شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونههندوستان: افغانستان کې د امريکا پاتې شوې وسلې مو کشمير کې نیولي

هندوستان: افغانستان کې د امريکا پاتې شوې وسلې مو کشمير کې نیولي

تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ ‏‏د هندوستان د پوځ یوه جنرال ادعا کړې، چې په کشمير کې یې یو لړ هغه وسلې نیولي، چې امريکا نه به افغانستان کې پاتې وې.

هندي جنرال آجی چاندپوریا وايي يادې وسلې یې هغو « ترهګرو» نه نیولي، چې په کشمير کې یې د نفوذ کولو هڅه کوله.

نوموړي کشمير ته په افغانستان کې د پاتې نورو پرمختللو امريکايي وسلو د لېږد او په ترهګریزو فعالیتونو کې ورڅخه د کار اخیستو اندیښنه هم څرګنده کړې ده.

هندي جنرال دا هم ویلي، چې استخباراتي معلومات یې کشمير ته د افغان توکمه ترهګرو د لیږد او له افغاني سیم کارتونو څخه استفاده هم ثابته کړې ده.

.

پر افغانستان واکمنو طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته پاکستان ته د امریکا د پاتې وسلو او تجهيزاتو د پراخ قاچاق او لیږد ادعاوې شوي.

یوې پاکستاني رسنۍ خو دا هم ویلي وو، چې دوی له طالبانو سره د دغو تجهيزاتو د پېرلو هوکړه هم کړې او په هر قیمت چې وي، امریکايي تجهیزات به پاکستان ته لېږدول کېږي.

طالب چارواکو بیا په دې اړه راپورونه رد کړي او ويلي وو، چې پر هیچا وسلې او تجهيزات نه پلوري او نه یې د قاچاق اجازه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب