جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بغلان د دولتي سیلو فابريکه د ط له واکمنیدو سره له...

د بغلان د دولتي سیلو فابريکه د ط له واکمنیدو سره له کاره لویدلې

د بغلان د دولتي سیلو فابريکه د ط له واکمنیدو سره له کاره لویدلې

تاند:( جمعه، د حوت ۱۳ مه) د بغلان د دولتي سیلو فابريکې مسوولين وايي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره دغه فابريکه له کاره لویدلې ده.

د فابريکې ځینو سرچینو ویلي، چې په دې فابريکه کې مخکې شاوخوا ۱۳۰۰ تنو دندې لرلې، خو طالبانو ټول څواب کړي او فابریکه په پټه دریدلې ده.

د سرچينو د معلوماتو په اساس، اوس له دې فابريکې څخه طالبان يوازې د غنمو د ساتنې د زېرمې په توګه ګټه اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې ولايت کې د غنمو نورې ذخیرې هم موجودې او تشې پرتې دي.

ويل شوي، چې د بغلان د دولتي سیلو فابريکې ۳۰ کارګران طالبان د غنمو زېرمو د حفاظت لپاره ورسره ساتلي دي.

ياده فابريکه پر افغانستان د روسانو د تېري پر مهال پخواني شوروي اتحاد جوړه کړې وه، چې د طالبانو د بیا واکمنیدو پورې فعاله وه.

طالبانو، چې په کابل او یو شمېر نورو ولايتونو کې یې داسې په ټپه دریدلې دولتي فابریکې فعاله کړې وې، د دغې فابريکې د کار بندیدو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب