زبیر افغان
د پردې مسله، په عمومي ډول د مسلمانانو لپاره او په خاص ډول د پښتنو لپاره له دې امله ډېره جنجالي مسله ده چې تر ډېره حده د هغې پر تفسیر د کلتور او فرهنګ اغېز پرې وتلی دی.
له دې مسلې سره داسې چلند نه دی شوی چې یوازې شرعي متن يې په اړه څه ویلي وي، هغو ته په کتو د مسلې ماهیت بیان شي. دا کار د انسان لپاره ګران هم دی؛ ځکه انسان په خپل تفسیر کې خود مختاره نه دی، بلکې محدودیتونه لري. د وخت، ځای، ټولنې، رواج، علم زیاتوالی او کموالی، شخصي رواني صفات، ملګري، خطرونه او اقتصادي ستونزې ټول هغه محدودیتونه دي چې د انسان پر تفسیر خپل اغېز پرېږدي.
اما که هر څومره په دې پوښو کې د پردې مسله ونغښتل شي، موږ يې په تفسیر کې بیخي ډېر افراط کړی دی. زه دلته د دې مسلې پر ماهیت خبرې نه کوم، ممکن ټولنو او وختو ته په کتو څوک پرده یوازې پړونی بولي، څوک يې د اوس وخت تور حجاب وبولي او څوک يې شنه چادري و ګڼي؛ د هر چا د پردې تفسیر ته په احترام، خو داسې باید ونه شي چې پرده له ښځو د حقونو اخیستلو بانه شي.
میرمن چې په ټولنه کې د پردې هر مجسم تفسیر غوره کوي، د هغوی خپل واک دی، اما نارینه حق نه لري چې د پردې په بانه د هغو زدکړې محدودې کړي، له کاره يې منعه کړي، په مسجد کې او عیدګاه کې دلمانځه ځای ورته جوړ نه کړي، بازار ته له راوتلو يې بندې کړي او داسې نور موارد.
په دې مسله کې شرعي اړخ او کلتوري اړخ یو له بل سره غېږ په غېږ شوي دي. د یوې پديدې په اړه هغه وخت نظر ور کول یا نیوکه کول ډېر سخت شي چې هم دیني جنبه ولري او هم کلتوري. زموږ د ټولنې حجاب دواړه اړخونه خپل کړي دي، هر شی که وي، نوم د پردې ور کول کېږي، اما د پردې عملي بڼه تر شرعي صبغې کلتوري هغې ته ډېره نژدې ده.
ستونزه دلته ده که د اصلاح له امله د اوسنيو چادریو بدیل وغوښتل شي هم خلک اوازې ګډې کړي چې پرده نه مني. که په پرده کې د مخ پټولو مسله مطرح شي، بیا هم له ورته غبرګون سره انسان مخېږي، په داسې حال کې چې دا له ډېره وخته د پوهانو ترمنځ اختلافي پاته شوې ده.
ستونزې به په ډېرو مواردو کې وي، هم به د دې مسلې د ماهیت په بیان کې وي، هم به د خلکو په درک کې وي، هم به د موضوع په دوه جانبي بعدونو کې وي؛ خو زما په نظر لویه ستونزه له شرعي – کلتوري یا یوازې شرعي یا هم یوازې کلتوري مسلو سره احساساتي چلند خرابه کړې ده.
شریعت د یو چا شخصي ملکیت نه دی چې بل څوک پکې د خبرې حق نه لري او نه هم کلتور شخصي ملکیت دی. شریعت هم د ټولنې لپاره دی او کلتور هم ټولنه پنځوي. ستونزه دلته را پيدا شي چې موږ له دې دواړو سره داسې چلند کوو لکه زموږ شخصي ملکیتونه چې وي؛ که یو څوک په ديني یا کلتوري مسله کې له عمومي رواجي ذهنیت څخه یو څه جلا نظر ور کړي، خلک داسې غبرګون ښيي لکه د هغه شخصي ګټې ته چې زیان رسېدلی وي، نه یوازې نظر به يې سخت وي، بلکې کنځل، ټاپې وهل او حتا د فزیکي زیان رسولو ګواښونه او ان ګواښ عملي کول ورسره مله وي.
د ټولنې ځېږ برخورد هم د دې سبب شوی دی چې د جنجالي موضوعاتو او مسلو په اړه عام بحثونه ونه شي، خلک نوک نیولي په دغسې مواردو کې نظر ښکاره کوي، یا يې هم په دومره پوښونو کې پټ کړي چې خلک يې ځنې را ایستلای نه شي.
د پردې پر شرعي اړخ ما تر اوسه کوم بیان/لیکنه ونه لیدل چې د دې موضوع ماهیت يې تر خپله وسه روښانه کړی وي، په دې اړه راغلي ایاتونه او حدیثونه يې یو په بل پسې راوړي، ترجمه کړي او له مجموعي نصوصو څخه چې کوم مفهوم فهمول کېږي هغه يې په روښانه ټکو خلکو ته بیان کړی یا لیکلی وي. له دې سره چې په ټولنیزو رسنیو کې د پردې خبره راشي، هر کس له دیني اړخه د پردې خبره کوي، یو هم دا نه وايي چې پرده یعنې څه؟ پرده یعنې چادري؟ تور حجاب؟ لوی پړوڼی؟ چې په دې کې مخ پټ وي که ښکاره؟ لاسونه او پښې يې پټې کړې وي که ښکاره وي؟ په دې خبرو سر نه خلاصوو، اما د شرعي پردې غوښتنه هر یو کوي. د ښار تر خلکو کلیوال ډېر د پردې لېوال دي، خو په عملي میدان کې دوی شنه چادري پرده بولي، که له دې پرته یوه میرمن بل شی د پردې لپاره استعمال کړي ممکن یو کلیوال يې بې پردې وبولي.
خبره دا نه ده چې خلک زموږ په ټولنه کې د پر دې مخالف دي، هیچا هم ښځه لڅه بهر ته نه ده را ایستلې، ان هغه کسان چې مسلمانان نه دي هم د کلتور تر اغېز لاندې دي، دغسې یو کار چې د ټولنې ټول وکړي يې نه کوي یوه وړه کتله خلک يې هم نه شي کولای. نو بیا د پردې جنجال ولې پېښ دی؟ ښځې ولې په دغه نوم له خپلو حقونو محرومېږي؟
ستونزه زموږ په ذهنیت کې ده، د ټولنې د زیاتره وګړو ذهنیت د پردې په باره کې د شنې چادرۍ دی، له دې پرته هغوی فکر کوي چې حجاب یا پرده يې نه ده مرعات کړې. که زموږ په ټولنه کې د یوې شرعي کلتوري مسلې په تفسیر کې عملي متنوعې بڼې ته اجازه ور کړل شي، زه فکر کوم نه به ستونزې په دې برخه کې پېښې شي او نه به له میرمنو په دغه نوم د حق خوړلو بانې پاته شي؛ البته له دې سره تړلی یو بل مهم ټکی د زدکړو د مختلط نظام دی، په دې اړه به یوه بېله مقاله کې بحث وکړم، دغه نکته هم په دې برخه کې ډېر مهم رول لري.
ډېری کلیوال له خپله رواجه دفاع کوي او د زیاتره ښاري ښځو تور حجاب ورته هيڅ نه ښکاري، د ښار يوه برخه خلک په ښار کې له شنو چادریو بد وړي او یو ډول يې د ښځو بې عزتي ګڼي. څوک چې د دواړو پر ځای پړونی وکاروي، هغه بیا بیخي حجاب نه بلل کېږي، ممکن ښاري او کلیوال دواړه په بد نظر ورته وګوري.
که داسې وشي چې هر څوک خپل کار ته پرېښودل شي، د ښار فرهنګ ته کلیوال درناوی وکړي، د کلیوالې پردې بڼې ته ښاري خلک احترام وکړي، هغه میرمنې چې پړونی کاروي، هم باپردې وبللې شي او د خلکو له توندو نظرونو سره مخ نه شي، څوک چې مخ نه پټوي، د هغو ښځو او نارینه وو له لوري بې پردې ونه بللې شي چې خپله مخ پټوي یا هم د کور ښځې يې مخ پټولو ته مجبورې کړې وي.
زما په نظر دغه عملي تنوعو اخر یوه بله نتیجه ښايي ولري چې د کلیوالو او ښاري خلکو د ټولو له ذوق سره برابره وي. اما اوس زغم او تنوع منل زموږ لپاره تر ټولو اړین دي.
د بې حجابۍ په بانه ښځې له کار او زدکړو منعه کول ستونزې کموي نه، نورې يې زیاتوي. نه ښځې اوس په دې قانع کېږي او نه نوره نړۍ. زموږ ټولنه په دې توګه هم له بهره تر فشار لاندې کېږي او هم له داخله. له کاره او زدکړو ممانعت يې د یوه بل نسل سره ظلم هم دی، یوه تعلیم یافته میرمن تر نالوستې ښځې خپل ماشومان ښه تربیه کوي او که له تعلیم سره مال هم ولري، دا نور علی نور دی.
که کلیوال کلتوري ذهنیت په وروستیو کې ډېره وده کړې وي، نو حللار دې ورته پيدا کړي نه دا چې د کار او تعلیم حق له میرمنو واخیستل شي. دواړه د هغوی مسلم حقونه دي، اخلاقیات، قانون او شریعت ټول يې د هغوی حق بولي، نو په بانو حقداره وګړي له حقه محرومول به هم په دنیا کې بدې پایلې ولري او هم به يې مرتکبین په اخرت کې د الهي عذاب مستحق شي.
۲۰۲۲/۲/۱۷
پښتانه اويا اتيا سلنه دښځودمدنې اوشرعې حقوقو په برخه کي طالب ذهنه دي
زه خو وایم چه پښتنی خو کابل کی هم په شرعی حجاب کی لیدل کیږی. البته دچادری په لباس کی نه. دښارونو مشکل دادی چی هغوی فارسی رواج لری چی دجاهلیت په وخت کی رواج وو او شرعی حجاب سره تضاد لری. زه چی چیری اوسیږم هغوی حیران دی چی دافغانستان ښځی ولی په حجاب ملنډی وهی.
البته دری تعبیره له اسلامی حجاب نه موجود دی: اول مخ پټول، دوهم مخ لوڅول خو دایرانی شیعه ښځو په ډول او بل دعربو او نوری اسلامی دنیا منلی تعبیر چی مخ، لاسونه، او پښی به لوڅی وی. اول او دوهم دصحابه تفسیر دی چی دقران عربی الفاظ یی په لغوی انداز دعربی ژبی په محتوا کی ویلی دی. او دا تعبیر دجلباب په هکله دی چی دنبی او نورو مسلمانو دکورنیو لپاره دی. خلیجی عرب اول او ایرانی دوهم تفسیر منی. افغانان او پاکستانیان او هندیان همدا اول تعبیر منی. اکثریت مسلمانان بیا دزینت ایات منی چی هغه کی دښځی عورت تعبیر سوی کوم کی چی مخ لاس او پښی عورت ندی ویل سوی. حیرانی دلته ده چی دامام ابو حنیفه مذهب هم داسی وایی مګر افغانان یی نه منی. هغه دحجاب خبره جی کیږی هغه په لغوی مفهوم دنبی ع کوروالاو ته ویل سوی. چه له خلکو سره خبری دپردی ترشا وکړی. نو دلته کیدای سی دخظا نظر په اساس یوه ملی عنعنه او رواج زوږیدلی وی.
که دحجاب هغه ډول جی اوس یی د شمشاد او اریانا خبری ویونکی ښځینه کوی هغه به مقبول وی چی طالبان هم څه نسی ویلای. دیوه مولوی په خبره چی دمیرمنی سیاپوش سره یی خبری کولی دهغی په حجاب یی کوم اعتراض نه درلود.
هیله ده دا فارسی پړونی جی دعیسوی روسانو جورجیانو او ارمنیانو په څیر دی ورک سی،