جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د قفس چرګان (لنډه کيسه) عبدالله خيبر

د قفس چرګان (لنډه کيسه) عبدالله خيبر

چرګان په درې منزله قفس کې ارام ناست وو، په لاندې منزل کې واړه، منځ کې درميانه او په پاسني منزل کې غټ او لوی چرګان اچول شوي وو، د ټولو خولې وازې وې، ژبې يې خوځيدې، لکه له ځانه سره چې څه وايي. يوه نيم چرګ به په لوښې کې اوبو ته مښوکه ورټيټه کړه، د اوبو غړپ به يې داسې تېر کړ چې خوله به يې د اسمان خوا ته ونيوه. ځينو چرګانو به د دانو خالي لوښی پر مښوکه ټکاوه، ټک ټک ټک يې کاوه.

قفس ته نږدې د ونې سيورې ته د تورو جامو يو غټ سړی پر چوکۍ ناست و، چې جامې يې پر وينو ککړې وې او لاسونه يې تر څنګلو پر وينو سره وو.

يو تور موټر ودريد، د مخې شيشه يې ښکته کړه، د چرګانو قفس ته يې وکتل، منځني ته يې لاس سيخ کړ: 

ـ  دا چرګان په څو دي؟

ـ په درې سوه شپيته

ـ دوولس دانې ژر راته تيار کړه!

سړي د قفس ور خلاص کړ، پر وينو سور لاس يې قفس ته ورننويست، چرګان په قفس کې يو خوا بل خوا وخوځيدل، ده يو چرګ راونيو، وزرې يې خوځولې او کغيده، سړي په موټر کې ناست سړي ته وکتل او د الله اکبر له لوړ غږ سره يې د چرګ پر مرۍ چاړه تيره کړه، بيا يې په خوا کې ايښي ژور بيلر ته وروغورځاوه، د وزرو ټپا يې اوريدل کيده چې ورو ورو غلې کيده. وروسته يې له بيلر څخه راوويسته، وزرې يې پر چاړه ورغوڅې کړې، پښې يې ترې پرې کړې او د بڼکو ډک پوستکی يې لکه سپين کميس ترې وويست.

په قفس کې بندو چرګانو ځينو سرونه لوړ کړل، څک شول، لکه د څه شي غږ چې يې اوريدلی وي. ځينو په خپلو وزرونو کې مښوکې وهلې او ځينو په نيمکښو سترګو داسې ورته ليدل لکه دا هر څه چې يوازې په خوب کې ګوري. له دوولسو چرګانو سرونه غوڅ شول، په توره کڅوړه کې واچول شول، سړي په وينو ککړو لاسونو پيسې وګڼلې، موټر په تيزۍ لاړ، پر سيده سړک لري کيده، لرې کيده او وړوکی کيده، سړي تر هغو ورته کتل چې موټر دومره وړوکی شو، چې اخېر د تورې پېشو په شان ورته ښکاريدو.  

منځنی قفس نيم خالي شو، نور چرګان عادي ښکاريدل، لکه هيڅ پېښه چې نه وي شوي، د ټولو خولې د نور کله په شان وازې وې او ژبې يې خوځيدې.

ناڅاپه يوې پېشو د بام له سره ونې ته او بيا د قفس سر ته راټوپ کړ، چرګان په قفس کې وپړيدل، ټول قفس وخوځيد، ټولو په يوه غږ چيغې وهلې:

ـ کککاغ! ککککاغ!

پيشو سړي ته وکتل، ميو يې وکړ، د مخې تيره غاښونه يې وبريښدل. هغه په وينو ککړ لاس ټيټ کړ، د چرګ يوه ککړه پښه لاس ته ورغله، پېشو کلکه په ګيډه ولګيده او وتښتيده. 

چرګان بيرته په قفس کې کرار کيناستل، خولې يې وازې شوې، ژبې يې وخوځيدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب