جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله ۲۸ نوي چارواکي ګومارلي

ملا هیبت الله ۲۸ نوي چارواکي ګومارلي

تاند:( جمعه، د حوت ۱۳ مه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د عمومي مشر مولوي هبة الله اخندزاده( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د فرمان پر اساس يې لاندې ټاکنې او تبدیلیانې ترسره شوي دي.

۱ـ څارنوال عبدالولي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه.

۲ـ مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معین په توګه.

۳ـ مولوي دین محمدحقبین د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ادارې او مالي معین په توګه.

۴ـ قاري صلاح الدین ایوبي د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د پلان او پالیسۍ د معین په توګه.

۵ـ مولوي عتیق الله عزیزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معین په توګه.

۶ـ ملا سعدالدین اخند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، ادارې او مالي معین په توګه.

۷ـ حافظ محمدامین د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت د مالي او ادارې معین په توګه.

۸ـ مولوي احمدطه د سرحدونووزارت د سرحدونو د پلټنې د معین په توګه.

۹ـ مولوي عبدالرحمن حقاني د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مسلکي معین په توګه.

۱۰ـ شیخ سید رسول د تفتیش د عالي ادارې د رئيس په توګه .

۱۱ـ حافظ مولوي حسیب الله حامد د لوړو زدکړو وزارت د مالي او ادارې معین په توګه.

۱۲ـ مولوي عطاءالله عمري د ملي دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه .

۱۳ـ مولوي محمدقاسم فرید د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ او پلان د معین په توګه.

۱۴ـ مولوي عبدالعلي جهادیار د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د رئيس په توګه.

۱۵ـ حاجي مالې خان د ملي دفاع وزارت د مسلحو قواوو د لوی درستیز د مرستیال په توګه.

۱۶ـ امیرخان حقاني د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه.

۱۷ـ ملا عبدالمنان اخند د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مرستیال په توګه.

۱۸ـ ملا باري ګل اخند د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه.

۱۹ـ ملا عبدالرزاق اخند د ۲۰۷ الفاروق قول اردود رئيس ارکان په توګه.

۲۰ـ مولوي حزب الله د ۲۰۳ قول اردو د رئیس ارکان په توګه.

۲۱ـ مولوی ګل محمد د جوزجان ولایت د والي د مرستیال په توګه.

۲۲ـ مفتي شاولي د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د مدني دیوان د مفتي په توګه.

۲۳ـ مولوي غلام حضرت د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې د جنوب لویديځ زون د تمیز ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان د رئيس په توګه.

۲۴ـ شیخ مولوي سخیداد د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې د رئيس په توګه.

۲۵ـ مولوي عبدالمنان قانع د جنوب لویدیځ زون د تمیز ریاست د تفتیش د رئيس په توګه.

۲۶ـ قاضي محمد صادق د جنوب لویديځ زون د تمیز ریاست د تعلیماتو د استاد په توګه.

۲۷ـ شیخ مولوي عبدالرحیم د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئيس په توګه.

۲۸ـ مولوي عبدالودود د زابل ولایت د مرافعه محکمې د جزاء د دیوان د رئيس په توګه

افغان ژورناليست حفيظ الله معروف دغو ګومارنو ته په غبرګون کې پر خپلې ټویټر پاڼې داسې تبصره کړې ده: ‏د طالبانو امیرالمؤمنین ۲۸ ګومارنې او تبدیلۍ کړي. ۲۳ یې ملا/حافظ/مولوي/قاري او اخوندان دي. که دغسې حال وي د ملاصب برادر خبرو ته ولې خلک غوږ شي چې وايي “لوستي دې بهر نه ځي.” که د هرې څوکۍ نعمت د ملا په نصیب وي, دوکتور, انجینر, ټټار, فرهنګپال…څه وکړي!ملا د هر مرض دوا نه شي کېدای.

1 COMMENT

  1. اسلامي شرعه پر ظاهر بناء ده نه پر باطن.
    شيخ دې لومړی ځان راښکاره او بيا دې ګومارنې کوي.
    قرآن ورته لومړی حکم د ملت پر مينځ کې د اوسېدو او راښکاره کېدو کوي.
    دا چې دوی دغسې هوايي رامينځته شوي وو، ځکه خو همدغسې درګومه او کړنې يې جنياتو ته ورته دي.
    هيله ده چې شيخ منحيث يو ديني عالم دغه منصوصي ستونزه ناديده ونه ګڼي. اګر چې له دې مخکې يې د مشر ملا صاحب په ټاکنه کې هم ناديده ګڼلې وه او هلته هم منصوصي مزاحمت وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب