جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني د غزني په سفر کې له خلکو سره د...

سراج الدين حقاني د غزني په سفر کې له خلکو سره د ښه چلند غوښتنه وکړه

تاند:(جمعه، د حوت ۱۳ مه) ‏د طالبانو دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني غزني ته د سفر پر مهال د غزني والي، ملکي او نظامي مسؤلانو، چارواکو او علماوو سره لیدلي.

‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه سفر پر مهال د طالبانو لپاره د غزني والي محمداسحاق اخوندزاده حقاني او ورسره مل پلاوي ته د امنيتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو يې خبرې سره وکړې.

‏سرچينه زياتوي، چې په ورته مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د غزني د چارواکو هڅې وستايلې او له ولس سره د ښه چلند په اړه يې ورته لارښوونې وکړې.

سراج الدين حقاني دا هم وويل، چې‏مسؤلین او مجاهدین باید د ولس ستونزو او مشکلاتو ته په خپل وخت رسېدنه وکوي.

ويل شوي، چې نوموړي د غزني له لرغونو او تاریخي زیارتونو څخه هم لیدنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون مازيګر د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې طالبانو د قاري ياسين په نوم يو کس خپل ورور د واده په ورځ طالبانو په دې تور وژلی، چې ګواکې سندرې یې اوریدې.

راپورونه وايي، چې نوموړي سره په ډزو کې ټپي شوی يو بل خپلوان یې هم مړ شوی دی.

سراج الدين حقاني څه موده مخکې د طالبانو جنګياليو ته امر کړی و، چې له خپلسرو ډزو څخه ډډه وکړي.

سراج الدین حقاني د ملګروملتو د بندیزونو په لیست کې دی او امریکا پرې جایزه ایښې ده. له همدې کبله نه غواړي چې څرګند تصویر یې خپور شی.

2 COMMENTS

  1. ښه چلند سي د کباړي زويه ستاسي نه ده زده نو له نورو سره به څنګه ښه چلند وکړي!

  2. ښه چلند سي د کباړي زويه ستاسي نه ده زده نو له نورو سره به څنګه ښه چلند وکړي! د خلکو په کورو يرغل کوۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب