دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، داعش ډله په افغانستان کې له منځه وړل شوې

طالبان وايي، داعش ډله په افغانستان کې له منځه وړل شوې

تاند(شنبې، د دلوې ۳۰ مه) په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ريیس وايي چې داعش یا د اسلامي دولت سختدریځه ډله په افغانستان کې له منځه وړل شوې او نور په هیڅ ځای کې حضور نه لري.

ننګرهار په افغانستان کې د داعش د زېږېدو او فعالیت اصلي ځای ګڼل کېده او ویل کېږي چې تر ټولو ډېرې او خونړۍ حملې یې په همدغه ولایت کې کړي دي.

ډاکتر بشیر همداراز وویل، د اسلامي دولت یا داعش ډله نور په افغانستان کې عملیات نه کوي خو دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتو په وروستي راپور کې ویل شوي دا تروریستي ډله په افغانستان کې فعاله ده او په وروستیو شپږو میاشتو کې یې د غړیو شمېر دوه برابره شوی دی.

د راپور له مخې، په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو مشر ډاکتر بشیر د جاپان نیکي ایشیا تلویزیون ته په مرکه کې وویل، داعش نه یوازې په ننګرهار کې نه شته بلکې په ټول افغانستان کې نه لیدل کېږي.

د ده په وینا داعش د افغانستان هیڅ ځای ته خطر نه شي پېښولی.

په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې کوم لوی تروریستي برید نه دی شوی. له ځینو جنايي پېښو پرته داسې ښکاري چې طالبانو د داعش او د ملي مقاومت جبهې حملې شنډې کړې وي.

خو په همدې حال کې په منځني ختیځ کې د سینټکام یا د امریکا عمومي قوماندان جنرال کنټ مکنیزي په یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا لاهم دې ته ځېره ده چې څه پېښېږي؟

دی وايي، په افغانستان کې داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګه لاهم د امریکا لپاره د اندېښنې سبب ده.

د جنرال مکنیزي په وینا طالبان د داعش ملګري نه دي او په تېرو کلونو کې يې څو ځلې ورسره جګړه کړې خو له دې سره-سره داعش ډله لېواله ده چې په افغانستان کې حملو ته زور ورکړي.

د ملګرو ملتونو د تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څارنې د ډلې په ۲۹ نمبر راپور کې، چې امنیت شورا ته یې وړاندې کړ، د داعش د غړیو شمېر په تېرو شپږ میاشتو کې دوه برابره شوی او دا ډله په سوریه کې له اسلامي دولت یا داعش څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

د طالبانو د استخباراتو ريیس وايي چې اوس افغانستان په سلو کې ۹۵ امن اوخوندي دی او پنځه سلنه ناامني د غلو او جنایتکارو ډلو له لوري ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب