Homeخبرونهمتقي: ماليزيا په کابل کې د بشري او اقتصادي همکاريو دفتر پرانيزي

متقي: ماليزيا په کابل کې د بشري او اقتصادي همکاريو دفتر پرانيزي

تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې ماليزيا په کابل کې د بشري او اقتصادي همکاريو لپاره دفتر پرانیزي.

د دغه وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په دې اړه نن د مالیزیا د بهرنيو چارو وزير ځانګړي سلاکار داتو حاجي احمد اعظم عبدالرحمن د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره ليدلي دي.

ويل شوي، چې په لیدنه کې د اسلامي بانکدارۍ د پراختيا او دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا په اړه هم خبرې شوي دي.

مالیزیایي استازي دا هم ویلي، چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۳ مه به د دوی د بشري مرستو یوه الوتکه کابل ته را ورسیږي.

ويل شوي، چې طالب وزير د مالیزیا له دې ژمنو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه کړې، چې دغه هېواد دې د افغانستان د طبي بوټو او وچې مېوې په بازار موندلو کې مرسته وکړي.

د مالیزیا د بهرنيو چارو وزير څو مياشتې مخکې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې ويلي وو، چې يو شمېر هېوادونه به ژر د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني، خو تر اوسه یې په دې اړه اقدام نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...