یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ط ماليې وزارت: د ګمرکونو مالي فساد صفر شوی

د ط ماليې وزارت: د ګمرکونو مالي فساد صفر شوی

تاند: (يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت وياند احمد ولي حقمل ادعا لري، چې د دوی له واکمنیدو سره د افغانستان په ګمرکونو کې د مالي فساد کچه صفر شوې ده.

هغه تور لګوي، چې د تېر حکومت پر مهال ګمرکونه په مالي فساد کې غرق وو.

د حقمل په خبره، د دوی له واکمنیدو سره د ټولو ګمرکونو مسئولان بدل شوي، د فساد سرچینې وچې او ډيجيټل سيستمونه فعال شوي دي.

هغه دا هم وويل چې د ګمرکونو له مسوولانو پرته د سيستمونو اړوند کارکوونکي دوی نه دي ايسته کړي، خو ځينو خپله د شخصي ستونزو له کبله دندې پرې ایښي دي.

د طالبانو د ماليې وزارت وياند ټینګار وکړ چې فساد ډېر ځله د لوړ پوړو مسوولانو له کبله رامنځته کیږي او که دوی فاسد نه وي، نور څوک ترې فساد نه شي کولای.

هغه په ورته وخت کې ومنله چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې سوداګري او ګمرکي عوايد کم شوي خو په دې اړه يې مشخص جزییات ورنه کړل. ‌

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو څه موده مخکې د کندهار د سپين بولدک سرحدي سیمې څخه د خپل عمومي مشر ملا هیبت الله اخوند د لیدنې ادعا وکړه او دغه راز يې د ننګرهار له تورخم ګمرکي سیمې څخه د خپل رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د لیدنې عکسونه خپاره کړل.

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح تور پورې کړی و، چې د دغو لیدنو اصلي دلیل د طالب مشرانو له لوري پر ګمرکي عوايدو کنټرول تر لاسه کول او چور چپاول وو.

د طالبانو په اړه د صالح ورته ادعاوې ډېر ځله په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ کېږي.

6 COMMENTS

  1. نو چه فساد هم صفر دی ، نو بیا پیسی چیری دی؟ چه ان د عادی مامور معاش نشی ورکولای، خپل طالب ( عسکر) ته مو معاش نشته ، ټوله ورځ په وچه ډوډی تیروی ، نو دا پیسی چیری ته ځی ، په اجناسو خو مو هم مالیه نده کمه کړی ، تعجب دی

  2. سلام ! همدا اوس هم د(ګران )په نوم آمر دقیمت ګذاری چې دا مهال هم آمر دقیمت ګذارۍ ده اوپه تیر رژیم کې یې په لکونه ډالر رشوت خوړلی نر غوندې په څوکی ناست ده – لږ درواغ کم ووایی

  3. د یو وزارت د ویاند له خوا چې وایی؛ مالی فساد صفر شوی،فکر کوم ، خود ستایی،مبالغه او عدم دقت او نهایتاََ عدم تخصص افاده کوی،ځکه چې فساد سابقه او ډیر ابعاد لری او د کمیدو، نسبی مهاریدو او هڅو خبری په ځای ښکاری خو دا چې دا صفر څه معنی لری دا به پریږدو ،د تفتیش مالی متخصصینو ته ،چې د مستقلو مسلکی څیړنو پای څه وایی

  4. دا چه د فساد کچه صفر شوی نو بیا ښو باید د عاید کچه کم از کم ۵۰ فیصده زیاته شی
    نو بیا دا دومره پیسی چه راټولیږی چیرته ځی؟؟؟
    ښه مسلکی ډوزماران یی کینولی په ټولو وزارتونو کی

  5. د ګمرکاتو او مالیاتو د عائداتو په هکله فساد او نه فساد وولس ته مهم نه دئ او نه هم د مالی فساد او نه فساد ګټه او زیان وولس ته د اِحساس وړ ده
    خو
    هغه څه چی ډیر اهمیت ! او ارزښت ! لری دا ده چی:
    د پاکستان په سفارت کی باید د څو ډلو تر منځ د کریکټ د لوبو په نتائجو کی فساد را منځته نه سی.

  6. سلام
    عالم او نا عالم ،مسلکی ا وغیرمسلکی، ناقداو منتقد، داکتر او کمپودر، زورور اوکمزوری، مقام لرونکی او بی مقامه، تښتیدیدلی سلاکار ګیدړ اوهرغل داټول په لافو اوباتو کې ورک دی له هر لوری او هربحث څخه یې د بتخاک ګندنه جوړه ګړلې چې نارې به یی وهلې ګندنه هو تازه ګندنه ………..اوس ملګری ملتونه ، داروبا اتحادیه ، افه ګانې یوشمېر خاشره سیاسی لابی ګران او څېړونکی ها ها…
    دمظلوم ملت دخبرونو څپوکې لاهم کرزی اودولا دایمی راڅرګندیږی خودادی غل ګریزی تکنیشن حمدالله بیا له کوم سورکی را پیدا شو داسی معلومیږی چې شرم باندې نه پوهیږی دانترنت پیست او کاپی د خدای بیخ وباسی په هر حال زموږ ډاکترانو دغه ولس له صفره هم اخوا کړی هو صفر ډیرې ماناوې لری بدمرغی به دې کې چې څوک یی به مانا پوهیږی خوڅوک بیانه.یو تریلیون دولس صفره لری څه شول ایا په همدې صفرونو ارګ کې اولس ډوله غوښه نه خوړل کېده؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب