سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د ایټالیا د یوه کوچني ښار د اوسېدونکو د ډېر عمر راز

د ایټالیا د یوه کوچني ښار د اوسېدونکو د ډېر عمر راز

تاند- نن د فبرورۍ په شلمه به د ایټالیا د ساردینیا ټاپو په پرداسدفوګو ښار کې پیوچا لای د سل کلنۍ کالیزه ولمانځي. تر دې یوه اوونۍ وړاندې ویتوریو لای په همدې ښار کې سلمه کالیزه ولمانځله.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایټالیا په دې کوچني ښار کې، چې نژدې یوزرو ۷۶۵ نفوس لري، د پیوچا لای له سل کلن کېدو سره د پرداسدفوګو د سل کلونو شمېر تر لسو اوړي او دا په دومره کم نفوسه سیمه کې د زیات عمر لرونکو انسانانو د شمېر له نظره یو ریکارډ دی.

ساردینیا په نړۍ کې یوه له هغو پنځو سیمو څخه ده چې د سل کلنو شمېر پکې زیات دی؛ یعني په هرو سلو کسانو کې ۳۳ اعشاریه ۶ یې سل کلن دی.

د ساردینیا دا ښارګی په ۲۰۱۲ کې هغه مهال د خبرونو په سر کې راغی چې د ملیس په نوم د یوې کورنۍ ۹ خویندې او وروڼه د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر خاوندانو په توګه په ګینس کتاب کې ثبت شول.

هغه پوهان، چې پر دې ښار څېړنه کوي، وايي چې پاکه هوا، د جسمي فعالیت زیاتوالی او سالم غذايي رژیم تر ډېره د دغه ښار د اوسېدونکو د عمر له زیاتوالي سره مرسته کړې ده.

د کالیاري پوهنتون د نفوس پېژندنې استاده لویزا سالاریس ګارډین ورځپاڼې ته ویلي «په پرداسدفوګو کې د ۱۰ سل کلنو شتون د دغه ښار د اوسېدونکو د عمر استثنايي توب ثابتوي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب