یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوهنې وزارت: د ښوونکو ګوښه کول اوازه ده، يونيسف به یې معاشونه...

پوهنې وزارت: د ښوونکو ګوښه کول اوازه ده، يونيسف به یې معاشونه هم ورکړي

تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ د طالبانو د پوهنې وزارت عزيزاحمد ریان په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په نوي کال کې د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه جدي دي.

هغه دغه راز ويلي، چې د ټولو زده کوونکو لپاره د خوندي زده کړو، اسانتياوو او یو شان تعليمي نصاب په اړه هم اقدامات کیږي.

نوموړي دا هم ويلي، چې له جدي مياشتې څخه د یونیسف ادارې له لوري د ښوونکو د معاشونو د ورکړې هڅه هم روانه ده.

عزيز احمد ریان هغه اوازې هم رد کړې، چې ګواکې ځینې ښوونکي طالبانو ګوښه کړي يا اضافه بست کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند په تعليمي نصاب کې د بدلون راپورونه هم ردوي او وايي، چې تېرو څو مياشتو کې شاوخوا اووه میلیونه نوي چاپ شوي کتابونه چې د ښوونځيو د مخکيني نصاب مطابق چاپ شوي له دوبۍ څخه هېواد ته لیږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنیدو سره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او ميليونونه زده کوونکي د زده کړو له حقه محرومې شوې دي.

د اروپايي ټولنې استازو هم څه موده مخکې وویل، چې طالب پلاوي د دوحې په مذاکراتو کې ډاډ ورکړی، چې په راتلونکي پسرلي کې به تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب