شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهخوارځواکۍ څه باندې ۵ نيم زره افغان ماشومان په شري ناروغۍ اخته...

خوارځواکۍ څه باندې ۵ نيم زره افغان ماشومان په شري ناروغۍ اخته کړي

تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ ‏‏د طالبانو د حکومت روغتيا وزارت تایید کړه، چې څه باندې پینځه نیم زره افغان ماشومان په شري ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغه وزارت ویاند «جاوید هژیر» ويلي، چې کندهار ولايت په دې برخه کې د ۶۸۰ پېښو له ثبت سره په يادې ناروغۍ تر ټولو ډېر اخته ماشومان لري.

جوزجان له کندهار څخه وروسته د ۴۳۵ پېښو د ثبت او ۱۵ مړینو له ثبت سره د دویمو ډېرو پېښو، بدخشان د ۲۰۳ پېښو له ثبت او ۳ تنو له تلف کیدو سره درېیم او غور ولايت د ۱۶۵ پېښو له ثبت او ۶ تنو تلف کيدو سره څلورم مقام لري.

مخکې ځینو رسنیو په بدخشان کې طالبانو د روغتيا رييس قاري محمد نذیر د شري له کبله د ۱۷۵ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی و.

د نړيوال روغتيايي سازمان ویاند مارګارت هريس بيا ويلي، چې په افغانستان کې بشري ناورين او د ماشومانو پراخه خوارځواکي د دغه وضعيت اصلي لاملونه دي.

ياد شوي سازمان د شري ناروغۍ تر څنګ په دې وضعیت کې د نورو داسې خطرونو د زیاتوالي خبرداری هم ورکړی.

طالب چارواکو د یادې ناروغۍ د واکسین یا نورو تدابيرو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب