شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهسرچينې: ط د باقر محسني په نوم د پوهنتون استاد او خپل...

سرچينې: ط د باقر محسني په نوم د پوهنتون استاد او خپل منتقد نیولی

تاند:(شنبه، د حوت ۱۳ مه) ‏راپورونه وايي، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه سید باقر محسني کاظمي هم نیولی او بندي کړی دی.

نوموړي په وروستيو کې د څو ټلويزيوني بحثونو پر مهال پر طالبانو نقد کړی و.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوی له یوه لوري د بیان ازادۍ ډاډ ورکوي او وايي، چې د جمهوري نظام د رسنيو قانون تطبيقوي، خو بل لور ته لیدل کیږي چې خپل منتقدین نیسي او د راپورونو له مخې د شکنجو په نتیجه کې ژمنه ترې اخلي، چې نور به دوی نه نقدوي.

طالبان له دې او ورته نورو عملونو له کبله په نړیواله کچه تر سخت فشار لاندې او د افغانانو د اساسي حقوقو په نقض او یرغمل کولو تورن شوي دي.

3 COMMENTS

  1. داسړی دطالبانو ضد څیره نه بلکع دملی یوالی ضد څیره او متعصب انسان دی داسی استادان همداسی شاګردان روزی چه دهیواد دبربادی او تباهی سبب ګرځی
    هره نیوکه چه دطالبانو په کړونو یی کوی حق یی دی زه یی هم کوم خو ناوړه ګټه دبیان دازادی نه دا هیواد دی بدبختی ته راورسید دملیت او ژبی په نامه دتجارت وخت تیر شوی دی او دا حکومت باید هیڅ فرد ته دداسی کړنو اجازع ور نه کړی
    مننه

  2. د انتقاد لپاره لمړی معیار او اخلاق د خلفای راشدین چی تر ټول امت کامل او سالم دینی فهم او تربیت یی درلود، منحیث نمونه باید وکتل شی؛هغه چی الله رب العالمین د دوی څخه راضی او دوی هم د
    الله رب العزت نه راضی وو؛هغوی وایی ،موږ شکر کوو چې د رسول الله په امت کی څوک شته چې که کوم یو مو بی لارې کیږی ،هغوی یی په توره سموی ۰
    ما د همدرد او کاظمی تاوده بحثونه له کامیاب نومی سره تعقیب کړی،دا سړی علمی او دینی بحث سره نا اشنا او ضعیف دی،د بحث سلسله پریږدی او هغه خبره کوی چی مقابل کس عصبانی کړی ،او ځان مستحق د ټولو امتیازاتو ګڼی۰
    دا استخباراتی طریقی او نیونې ای ـ اس ِـ ای ،کی جی بی ، خاد او صالح تجربه کړی ،او دا د حذف طریقه چی زموږ دور کی کمونستانو او بیا د بن انحصاری ،متعفنی معاملی تکرار کړه؛زموږ د ملت جوړونی مخه نیسی،دښمنی نه ختمیږی، اصلاح نه راولی او واحد ملت نه جوړیږی ،او بهرنی لاسوهنی هم نشی ختمیدای۰
    د مرصوص صف او واحد ملت جوړونی لار د حلم او ادفع بالتی هی احسن ،مسیر غواړی نه د پوتین او صالح انتقامجویی او عقدوی جاهلانه برخورد

  3. اصلاً بله خبره، ممکن د پورته خبر سره تړاؤ هم ونلری.
    طالب هم خپل نظام یو اسلامی نظام ګڼی.
    د ایران واکمنان هم خپل نظام یو اسلامی نظام ګڼی.
    څو شېبې به د دې دواړو نظامونو د ستاینی او غندنی څخه لاس په سر او فقط د وجدان او انصاف په رُڼا کی به د بل ډول تئاتر نندارې ته ځیر سو:
    د غربی نړۍ په بصری میډیا کی ( دولتی او شخصی ) چی شمیر ئې لسګونو ته رسیږی د ایران د اسلامی نظام په وړاندی په سیسټماټیکه توګه شپه او ورځ منفی او دښمنانه تبلیغات تر سترګو کیږی.
    امّا
    حتی په یوه غربی رسنۍ کی د طالب په وړاندی منفی تبلیغات شتون نلری ( البته زه خپله د غربی رسنیو د مشاهدې حوصله نلرم بلکه په فیسبوک او یوتیوب کی می ډیر دا ډول پروګرامونه لیدلی دی ).
    چی پورته پوښتنه به څنګه ځواب سی؟
    البته ددې فاضلآب سر به نه پورته کوو چی:
    ” څنګه د پرون خلقی او د شوروی خواخوږئ نن ورځ د شوروی د بل مزدور او خواخوږی ( پرچمی ) سره د دښمنۍ په انګیزه د وحشی طالب د دفاع په سنګر کی په فکری – تبلیغی نڅا بوخت دئ؟
    د شپې ګیلاسونه جنګوی او د ورځی د مجاهد! طالب د دفاع په لیاره کی د جهاد د لوی سنګر ( امریکا ږغ یا شمشاد یا بی بی سی او…… ) سره تاوده بانډارونه تر سره کوی؟ “.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب