شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد ډاکټر نجيب لور هغه ته د منسوبې پیانو په اړه غبرګون...

د ډاکټر نجيب لور هغه ته د منسوبې پیانو په اړه غبرګون ښودلی

تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ ‏‏د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله لور هيله نجيب د هغې پیانو په اړه غبرګون وښود، چې ویل کیږي افغانستان ته راوړل شوې لومړنۍ پیانو ده او ډاکټر نجيب الله هم غږوله.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستیتوت مشر ډاکټر ناصر سرمست ويلي، چې ياده پیانو شاوخوا يو نيم سل سل کاله مخينه لري.

د هغه په خبره، ياده پیانو د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته را وړل شوې او ارک کې ساتل کېده، چې په وروستي ځل پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله خپله غږوله او د لاس يادګار یې دی.

د ډاکټر سرمست په وینا، دغه پیانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ورته سپارلې او ویلي، چې دوی سره له هغه وخته پاتې چې ډاکټر نجيب الله ورته پناه راوړې وه.

د سرمست د معلوماتو له مخې، یاده پیانو لږه خرابه شوې هم وه، چې د موسیقۍ ملي انستیتوت بیرته ترمیم کړې ده.

د ډاکټر نجيب لور هیله نجيب بیا وايي، چې دا پیانو ريښتيا هم د ډه پلار غږوله او دوی ته یې هم ورښوده، خو پلار یې د ملګرو ملتونو دفتر کې د پناه اخيستو پر وخت ځان سره نه وه وړې او پیانو د دوی په کور کې پاتې وه.

د هیله نجيب په خبره، پلار یې د ملګرو ملتونو په دفتر کې سترس درلود، په هېواد جنګ و، بريښنا، ډوډۍ او درمل نه وو او هغه نه شو کولای چې پیانو وغږوي.

له دې سره هيله نجيب ټینګار کوي، چې پلار یې هنر، موسيقي او فلم د ټولنیزې ودې لپاره مهم بلل.

هیله نجيب زیاتوي، چې د پیانو په اړه په دې راپور کې باید د ملګرو ملتونو د هغه مهال د کارکوونکو نظرونه هم اخيستل شوي وای.

د ډاکتر نجیب الله لور دا هم وايي، چې ياده پیانو د کورنيو جګړو پر مهال غلا شوې او زيانمنه شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب