سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+ایا په شرابو ولیکل شي چې سرطان پیدا کوي؟

ایا په شرابو ولیکل شي چې سرطان پیدا کوي؟

تاند- د اروپايي اتحادیې پارلمان له میاشتو بحثونو وروسته په دې موافقې ته ونه رسېد چې ایا پر شرابو یا الکولو دا ولیکل شي چې د سرطان سبب کېږي؟

هماغسي چې د سیګرېټو پر ډبیو د دې جملې لیکل لازمی شوي چې د انسان روغتیا ته ضرر لري یا د سرطان سبب کېدای شي، د اروپا د پارلمان غړیو غوښتل چې پر هر راز شرابو هم دا ډول خبرداری ولیکل شي خو د پارلمان اکثرو غړیو ورسره موافقه ونه کړه او یوازې یې ومنله چې پر بوتلونو دې ولیکل شي چې تر اندازې ډېر هر ډول څښاک  ممکن د سرطان سبب شي.

د اروپا د پارلمان پر غړیو په ځانګړي ډول د فرانسې د شرابو د تولیدوونکو له لوري فشار و چې د الکولو پر بوتلونو دې د سرطان خبرداری نه جبري کېږي.

خو له دې سره سره کتونکي وايي، دې بحث هم ګټه کړې چې ډېر خلک د الکولو د څښلو خطر ته متوجه کړي.

اروپايي پارلمان په پام کې لري چې راتلونکی کال د الکولو د خطر په اړه نوي قوانین وړاندې کړي.

اروپايي پارلمان له سرطان سره د مبارزې لپاره په پلان کې لري چې د الکولو بیه لوړه کړي، مالیه پرې ډېره کړي او په اسانه یې هر ځای موندل ګرانه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او خبرداری ورکړی چې په ۲۰۱۶ کې تر ټولو ډېر کسان د الکولو د استعمال له کبله په سرطان اخته شوي وو.

د دې ادارې پر اساس، په اروپا کې د الکولو له کبله په سلو کې ۲۹ سرطانونه د مړینې سبب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب