یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا ته په وړل شویو افغانو کې ۵۰ تنه خطرناک بلل شوي

امریکا ته په وړل شویو افغانو کې ۵۰ تنه خطرناک بلل شوي

تاند(یکشنبه، د حوت ۱) د امریکا د دفاع وزارت سرمفتش په یوه راپور کې، چې په وروستیو ورځو کې یې خپور کړ، ویلي چې له افغانستان څخه امریکا ته د راوستل شویو افغانانو په اړه معلومات ښيي چې د هغوی په منځ کې لږترلږه د ۵۰ تنو په تړاو بالقوه امنیتي اندېښنې شته.

په دې راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې له افغانستانه د افغانانو د راایستلو په مهال د هغوی امنیتي سابقه نه وه ارزول شوې او حتي د دوی په اړه موجود معلومات هم نه و کتل شوي خو وروسته د امریکا لوی استخباراتي مرکز یا (این جي آی سي) د دې ستونزې د حل کولو لپاره د ټولو کسانو په اړه پلټنه پیل کړه.

د دغه مرکز پر اساس، د ۲۰۲۱ د نوومبر له دوهمې را په دې خوا امریکا ته په رسول شویو افغانانو کې ۵۰ تنه داسې کسان وپېژندل شول چې د موجودو معلوماتو له مخې، خطرناک ګڼل کېږي او د امریکا متحدو ایالتونو ته بالقوه امنیتي خطر پېښولی شي.

د دغو کسانو د ګوتو له نښو څرګنده شوه چې د سړک د غاړې د چاودونکو موادو په اېښودو کې یې لاس درلود او یا د تروریزم شک پرې کېږي.

امریکا د تېر کال د اګست په ۱۵ مه له افغانستانه لسګونه زره کسان، چې باور کېده د طالبانو له لوري به یې ژوند ته خطر وي یا یې له ناټو او امریکايي پوځیانو سره کار کړی و، له افغانستانه وایستل.

لا هم زرګونه افغانان په متحده عربي اماراتو او نورو هیوادونو کې په موقتي کمپونو کې مېشت دي چې امریکا ته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب