جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان سفیر په اوکراین کې د ایسارو او راوتلیو افغانانو د...

د افغانستان سفیر په اوکراین کې د ایسارو او راوتلیو افغانانو د وضعیت په هکله تازه معلومات ورکړل

تاند (جمعه/د کب ۱۳مه) — د چک جمهوریت لپاره د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي په یوه معلوماتي پاڼه کې د هغو افغانانو د وضعیت په هکله تازه معلومات وړاندې کړي چې په اوکراین کې ایسار شوي ول.

آریوبي او سفارتي ټیم یې له یو شمېر نورو دیپلوماتانو سره په ګډه، په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیلېدلو څخه وروسته هلته د مېشتو او د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د دېره شویو افغانانو د را اېستلو لپاره مټې ونغاړلې.

تاند د ښاغلي آریوبي له خوا د ایسارو شویو افغانانو په هکله را لېږل شوي معلومات کټ مټ خپروي:

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځينې افغانان اوکراین ته راوستل شوي وو او ځينې له مخکې په هغه هیواد کې د تحصیل او ژوند کولو لپاره مېشت وو. پر اوکراین د روسیې له برید سره سم، پولنډ، هنګري او سلواک جمهوریت ته د دې افغانانو اوښتل له ستونزو سره مخ شول.

په پراګ کې د افغانستان سفارت په دې سخت وخت له دې افغانانو سره د مرستې لپاره له نورو سفارتونو سره په ګډه ځینې اقدامات وکړل. سره د دې چې سفارت د مالي او بشري سرچینو له پلوه سختو ستونزو سره مخ دی، خو موږ بیا هم د مرستندویه اړیکې شمېرې اعلان کړې او له نږدې ۲۰۰ کورنیو او محصلینو مو تر ۵۰۰ اړیکې ترلاسه کړې.

د چک جمهوریت، سلواک جمهوریت، هنګري او نورو بشري سازمانونو سره مو اړیکې منظمې کړې او له هغوی سره مو په خطر کې د مېشتو او په پوله کې د ایسارو افغانانو په هکله رسمي یاد داشتونه او یو لیست شریک کړل. له دې هیوادونو مو وغوښتل چې له افغانانو سره هم د نورو اتباعو په څېر چلند وکړي او د دوی حکومتونه ورته د نورو کډوالو او بې ځایه شویو په څېر سمه پاملرنه وکړي. له بشري سازمانونو مو غوښتنه وکړله چې افغانانو ته د اروايي مشورو په شمول نورې مرستې برابرې کړي.

له سلواک جمهوریت مو رسمي ډاډ ترلاسه کړ چې دولت یې د اوکراین له جګړې تښتېدلو کډوالو ته د هغوی قلمرو ته ورتللو آسانتیا برابره کړې ده او د هغوی هرکلی یې کړی دی. کوم افغانان چې د سلواک پولو ته ورغلي، بې له کومې ستونزې اوښتي دي.

د چک جمهوریت هم بشپړه همکاري کوي. د افغانانو په شمول چې د اوکراین له جګړې بې‌ځایه شوي کوم خلک د دوی هیواد ته ورننوځي، هرکلی یې کېږي او عاجلې مرستې ورسره کېږي. د چک جمهوریت له ټولو افغانانو سره د نورو کډوالو غوندې چلند کوي او پر دې باور دي چې باید بشپړ انساني چلند ورسره وشي.

کوم افغانان چې د پولنډ، مولدووا او رومانیا پولو ته ورغلي، بې له کومې ستونزې اوښتي او هلته ورته د استوګنځای او لومړنۍ مرستې برابرې شوې دي.

په وارسا کې د افغانستان سفارت د همغږۍ په ګروپ کي ګزارش خپور کړی چي د یوې غیررسمي سرچینې په حواله چې له اوکراین راتلونکو نږدې ۲۰۰۰ افغان وګړو او محصلینو سره پولنډ ته په ورتللو کې مرسته شوې ده. د پولنډ سرحدي پولیسو په ځينو مواردو کې افغانانو ته له منظمو اسنادو پرته، یوازې په تذکره د اوښتو اجازه ورکړې او افغان وګړي ختیځې اروپا ته اوښتي دي.

د هنګري د هډلاک پولې په دویمه پوسته کې مو ځينې انتقادات ترلاسه کړي وو، خو د هنګري له دولت سره په پراګ کې د افغانستان سفارت سمدستي اړیکو دا ستونزه هواره کړله. په ټولو پولو کې له بې ځایه شویو او کډوالو سره لومړنۍ مرستې کېږي.

په اوکراین کې به اوس هم ډېر افغان اتباع وي چې له هغه هیواده د وتلو هڅه کوي، خو په دې پروسه کې انتقاد تقریباً صفر شوی دی.

په اوکراین کې مېشتو افغانانو ته لارښوونه کېږي چې له هغه ځایه ووځي او د پولنډ، سلواک، هنګري، رومانیا یا مولدووا نږدې پولو ته ځانونه ورسوي. حتی نور اروپايي هیوادونه هم افغانان مني او د اوکرایني کډوالو په څېر چلند ورسره کوي.

د اوکراین او پولنډ لپاره د UNHCR مرستندویه شميري:

اوکراین: +380442889710

+380442889424

د پولنډ حکومت:

+48477217575

ایمیل: [email protected]

‏UNHCR پولنډ:

+48226286930

[email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب