شنبه, مې 18, 2024
Home+شری، نښې او خطرونه یې

شری، نښې او خطرونه یې

تاند- د ځینو راپورونو له مخې، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د شري ناروغي خپره شوې او ویل کېږي چې لسګونه کسان یې مړه کړي دي. په شری يوازې ماشومان نه اخته کېږي بلکې د ماشومانو او لويانو دواړو ژوند ته خطر پېښولی شي.

د شري لومړۍ ښکاره نښه ګرمکي یا سرې دانې دي چې خارښت کوي. دا سره ټکي تر ټولو مخکې د غوږونو شا ته راښکاره کيږي. د دې ګرمکو تر څرگنديدو درې ورځې دمخه د ناروغ په بدن کې وايرس ډېر خپور شوی وي او پرته له دې چې ناروغ پرې وپوهیږي ناروغي یې نورو ته سرايت کوي. د شري د ډاډمن تشخيص په وينه کې د انتي باډي په موندلو سره کيږي.

د شري ميکروب د هوا له لارې بل کس ته انتقاليږي. په دې ميکروب ککړ کسان وايروسونه د هوا له لارې د ډيرو کوچنیو څاڅکو په بڼه نیغ په نیغه نورو ته انتقالوي. دا څاڅکي د مثال په توگه د ټوخيدو او يا پرنجيدو پر وخت او همدا راز د خبرو پر وخت رامنځته کيږي. شری ډېره ساري ناروغي ده. په اوسط ډول د شري هر ناروغ ۱۵ نور انسانان په دې ناروغۍ ککړوي. انسانان د شري د ويروس يوازيني کوربانه دي يعنی د شري ويروس يوازی د انسان په بدن کې وده کوي.

د شري په اړه وړاندوينه ګرانه ده

د شري په ويروس تر ککړيدو څوارلس ورځې وروسته تبه او ټوخي پېليږي او پر بدن راختلې سرې دانې یا ټکي خارښت شروع کوي. د دې نښو پر وخت ډاکتران د آرامولو له پاره اړوند درمل توصيه کوي. په دې تمنځ کې د دې احتمال شته چې ناروغ په نورو تکليفونو لکه د غوږ د داخلي برخې په التهاب او يا د سږو التهاب يا سکاروي (سينه بغل) هم اخته شي.

دا ناروغۍ ځیني وخت د بدن د اوبو د وچيدو او يا د ټول بدن د کمزوريدو سبب کيږي. شری کومه ځانگړې درملنه نه لري. د انسان بدن بايد خپله له ویروس سره مبارزه وکړي.

 شری د ماشومانو ناروغي ده؟

تر ټولو ناوړه ناروغي چې د شري وايرس یې رامنځته کولی شي، مننجاېتس (مننژيت) يا د مغزو د پردې التهاب دی. دا مغزو ته سخت زيان رسولی شي او کېدای شي د معيوبيدو سبب هم شي.

د روبيرت کوخ انستيتوت په وینا د مغزو د پردې پاړسوب په دې ناروغۍ اخته له هرو زرو څخه یې يوه تن ته پېدا کيږي او په دې اخته هر پنځم تن مړ کيږي. دا ډول نه یوازې د شري ناروغۍ په ترڅ کې بلکې څو کاله وروسته هم انسان ته پېدا کيدلی شي.

واکسين د ځان ساتلو تر ټولو غوره لار

ډيری مېندې او پلرونه خپل اولادونه نه واکسين کوي ځکه هغوی یې له جانبي عواقبو څخه ويره لري. هغوی فکر کوي چې دا به ښه وي چې اولادونه يې په طبيعي لارې په دې ميکروب اخته شي. هغوی فکر کوي چې که اولادونه یې په طبيعي توگه په دې ميکروب اخته شي او دا مرض تېر کړي نو ددفاعي سسټم به یې پياوړی شي. خو کارپوهان پر دې باوري دي چې داسې څه نه کيږي. تر یو کلنۍ وروسته ماشومانو ته د واکسین د کولو سپارښتنه کیږي.

د روغتيا نړيوال سازمان (ډبیلو اچ او) دا هدف ټاکلی وو چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې به په ټوله نړۍ کې شری له منځه یوسي. خو دې هدف ته تر اوسه يوازې يو څو هېوادونه رسيدلي دي چې په هغوی کې په اروپا کې پر نورو سربيره ايستلند، فنلند، پرتگال، سلواکيها، سلوانيا او چک جمهوريت شامل دي. جرمني په دې هېوادونو کې شامل نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب