شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد اکوړه خټک حقانيه مدرسې يو نيم زر نور ملایان فارغ کړل

د اکوړه خټک حقانيه مدرسې يو نيم زر نور ملایان فارغ کړل

تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ د پاکستان تر کنټرول لاندې د پښتونخوا په قبايلي سيمه اکوړه خټک سیمه کې له حقانیه مدرسې ( دارالعلوم) څخه يو نيم زر تنو تازه فارغو ملایانو ته پګړۍ وتړل شوې.

راپورونه څرګندوي، چې د تازه فارغو دغو ملایانو د فراغت مراسم ( دستار بندي) تېره جمعه ورځ تر سره شول.

د فراغت په دې مراسمو کې د یادې مدرسې د موسس مولانا سمیع الحق زوی حامد الحق، چې اوس د يادې مدرسې مسوول دی وینا کړې او په افغانستان کې یې د طالبانو واکمني د خپلې مدرسې له لویو لاسته راوړنو څخه ګڼلې ده.

څه موده مخکې د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو یوه لویه برخه مشران او چارواکي د اکوړه خټک مدرسې څخه فارغ شوي دي.

د يادې مرستې مشرانو نیویارک ټایمز ته ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنيدل د دوی مدرسې ته یوه لویه لاسته راوړنه ده.

پر اکوړه خټک مدرسې تور دی، چې د پاکستان د استخباراتو په مرسته جوړه شوې او په افغانستان کې د افراطيت خپرولو او جګړې دوام داره کیدو دنده ورکړل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب