اما د افغانستان برخه کښی د منافقت او دسیسو څخه ئی کار اخیستۍ او اخلی یعنی د ملت په ستره قربانی د هغه وخت اتحادی شوروی ئی له خاوری څخه وشړل شو اما همدی ممالکو د افغان ملت راتلوونکۍ سرنوشت ئی خپلو روزل شوو غلامانو ( پنجابی پاکستان کښی تنظیمونه او روزل شوو دیموکراتانو ) ته د د بین المللی خائین خلیلزاد په واسطه ورکړۍ شو او دی تخریبکارو ته ئی د افغان ملت کومک شعار لاندی د ډالر و باران شروع کړ او دا خائینین ئی د کمونیستانو په شان حتی زیاتره قومی او لسانی تفریقو ته علنی د همه شمول شعار لاندی راټول کړۍ شول ، ددی غلامانو برخه کښی ځینو ادعا کوله او کوی چی دوکتور محمد اشرف غنی یو عالم او ملی شخصیت وو او غوښتل ئی چی د افغان ملت خادم شی اما د تنظیمونو قاتلان او چورکوونکی ئی دده ملی هدفونو لاری بندولی حتی یو شاغلۍ دا ادعا هم کوی چی غنی اکادیمکر او ستر عالم دی او دده مقائیسه د غیری اکادیمکر سره عادلانه ندی او اضافه قدم اخلی او وائی چی غنی کوم حزب نه درلود نو لدی کبله د ناکامی سره مخامخ شو اما واقعیت دادی چی افغان ملت د اجنبیو فتنو حزبونو افغان ملت ته دا سور اور راوړۍ دی او داسی حزبونو د افغان ملت پر ضد فعالیتونه کول لکه د کمونیستانو اوتنظیمونو حزبونه ، هر حزب چی د ملت څخه بهر خیزونه اچوی او د ملت مینځ کښی ځان نشی څرګندولای او د ملت ملاتړ ونلری نو داسی حزبونه د افغان ملت په ګټه نشی تمامیدای حتی برعکس ملت د تباهی کندی ته اچوی لکه چی دا حالت اوس موجود دی !!!!
    که دوکتور غنی واقعآ عالم وای او د ملت سره ئی مینه درلودای نو نوموړی به اول هیڅکله د قاتلانو او چورکوونکیو سره معاملو ته تسلیمی نه کوله او که د معاملو بندښت توان ئی نه درلودای نو باید علمیت ( که علمیت ئی درلودای ) څخه ئی کار اخیستۍ وای او مستقیمآ ملت ته ئی باید رجوع کړی وای او ملت ته ئی خپل تر مخه موجود مشکل بیان کړی وای ، نه دا شخص نه عالم وو او نه ملی بلکه د نورو غلامانو له جملی څخه وو حتی دده غیرتی مرحوم پلار د ما څخه تپوس وکړ چی اشرف دی لیدلۍ دی ( هغه وخت د مالیی وزیر وو ) ما ورته وویل چی نه اما پلان کښی لرم نو هغه غیرتی وویل که دا کار وکړی نو د مونږ او تاسی روابط کلآ بیا قطع دی نو ما ورغبرګه کړه چی تاسی پر هغه ډیر نازیدۍ ولی اوس داسی سخت دریز ؟ نو هغه وویل چی ړوند ئی اودرک نشی کولای چی اشرف هم د نورو سره د کمونیستانو په شان کابل ته راوړل شوۍ دی !!!
    دده مشاورین ټول د اجنبیانو له خوا انتخاب شوی کسان وو لنډه دا چی نوموړی علمیت او ریاست جمهوری وشرمولو او دستوری ئی جاهلو او قاتلو تربیه شوو قدیانیو طالبانو ته صحنه د نورو غلامانو په شان پریښوده ، غوښتل کیږی چی ددی جاهلو په وسیله افغانان له هره حیثه د زیاتره بدبختیو سره مخامخ کړی او د افغانستان حاکمیت د پنجابی پاکستان تر لاس لاندی وی !!!!

  2. د فیل ډاکټر خو د پښتو ګرامر هم سم نه دی زده مګر چټیات یې تر اسمانه رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب