یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمنصور احمد خان: د پاکستان سفارت کې مې د سفیرانو کرکټ...

منصور احمد خان: د پاکستان سفارت کې مې د سفیرانو کرکټ سيالي ترسره کړه

تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان وايي، چې په سفارت کې یې پرون په کابل کې د مېشتو ۱۱ بهرنيو سفيرانو او یو شمېر افغان ځوانانو د کرکټ سيالي ترسره کړه.

د نوموړي د ټويټونو له مخې، د دې سیالۍ پر مهال د پاکستان د ملي بانک رييس طاهر جميل هم حاضر و.

هغه د طاهر جميل د کابل د سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

پاکستاني سفير د يادې سيالۍ په اړه نور څه نه دي ويلي.

په کابل کې د پاکستان په ګډون د يو شمېر هېوادونو سفارتونه فعال دي، خو يوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

5 COMMENTS

  1. په تاریخ کي ذکر سوي دي چي په ۱۸۳۹ کي کله چي انګرېرانو اول ځل افغانستان اشغال کړ نو په کابل کي به يې د تفریح د پاره کریکټ کاوه، اوس نو جانشین یې هم خپل د بادار پخوانی یاد تازه کوي. د لنډۍ مسرع ده: بې غیرتي زیاته شوه انګرېز کابل ته ځینه.

  2. IF TALIBS ARE FREE IN THE POLICY.
    MUST KEEP THE SAME POLICY WITH INDIA,
    BECAUSE AFGHANS LOVE INDIA AND INDIA LOVE AFGHANISTAN.
    HOW EVERY OTHER DAY ONE PAKISTANI BOSS COMING TH KABUL.
    MANANAH

  3. ګومان کیږی چی دا لوبی به د سفارت په زیرخانه کی تر سره سوی وی او اصلی ګټونکئ به ئې د ” لندن ” ټیم وی ځکه د لندن د ټیم لوبغاړی تر ټولو ماهر او د کریکټ سوټی ئې ډیر کلک او ګیند ئې ډیر ګَردی دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب