یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د يوې ښځې د وژل کیدو خلاف لاريون شوی

کندهار کې د يوې ښځې د وژل کیدو خلاف لاريون شوی

تاند: (يکشنبه، د کب لومړۍ)‏ ‏د کندهار ښار يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو له لوري پر یوې ريکشې د ډزو پر مهال د يوې وژل شوې ښځې جنازه نن د اعتراض په بڼه په ښه ښار کې وګرځوله او د قاتل د محاکمې غوښتنه ېې وکړه.

طالب چارواکو ویلي، چې پر ريکشې ډزې له هغې وروسته شوي، چې ريکشه چلوونکی د امنيتي پلټنو لپاره د دوی ځواکونو ته نه دی ودریدلی.

ويل کيږي، چې د طالبانو په ډزو یوه ښځه وژل شوې او دوه نورې ټپيانې شوې دي.

د طالبانو ځايي چارواکو ويلي وو، چې يو طالب یې د ريکشې د چلوونکي تر څنګ نیولي او د پېښې څېړنه روانه ده.

نن د زيانمنو خلکو کورنیو او يو شمېر نورو کندهار ښاريانو د وژل شوې مېرمنې جنازه په ښار کې وګرځوله او بيا په کندهار کې د طالبانو د والي د‌ دفتر مخې ته د عدالت غوښتنې لپاره را ټول شول.

ويل شوي، چې طالبانو د دغه لاريون د خبري پوښښ ممانعت کړی او يو شمېر خبریالان یې هم څو ساعته بندیان کړي دي.

طالبانو د ننني لاريون او پر وړاندې یې د خپل غبرګون په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د طالبانو په ډزو د ورته څو پېښو خبرونه ورکړل شوي او طالبانو د عاملانو د مجازات ژمنه کړې، خو خلک نیوکه لري چې عملي اقدامات ېې نه دي لیدلي.

2 COMMENTS

  1. تالبان وحشی ځناوران دی او د بی ګناه افغانانو وینی تویول ددوۍ لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده
    تالبان ددې لپاره راپیداشوی روزل شوی اکمال شوی او افغانستان ته رالیږل شوی چی افغانان ووژنی، ويی ځورويی او بی عزته او سپک يې کړی او افغانستان نه یاغستان جوړ کړی او د هیرا منډۍ په دروازو کی يی محتاج او سوالګر ودروی.

    تالبان د وحشت او تور جهالت پیداوار دی او ددې وحشیانو نه بل هیڅ امید نه شی کیدلی
    ددې وحشی ځناورو نه د عدالت او انصاف تمه کول لویه بی انصافی او بی عدالتی ده.

    الله تعالی دی دا وحشت او تور جهالت د ځمکی له مخ نابود کړی چی بی وزله او غم ځپلی افغانان يی د ابد لپاره له شره خلاص شی

  2. مکروبونو امریکا او انګلیس د پنجابی پاکستان شیطانی تامی مرستی سره د افغان ملت تباهی لپاره ملیارده ډالرونه مصرف کړی او اوس هم دوام لری نه یوازی دا جاهل د اجنبیانو له خوا تربیه شوی بلکه په پنجابی پاکستان کښی د اجنبیانو ډالرو په کومک دا نور ټول غلام افغانی تنظیمونه هم رامینځ ته شویدی محترم دردمن افغان ته سلامونه ، د تاسو دا روښانه تصویر د وحشی او تربیه شوو مزدورو جعلی طالبانو په برخه کښی کاملآ حقیقت لری پردی جاهلو او همدارنګه په ډالرو خاص تربیه شوی دیموکراتان یعنی اجنبیانو دافغان ملت تباهی لپاره دداسی رنګارنګو غلامانو په واسطه د اوږدی مودی لپاره مضر پلانونه جوړ کړی دی ، دا اوسنی ملی غمونه د اتحادی شوروی غلامانو له خوا راشروع شوی دی یعنی د کمونیستانو له خوا احساساتی او ناقص مغرور ( د افغان ملت سره ئی واقعآ مینه درلوده اما افسوس چی احمق وو ) شهید محمد داؤد خان د کودتا لپاره مخ ته کړۍ شو او لږه موده وروسته هغه سره د فامیل او همکارانو په شمول شهیدان کړۍ شول او دا اوسنی روانه تباهی د افغان ملت لپاره دده احمقانه اقدام په واسطه رامینځ ته شوی دی او امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان د تربیه شوو غلامو کمونیستانو دی مردود اقدام په واسطه تهدابی داسی جاهله تش په نامه مذهبی ګروپونو تربیه او افغان ملت باندی ئی په نوبت سره خوشی کوی او ددی مضرو مکروبو نو څخه خلاصون به لږ څه وخت ونیسی اما دا ورځ راتلوونکی دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب