یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د یمن پېچلې جګړه او د هغې لاملونه

د یمن پېچلې جګړه او د هغې لاملونه

لیکنه: حزب الله “عارفي”
تاسې به د یمن د روانې جګړې په اړه اورېدلې وي؟ یمن چې د عربي نړۍ تر ټولو بېوزله هیواد دی د بهرنیو هیوادونو د نیابتي جګړې په میدان بدل شوی دی، هلته جګړې د لسګونو خلکو ژوند اخیستی او ګډوډۍ ته یې لاره هواره کړېؤ تر دې چې د ملګرو ملتونو پر اساس دې جګړې د نړۍ تر ټولو لویه انساني فاجعه زېږولې ده.
په ۲۰۱۱ کال کې عربي پاڅون دې جګړې ته ساه ورکړه او یمنیان د بېوزلۍ، بې روزګارۍ او اداري فساد په خاطر د خپل هیواد د واکمن علي عبدالله صالح خلاف راپورته شول.
د یمنیانو پاڅون، چې تر ټولو لوی پاڅون و، د شیعه بلواګرې ډلې حوثي له خوا یې منظم ملاتړ کیده. د دې ډلې مشري د عبدالملک الحوثي په غاړه وه. یاده ډله له کلونو راهیسې د صالح له دولت په شخړو بوخته وه. هغوی د صالح دولت ته له ماتې وروسته غوښتل چې د عبدالرب منصور الهادي چې پخوانی مرستیال ولسمشر و، په ملاتړ  په زور سره بشپړ واک ترلاسه کړي. په ورته وخت کې نوموړی د دولت یو مهم غړی هم بلل کیده خو وروسته بیا هر څه پېچلي شول.
په ۲۰۱۳م زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ په ملي کچه خبرې اترې پیل شوې چې په لړ کې یې د هیواد د راتلونکې د تضمیونولو په اړه بحث کیدو. د مذاکراتو په پای کې د یو فدرالي دولت په جوړولو هوکړه وشوه خو ستونزې هغه وخت لاپسې زیاتې شوې کله چې د یمن په شپږو ټوټو د وېشلو وړاندیز وشو.
 جنوبي بیلتون غوښتونکې ډلې (هیرنک) نیوکه کوله چې په یاد وړاندیز کې حوثي ډلي د ملي ګټو پر ځای خپلې  ګټې په نظر کې نیولي خو د هادي دولت چې د موضوع د هواروونکي په نظر ورته کتل کېدل، د دې توان نه درلود چې پریکړه یوکړي.
القاعدې او داعش چې په عربي ټاپوزومه کې میشتې وسلوالې ډلې دي په یمن کې له سیاسي نا انډولیو څخه ګټه پورته کړه، په ورته وخت کې حوثي ډلې هڅه کوله چې په یمن کې سیمې لاندې کړي خو هغوی چې د پوځي ځواک له نشتون سره مخ ول یو بل حیرانوونکی ګام واخیست. دوی صالح ته مراجعه وکړه چې یو وخت د یادې ډلې سرسخت مخالف بلل کیده. هغوی صالح ته وښودله چې له دوی سره اوس هم داسې پوځي ځواک شته چې دوی  ته وفادار دی.
صالح فکر کاوه چې یوه بله موقع یې ترلاسه کړې څو یو ځل بیا واک ته ورسیږي. له همدې امله هغه له حوثي ډلې سره د همکارۍ د کولو موافقې ته ورسید او په ترڅ کې یې په ۲۰۱۴م میلادي کال پلازمینه صنعاء ونیوله په همدې وخت کې یادې ډلې خپل خوځښت د جنوبي ښار عدن په لور پیل کړ چې جمهور ریئس هادي اوسیده.
هادي غوښتل سعودي عربستان ته ولاړ شي خو حوثي یاغیانو وار له مخه د هوايي ډګر مخه نیولې وه او نوموړی یې له تګ څخه منع کړ. د حوثیانو دا ډول پرمختګ د ریاض لپاره یو لوی خطر ګڼل کیده ځکه د سعودي چارواکو په آند ایران له حوثي یاغیانو سره مرسته کوله. سعودي چې له یمن سره پراخه پوله لري، په دې هیواد کې د ایران نفوذ، په خپله خاوره کې د ایرانیانو د پراخې مداخلې لپاره زمینه ګڼله. له همدې امله سعودي د هادي د خوښ ساتلو هڅه کوله او له هغه سره یې یو ګډ ائیتلاف رامنځته کړ.
———————–
په ۲۰۱۵م میلادي کال سعودي د یمن په سمندري او هوايي حریمونو باندې ځینې بندیزونه ولګول او د یمن په نړیواله کچه د پېژندل شوي دولت د ژغورنې په هڅه کې شو، په هیواد کې د سیمه ییزو شنونکو په خوله د سعودي عرب په مشرۍ جوړ شوي ایئتلاف غیر نظامي ځایونه لکه پلورنځایونه، روغتونونه، ښوونځي، د ودونو محفلونه او حتی د جنازو لمونځونه په نښه کول.
په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالتونو د سعودي په مشرۍ ایئتلاف سره د مرستو وراخوا هغوي سره د بیلیونونو ډالرو وسله او نظامي تجهیزات هم ورکول چې د همدې په مرسته یې په یمن کې داعش او القاعده جنګیالي هم په نښه کول.
د ۲۰۱۷م کال په پای کې یو ځل بیا په یمن کې د مذاکراتو لپاره هیلي پیدا شوې پخواني جمهور ريئس صالح چې له حوثیانو سره د څو میاشتو لپاره د ملګري په توګه پاتې شوی وو د سعودي عربستان په مشرۍ د جوړ شوي ایئتلاف سره د جګړي د ختمولو وړاندیز وکړ هغه وویل ‘زه په خپلو ورونو او ګاونډي هیوادونو باندې غږ کوم چې خپل تیری پای ته ورسوي او ټولو بندیزونو ته د پای ټکی کیږدي مونږ باید یو نوی فصل پرانیزو’ خو حوثیانو پر دې اقدام باندې خپله بې باوري څرګنده کړه له دې خبرو۴۸ ساعته وروسته د صنعاء ښار څخه دباندې د صالح مړ جسد وموندل شو او حوثي یاغیانو يې د مرګ پړه په غاړه واخسته.
د حوثي یاغیانو له دې کار وروسته هغوي له هر اړخه په نښه کړای شول او د صالح ډیری ملاتړ کوونکو د حوثیانو مخالفت پیل کړ په ورته وخت کې د هادي دولت له یوه نوي دښمن سره د جګړې میدان ته ودانګل.
متحده عربي اماراتو په جنوب کې د بیلتون غوښتونکو مالي او فوځي ملاتړ پیل کړ په همدې وخت کې عربي امارات د سعودي ایئتلاف غړی هم بلل کیده هغوي غوښتل چې په جنوب کې خپل ستراتیژیک خوندي ځایونه وساتي تر څو د حوثیانو هغه ایتلافونه او اتحادیې له منځه ویسي کوم چې ددوي په ضد ول.
 کارپوهانو ویل چې په دې کار کې عربي امارات یواځې ندي د ایئتلاف ټول غړي باید د ایئتلاف د اجنډا ملاتړ وکړي او د جګړې عوامل باید وځپي.
په ۲۰۱۷م میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د احصايې له مخي په دغه جګړه کې ۱۰۰۰۰ یمنیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې لدې احصایې راپدیخوا بیا د جګړي د قربانیانو شمیر په ګوته نشو د یادې احصایې له مخې ددې جګړې له امله ۳ میلیونه وګړي بېځایه شوي په میلیونونه نور وګړي په جګړه کې ښکیل دي او ګڼ شمیر خلک د وژونکو ناروغیو او وچکالۍ سره مخ دي.
جمهور ریئس هادي اوسمهال په سعودي عربستان کې میشت دی او د هغه دولت لا تراوسه د عدن څخه بهر خپلې چارې مخته وړي له بیلتون غوښتونکو او حوثي یاغیانو سره د جګړې میدان لا تر اوسه هماغه شان ګرم دی او د جګړي هر لوری خپله اجنډا پرمخ بیايي.
آیا مونږ به کله هم ددې جګړي پای د لیدلو شاهد واوسو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب