یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحمد الله محب په نيږدې راتلونکي کې هېواد ته د ولسمشر غني...

حمد الله محب په نيږدې راتلونکي کې هېواد ته د ولسمشر غني ستنیدل رد کړل

تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې بې واکه شوی ولسمشر محمد اشرف غني له متحده عربي اماراتو څخه په نيږدې راتلونکې کې بیرته هېواد ته ستنیږي.

په دې اړه په وروستيو کې ډېر راپورونه خپاره شوي.

د ولسمشر غني ورور حشمت غني احمدزي هم ويلي وو، چې په دې اړه ځينو طالب لوریو سره په خبرو اخته دی.

حشمت غني ويلي وو، چې ولسمشر غني د سیاسي فعالیتونو دوام سره لېواله نه دی، خو د ځینو شرایطو له پوره کیدو سره یې په هغه صورت کې هېواد ته ستنیږي، چې په هېواد کې حضور ېې د کوم عادي وګړي په توګه نه وي او موثریت ولري.

د ولسمشر غني ورور د ډاکټر محب په ګډون ځینې کسان تورن کړي وو، چې ولسمشر غني سره یې اړیکې نشته خو له نوم څخه يې ناسمه ګټه اخلي.

ډاکټر محب دغو ادعاوو ته له کومې اشارې پرته ویلي، چې ولسمشر غني هېواد ته په هغه صورت کې ستنیږي او پر هغې سولې باور لري، چې ارزښتونه پکې خوندي وي.

خپله ولسمشر غني په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په څو محدودو څرګندونو کې ېې د طالبانو حکومت نامشروع او د زور له لارې رامنځته شوی ګنلی او له دوی غوښتي، چې د ټولو قشرونو د واقعي استازو په ګډون د لویې جرګې له جوړولو او ملاتړ خپلولو سره د ټول ګډونه حکومت تر څنګ ځانته مشروعيت تر لاسه او د اساسي قانون مطابق د ټاکنو له لارې ملت ته د خپل برخليک ټاکلو زمینه برابره کړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په عمومي ډول یې د ولسمشر غني له ستنیدو سره کوم مخالفت نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. سرنوشت ومشروعیت= گریخت وغارت
    ایا افغانستان به یک مرکز معاملات ملیارد دالری، زیر چتر انجو های آمریکائی ، انگلیسی، آسترالیایی قرار گرفت که ملیارد ها دالر زیر نام کمک به افغانستان سرازیر میگردید و بیش از هفتاد فیصد آن دوباره از عین کانالها به کشور های به اصطلاح کمک کننده میرفت و تعداد از جیره خواران یا دلالان در دستگاه مافیائی دولت نیز سیراب و وجدانهای شان زیر وزن دالر ها خشکیده میشد که در نتیجه این معامله گران به اساس معاملات و زدوبند های گوناگون ونا مشروع در کرسی های کلیدی دولتی قرار میگرفتند.شرم اور وننگین نبود؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب