جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د باچا امان الله ښېګڼې او تېروتنې

د باچا امان الله ښېګڼې او تېروتنې

۷ مه برخه

پايله او وروستۍ خبرې

   استادشهسوار سنګروال

کله چې امير حبيب الله په (۱۹۱۹ کال د فبروري ۲۱ مه) نېټه ووژل شو، زوی يې امير امان الله خان د د خپلې تګلارې څومهم ټکي  داسې څرګند کړل:

۱ –کله چې زما لوی ملت زما په سر د پاچاهۍ تاج کېښود، ما ژمنه وکړه، چې افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په داخل او خارج کې ازد او مستقل وي.

۲ – بيګار په ټولو برخو کې نور شتون نه لري.

۳ – تر اوسه چې د هر سرتېري تنخوا «۱۲» روپی وه، له دې وروسته به ۲۰ روپۍ ترلاسه کوي.

۴ – زه به د خپل شهيد پلار قاتلانو ته جزا ورکوم.

دا چې دا کودتا د چا لخوا ترسره شوه، چې د لغمان په کله ګوش کې امير د شپې ناوخته ووژل شو؟ خو بيا هم په دې تور يو شمېر چارواکي، چې له امير سره په سفر کې مل وو زنداني شول. که څه هم امان الله خان، تر ډېره بريده، د خپل پلار د وژلو پړه په نایب السلطنه اچوله.

پاچا له يوې خوا د کور د ننه سلطنتي چارو ته په ډېرې ځيرکتيا متوجه وو، له بلې خوا يې په ډېرې بيړې سره د هېواد سياسي، اقتصادي او پوځي چارې هم سمبالولې، چې ځنې بېلګې يې پدې ډول وې:

۱ – امير د فبروري په ۲۴ مې نېټې د يوې وينا په ترڅ کې چې توره يې تر ملا تړلې وه، يوې لويې غونډې ته په مراد خانۍ کې، نه يوازې د خپلواکۍ اعلان وکړ، بلکې، د ټولنيز عدالت ژمنه يې هم وکړه.

۲ – امان الله خان د هېواد اقتصادي ودې ته هم ژمن وه که څه هم د سوداګريزې پانګوونې بنسټ لا د امير شېر علي خان د واک په مهال اېښودل شوی وو، د امير عبدالرحمن په وخت کې پرمختګ وکړ او د حبيب الله د واک په مهال يې پراختيا ومونده… خو امير دغه بهير نړيوال کړ.

۳ – د امان الله خان د واکمنۍ په مهال د شلمې پېړۍ هر اړخيزه وده او پرمختګ، په ځانګړي ډول په لوېديېځې نړۍ کې د ساینس او تکنالوزي پرمختيا… نېغ په نېغه په پاچا اغېزه وکړه، پدې تړاو يې نړۍ سره اړيکې ټينګې کړې.

۴ – د لومړۍ نړيوالې جګړې اغېز هم په نړۍ کې بې اغېزې نه وه، د اکتوبر انقلاب نړۍ په دوه برخو ووېشله، شورويانو هڅه کوله چې نړۍ خپل سياسي لوري ته راکاږي، پاچا هم له شوروي چارواکو سره په اقتصادي او سياسي چارو کې تماس ونيو.

۵ – په هند کې د ملي ازادي بښونکي غورځنګ پراختيا، د عثماني ترکيې وېش او د مصطفی کمال (اتاترک) تر مشرۍ لاندې په هېواد کې کورني اصلاحات او په بهرني سياست کې د خپلو دښمنانو پر وړاند پاڅون، د امان الله خان او د ده تر مينځ دوستانه اړيکې او سپارښتنې.

سره د دې، چې د افغانستان د خپلواکۍ ناره نه يوازې د هېواد وګړو ته يو ښه زېری وو، بلکې سيمې او نړۍ ته هم د پام وړ خوځښت وو، په ځانګړي ډول، تر ښکېلاک لاندې هېوادونو (په تېره اسیا او افريقا) ته چې د برېتانيې تر ګواښ لاندې وو.

د برېتانيې ټولواکمنۍ، چې لومړۍ نړيواله جګړه ګټلې وه، د افغانستان د خپلواکۍ اعلان ورته د ځغم وړ نه وو، نو ځکه خو يې د امان الله خان پر وړاندې خپلې لمسونې تېزې او ډېرې کړې، چې په پای کې د افغان او انګليس دريمه جګړه (۱۹۱۹ کال مې او جون) ونښته.

پاچا امان الله، د خپل واک په لومړيو کې، د مارچ په دريمې نېټې يو ليک لارد چلسفور ته چې په هند کې د برېتانيې استازی وو، ولېږه، چې په دېپلوماتيک ډګر کې دا مير غوښتنې په دغو ټکو ولاړې وې:

۱ – پاچا له انګرېزانونه وغوښتل چې د ۱۹۰۵ کال موافقه ليک په اړه باید له سره غور وشي او د دواړو هېوادونو مساوي حقوق په پام کې ونيول شي.

۲ – پاچا امان الله هيله درلوده چې برتانوي هند به لکه د شوروي چارواکو په څېر، چې د يوې اعلاميې په ترڅ کې په ۱۹۱۹ کال د مارچ په۲۷ مې نېټې د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژندله، دوی به هم زموږ استقلال ومني.

۳ – پاچا له يوې خوا د هېواد، ختيځې او سهيل ختيځي پولې او سيمې ځواکمنې کړې او له بلې خوا يې، د شوروي مشر لينن ته داپرېل په ۲۰ مه ليک واستوه چې خپل استازی محمد ولي خان د دېپلوماتيکو اړيکو په تړاو ور ولېږي. د شوروي حکومت د ده وړانديز ته يو میاشت وروسته (د مې په ۲۷ مه نېټه) مثبت ځواب ووايه.

۴ – افغانستان غوښتل چې د شوروي له لارې له نړۍ سره، سياسي، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي، دا ځکه چې ايران د برېتانوي ښکېلاک تر کنترول لاندې وو، د هغو له سلا او مشورې پرته يې له افغانستان سره دېپلوماتيکې او سوداګريزې اړيکې نشوى نيولی.

۵ – انګرېزانو چې وليدل، افغان حکومت د برتانوي هند سرحداتو ته نږدې خپل پوځ چمتو کړی دی، نو دوی هم له چترال نه تر بلوچستانه پورې څو فرقې چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وې جګړې ته چمتو کړې.

ولې د افغانستان مجاهد ولس لا هغه مهال چې پاچا د استقلال (۱۹۱۹ کال د فبروري په مياشت کې) اعلان وکړ، د ډيورنډ دواړو غاړو ته پرتو قومونو د يوشمېر شخصيتونو لکه د ترنګزیو حاجي صاحب، د چکنور ملاصاحب او نورو په مشرۍ له خپلو جنګياليو سره جلال اباد ته رسېدلي ول خو له بدغه مرغه چې امير د لوى افغانستان خپلواکي نه وه اعلان کړې، ولې ښه به وه، چې د ډيورنډ کرښه يې ماته کړې وى او د  دواړو ولسونو له ځواک نه يې گټه اخيستې وى ولې بيا هم د ډيورنډ د کرښې پورې غاړې ولس د پاچا امان الله ملاتړ ته را ودانګل:

افغان پوځ د صالح محمد خان په قومانده چې په سپکه او درنه وسله سمبال وو، د خيبر جبهې ته وخوځېد.

که څه هم افغان ځواکونه د څرنګوالي او څومره والي له مخې، برېتانوي ځواکونو سره د پرتلې وړ نه وو، ولې بياهم زړورو افغان جنګياليو، په پوره هوډ د جګړې ډګر ته ور ودانګل.

د افغان ځواکونو جدول

ګڼه د وسلې ډول اندازه پوځ کتنې
۱ يو کنډک توپچي ۲ غنډه پياده ۶ کنډکه د پوځ مشرسپه سالار
۲ ۴۸ توپونه ۱ کنډک سواره صالح محمد خان
۳ ۰ ۰ ۰ د جګړې ارکان حرب محمد ګل خان مومند

د برېتانيا ځواکونو جدول

ګڼه د وسلې ډول د وسلې اندازه فرقه کتنې
۱ ۶۶ توپونه ۱۰۴ ماشين دار ۱ پياده
۲ ۱۴ کنډکه پياده يو غونډ سواره ۳ کنډکه  
۳ الوتکې بم غورځوونکي څو عدده  
۴ مين اېښودونکي ۴ ټولي ۲ فرقې پياده يو کنډک پېش قرول
۵ د جګړې تر شاه درنې وسلې سپکې او درنې وسلې ۲ لېوا ۲۸ کنډکه د سرحدي ملېشا په ګډون

نوټ: د جګړې قومندانان: جنرال کليمو، جنرال فاولر، ډګروال کراګر او ډګروال بالدوين.

د جګړې د پيل پلان داسې وو، چې د هېواد درې واړه ننګرهار – پکتيا – کندهار) جګړه ييزه جبهې به په يو وار بريد کوي او هغه هم د پاچا امر ته به سترګې په لاره وي.

ولې صالح محمد خان د پرېکړې خلاف له وخته د مخه د مې ۳ مه نېټه د جګړې داور امر وکړ او افغان پوځ په ډېرې زړورتيا، د ډيورنډ کرښه ماته کړه او په لنډي کوتل ور وختل.

انګرېزانو هم په سپکو او درنو وسلو چې جنګي الوتکو هم درانه بمونه غورځول، د مې په ۱۱ مه نېټه يې لنډي کوتل تر اور لاندې ونيو او ان برېتانوي الوتکو د جلال اباد په ښار هم بريدونه وکړل.

صالح محمد خان چې په ګوته ټپي شوې وه، له ډېرې وېرې جبهه پرېښوده، را وتښتېد. ولې افغان جنګياليو، د نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولسونو او د ډيورنډ پورې غاړې ته بېلابېلو قومونو د محمد عمر خان اپريدي په مشرۍ په برېتانوي پوځونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړ.

د کونړ په اسمار، د کونړيو او نورستانيو په اتلولۍ او د جنرال عبدالوکيل خان په مشرۍ د مې په ۱۲ مې نېټې، په چترال کې په مېشتو برېتانوي پوځونو هم بريد وکړ او هغوی يې متارکې ته اړ کړل.

د پکتيا جبهه لکه د ننګرهار د جبهې په څېر هم د وسلو له مخې او هم د پلي او سواره ځواکونو له مخې د پرتلې وړ نه وه. ولې که د پوځونو تر مينځ د قوا وو انډول نه وو، خو د ارادې او هوډ له مخې افغان جنګيالي دومره پياوړي ول، چې کله د مې په ۹ مه نېټه د افغان او انګليس دولتونو اړيکې پرې شوې او بيا سپه سالار محمد نادر خان د اپرېل په ۱۴ مه نېټه ګردېز ته ورسېد.

د ډيورنډ کرښې دواړو لورو ته بېلابېلو پرتو قومونو د جهاد بيرغونه پورته کړل، له ډولونو او اتڼو نو سره د جګړې ډګر ته را روان شول.

ولس دومره لېواله وه، چې لا د جګړې د اور امر نه وو شوی، چې د مسيدو، وزيرو، احمدزیو، او يو شمېر نورو قومونو د انګرېزانو په مهماتو بريدونه پيل کړل.

په يوه بريد کې مسيدو جنګياليو د «سروکی له قشلې» نه د لېږد او رالېږد وسيلې او څاروي غنيمت کړل او د تڼيو مېړونو هم د تلګراف کرښه پرې کړه او ۲۲۰ په غلو، دانوبار اوښان يې ونيول.

سره ددې چې د دواړو غاړو ځواکونو پرتله ډېره د پام وړ وه، چې موږ يې يوه بېلګه دلته کاږو، خو بيا هم د افغان ځواکونو اتل ولي د ستاينې وړ ګڼلی شو.

د ځواکونو يوه پرتله

ګڼه افغان وسلوال ځواکونه اندازه برېتانوي وسلوال ځواکونه اندازه کتنې
۱ پياده ۳ کنډکه پلي ۱۶ کنډکه  
۲ سواره ۱ // سواره ۱۰ ټوليه ۲ ټولی استحکام
۳ توپچي ۱// توپچي ۷ باتريه  
۴ ۰ ۰ موترې زرې يو شمېر  
۵ ۰ ۰ الوتکې ۴۰ غورزوونکې  
۶ ۰ ۰ مليشا لسګونه کنډکه  
۷ ۰ ۰ درانه توپونه ۴ عرادې  
۸ ۰ ۰ سکاو درون سواره  
۹ ۰ ۰ // سواره  
۱۰ ۰ ۰ کومکي دوه غنډ عسکر  
۰ ۰ ۰ فرقه ۱۶ غنډه، د ۴۵جنرالانږو له خوا  

نوټ: په لسګونو سپکه او درنه وسله برېتانوي ځواکونو درلوده چې وخت په وخت تازه دمه پوځونه له پنجاب نه، هرې جبهې ته رسېدل.

د پکتيا په جبهه کې هم لکه د نورو جبهو په څېر له افغان پوځونو سره اوږه په اوږه ولس او خلکو، د انګرېزانو پر وړاندې په ټينګه مبارزه وکړه او د سر او مال درانه زيانونه يې ور واړول.

سپه سالار محمد نادرخان له څو خواوو په دښمن بريدونه پيل کړل،لومړی يې يو شمېر سيمې په نښه کړې چې د يوه جګړه ييزه پلاز له مخې د غلیم د پرمختګ مخه ډب کړي.

لومړی د وزيرستان جنګياليو، چې مسيد او وزير وسلوال پکې راټول ول، د انګرېزانوپه چوڼيو بريد وکړ او د هغوی پرمختللې راديويې مخابره يې له مينځه يوړه، ان دا چې سيمه ييزې ملېشاوې هم له جنګياليو سره يو ځای شوې او برېتانوي ځواکونو ته يې لوی ګواښ پېښ کړ.

د پيوار په سيمه کې هم د سردار شاه محمود خان په قومانده، محمد علم خان غنډ مشر ته سپارښتنه وشوه چې برېتانوي ځواکونه تر اور لاندې ونيسي، دوی له پوځي ټولګيو سره يو ځای ملي ځواکونه په درې برخو ووېشل:

۱ – د يوه منظم پوځي ټولي تر مشرۍ لاندې يو شمېر قومونه او جنګيالي لکه احمد خېل، حسين خېل، هاشم خېل، ځاځي، منګل او نور لوی او واړه قومونه، د محمد عظیم خان کنډک مشر تر قوماندې لاندې د امير محمد خان په ملتيا د جګړې ډګر ته چمتو شول.

۲ – د يوه بل پوځي ټولي تر مشرۍ لاندې، احمدزيو، ځاځيو، ځدراڼو او يو شمېر نورو جنګياليو بیرغونه را پورته کړل او د محمد ابراهيم خان تر قوماندې لاندې ي، يو موټی شول.

۳ – د دوه پوځي ټوليو تر لارښوونې لاندې د بيان خېلو، احمد خېلو، علي خېلو، علي سنګي او ځاځيو، قومونو ګڼ شمېر جنګيالي ځوانان د محمد قاسم خان تر قوماندانۍ لاندې را ټول شول او د ډيورنډ له پورې غاړې له قومي لښکرسره يوځای په انګرېزانو بريدونه پیل کړل.

د ټل په سيمه کې پخپله د سپه سالار محمد نادر خان په مشرۍ چې درې زره منظم پوځونه، چې سپکه او درنه وسله ورسره وه د لس زره ولسي لښکر سره يوځای د مې په ۲۶ مه نېټه ټل ته ورسېدل او ډېر زر يې، پداسې حال کې چې د الوتکودرنه بمباري روانه وه مهمې نقطې لاندې کړې. ولې بيا هم افغان زړور مېړه احمد جان د شهادت جام وڅښه، ولې د جنګياليو غوښن بری په برخه شو.

افغانستان دومره پرختللې وسله نه درلوده چې د جګړه یيزې جبهې شاه کنترول کړي، ولې انګرېزانو د پرمختللې وسلې پر مټ او په ځانګړي ډول د هوايي بريدونو له مخې، لکه څرنګه چې د جلال اباد ښار وګواښه، دارنګه يې د پکتيا په جبهه کې په کابل بمونه وغورځول.

په دولت کې داسې چارواکو شتون درلود، چې پاچا امان الله رو حيات کمزوري کړي او د برېتانيې ځواکمنتيا وستايي… په دغه لړکې يو هم محمود سامي وو، ان ده پاچا ته سلا او مشوره ورکړه، چې د پلازمېنې چارې بايد سیغان ته ولېږدول شي. او انګېرنې داسې وي، چې ده له برېتانوي چارواکو سره اړيکې درلودې.

ددې خبرې لامل دا ښيي، چې محمود سامي د بغداد اوسېدونکی وو، زده کړې يې استانبول کې پای ته ورسولې او بيا په پوځ کې د بغداد په يوه پوځي مکتب کې د ښوونکي په صفت په دنده وګمارل شو.

دی د خپلې خور، چې «زروقي» نومېده په وژلو تورن وبلل شو او بیا يې په بغداد کې د انګرېزانو په قونسليت کې پناه واخسته.

په ۱۹۰۴ کال د نقیب صاحب (سید حسین اغا) په سپارښتنه افغانستان ته راغی او د حربيه ښوونځي د مدير په حیث وټاکل شو.

دی د حربيه وزير سردار عنایت الله له هېواده ووېسته، دا چې له کومې لارې د عین الدوله، امان الله خان باور ترلاسه کړ او افغانستان ته بېرته راغی، د څېړنې وړ ده.

ولې بيا هم انګېرنې داسې وايي، چې دی برېتانوي چارواکو ته هغه مهال ور په ګوته شو، چې ده په بغداد کې د دوی قونسلیت ته پنا يووړه.

د پاچا امان الله د واک په مهال ډېر زر نایب سالار او د قول اردو قومندانۍ ور وسپارل شوه.

د دې ټولو ناخوالو سره سره افغان ولس او مېړنيو ځواکونو د پکتيا او د ډيورنډ دواړو غاړو ته پرتو قومونود برېتانيا ځواکونه داسې په شا وتمبول، چې متارکې ته اړ شول.

د مخه مو وويل، چې د ننګرهار او پکتيا د جبهو مشري د سپه سالار صالح محمد خان او سپه سالار محمد نادر خان په غاړه وه، دا رنګه د کندهار د جبهې مشري د هېواد صدراعظم اعتمادالدوله عبدالقدوس خان کوله.

که څه هم دی لا په لاره وه چې د افغان ځواکونو او د برېتانيا پوځونو تر مينځ جګړه ونښته.

په دې جبهه کې هم د سيالو ځواکونو تر مينځ انډول د پرتلې وړ نه وو.

په کندهار کې درې پلي کنډکونه، دوه سواره کنډکونه د توپچي په شمول د غلام نبي خان ناصري تر قوماندې لاندې د انګرېزانو پر وړاندې جګړې ته چمتو شول.

د دوی پر وړاندې بيا د برېتانوي ځواکونو انډول داسې وو:

يوه فرقه د برتانوي پلي ځواکونو، پلي هندي ځواکونه ۳ کنډکه، يوه لېوا سواره، برتانوي ځواکونه، يوه لېوا پلي هندي پوځونه، همدا رنګه د هوايي ځواکونو په شمول نورې سپکې او درنې وسلې هم وې، چې د مهمو برتانوي قوماندانانو تر رهبرۍ لاندې يې بريدونه پيل کړل.

دقلعه جديد (سپين بولدک) په لومړي بريد کې د ۱۵۰ تنو په شاوخوا کې افغان جنګيالي ووژل شول او د همدغې شمېرې په شاو خوا کې سرتېري د قوماندان محمد یوسف خان په ګډون ټپیان شول.

کله چې د کندهار خلک له دې پېښې خبر شول، نو سمدستي يې د پوځ له مشر غلام نبي خان سره اړيکه ونيوه چې دوی حاضر دي چې له خپلو تورو او وسلو سره سپين بولدک ته ځان ورسوي.

په داسې حال کې، چې غلام نبي خان سفر بري اعلان کړې وه او دې ته چمتو وو چې د جګړې ډګر ته پوځونه واستوي.

د کندهار والي خوشدل خان چې له دې پرېکړې خبر شو نوموړي ته يې ګواښ وکړ، چې له خپلې پرېکړې په شا شي.

سره د دې چې والي لویه سپيتانه وکړه، ولې د لوی کندهار بېلابېلو قومونو، د زابل، ارزګان، ارغنداب او ان د غزني ولسونو، د انګرېزانو پر وړاندې جهاد ته را ودانګل.

اعتماد الدوله چې يو منظم پوځ هم ورسره مل وو، د نورو زرګونو جنګياليو په ګډون ، چې ده کفن په غاړه کړی وو، د انګرېزانو مقابلې ته چمتو شو.

نوموړي لومړی د کندهار والي ګوښه کړ او بیا له هغو قومي مشرانو سره يې جرګه وکړه چې له غزني نه نيولې د لوی کندهار له بېلابېلو سيمو څخه راغلي ول.

انګرېزانو ته دافغان جنګياليو توره څرکنده وه چې د جګړې په ډګر کې دهغه ولس جنګياليو ته ماته ورکول اسانه نه دي، نو بيا د يوې توطيې په لټه کې شول. يو بېګناه ماشوم، چې حنفي مذهبه وو، وواژه او بیا يې د سید نور محمد شاه قزلباش په غوجله کې شخ کړ، چې له بابته يې د مذهبي فرقو تر مينځ د جګړې اور بل کړ، دا ددې لپاره چې د جګړې له ليکې نه مجاهدين ددې پېښې په تړاو بېرته را وګرځوي.

ولې بيا هم همدغه مشران وو، چې د دښمن توطيه يې د خپلې پوهې او ځيرکتيا پر بنسټ شنډه کړه، او د انګرېزانو پر وړاندې د جګړې مورچل همغسې تود وساته.

د اعتماد الدوله په مشرۍ افغان جنګياليو دومره پر مختګ وکړ، چې ان د ډيورنډ کرښه يې ماته کړه او د انګرېزانو پوځ يې تر اور لاندې ونيو.

نه يوازې د کندهار په جبهه کې افغان ځواکونو پرمختګ درلود، بلکې په درې واړو جبهو کې دښمن ته د سر او مال درانه زيانونه واړول، نو ځکه خو ډېر زر متارکه اعلان شوه.

متارکه د چا په زيان، د چا په ګټه؟

په ټولو جبهو کې جګړه روانه وه سره ددې چې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، ولې د جګړې په لومړنيو شېبو کې د مې له ۳ مې نه راواخله د جون تر دريمې (۱۹۱۹ کال) پورې افغانانو دومره پرمختګ وکړ چې د ډيورنډ کرښه يې ماته کړه او دواړو غاړو ته پرتو قومونو پرمختګ وکړ.

له بده مرغه چې د جنګياليو له دغه پرمختګ نه د پرمختللو وسایلو د نشتون له امله پآچا امان الله د پام وړ خبرونه ترلاسه نه کړل.

ډارنو او بې زړونو درباریانو، چې په کابل باندې د انګرېزانو هوايي بريدونه وليدل کابل ورته سور اور شو.

سره ددې چې دواړو دولتونو متارکې ته غاړه کېښوده. ولې ولسي پاڅون دوام درلود. برېتانوي چارواکو د افغان او انګليس په دوه تېرو جګړو کې هم د دغې جګړې په څېر داسې يو سياسي رول ولوبوه، چې ګني برېتانوي پوځونو ماته نه ده خوړلې، ترڅو نړۍ او په تېره ښکېلاک لاندې هېوادوو ته وښيې چې د افغانستان ځواکونه د جګړې له محاذ نه لسګونه کيلومتره شاتګ کړی دی.

ددې لپاره چې خپلو ځواکونو په تېره هندي سرتېرو ته د خپل بري تمثيل وکړي، نو خپلو هوايي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته انکشافي الوتنې وکړي.

په دغه لړ کې دواړو لورو يو بل ته مکتوبو نه واستول، چې په پای کې دراولپنډۍ ( د اګست ۸ مه نېټه د ۱۹۱۹ کال) موافقه ليک ته يې لاره پرانسته، او د کورنيو چارو د وزير علي احمد خان په مشرۍ يو پلاوی هلته واستول شو.

پکار وو چې دغه پلاوی د بهرنيو چارو وزارت له خوا ټاکل شوی وی، نو ځکه خو دغه وزارت د علي احمد خان له لېږلو سره مخالفت وښود.

عبدالهادي داوي، چې د دغه پلاوي غړيتوب درلود، ويې نه غوښتل چې له نوموړي سره همکاري وکړي، له تګ نه يې ډډه وکړه.

علي احمد خان د خوشدلخان لوی ناب زوی وو، لکه څرنګه چې پلار يې په خلکو کې د ښه باور څښتن نه وو، دا رنګه يې زوی هم ښه وړتيا نه درلوده.

ولې دا چې د پاچا مور ته د باور وړ وو، دا رنګه امان الله خان هم پرې باور وکړ.

د راولپنډۍ قرارداد چې د علي احمد خان او د برېتانوي هند په استازيتوب هملټن ګرانټ په پنځو مادو کې لاسليک کړ، چې د افغانستان په زيان تمام شو.

بيا هم لویه ستونزه هماغه د ډيورنډ پليت موافقه ليک وه، چې په غور سره ونه څېړل شو.

دواخان له تنګي نه راواخله تر هماليا پورې هماغسې تر چترال، ګېلګت او ان تر بولانه پورې دغه دواړه غاړې وګواښلې شوې.

د «کيپلنګ» د سترې لوبې ناول هم د دغې سيمې، چې د نړۍ بام يې بولي راڅرخي… افغان خاورې ته د پلاوي د رسېدو يوه اونۍ وروسته امير pyni ته سپارښتنه وکړه، چې کابل ته څېرمه له ډيورنډ سره وګوري، پيني هغه ته وويل:

امير د روسيې د پرمختګ نه اندېښمن دی، بايد وسلې ورکړ شي.

ډيورنډ وويل: وسلې زما د کوټ په جب کې نه دي… دی چې په ۱۸۷۹ کال د رابرټ د ځواک په ليکو کې افسر وه د کابل سيمې له سترګو تېرولې او په زړه کې يې وګرځېدل، چې د لټه په هر کوڅه کې د انګرېزانو وينې بهېدلې دي.

د ډيورنډ له ګواښونو يو ګواښ دا وه چې له روسانو سره د ۱۸۷۳ کال تړون چې د برېتانيې روسيې تر مينځ يوه پوله ګڼل کېده د پام وړ وه.

د پاچا امان الله کورنی او بهرنی سياست

امان الله خان د خپل هېواد له ودې او پرمختګ سره دېره مينه درلوده، دی چې کله واک ته ورسېد، په دې هڅه کې شو چې لومړی خپل هېواد ازاد او خپلواک کړي. ورپسې يې د هېواد د کورني او بهرني سياست لور ته پام واړوه چې له دې لارې د هېواد سياسي، اقتصادي او کلتوري چارو ته پرمختيا او پراختيا ور وبښي.

پاچا دې موخو ته د رسېدو لپاره چې هېواد د ودې او پرمختګ په لاره سيخ کړي، په څو ټکو ټينګار کاوه، چې څو بېلګې يې داسې دي:

۱ – د هېواد ښوونيزه او روزنيزه رغاونه او پرمختګ، د ده د هڅو له لومړيتوبونو څخه ګڼل کېده، چې ده په دغه لاره کې ګړندي ګامونه پورته کړل، او د هېواد په ټولو لويو ښارونو کې ښونځي پرانيستل، چې نه يوازې هلکان په زده کړو بوخت شول، بلکې نجونو هم ښوونې او روزنې ته مخه کړه.

د دې لپاره چې د زده کړې بهیر چټک کړي د ارشادالنسوان پنوم مهالنۍ يې نشر ته چمتو کړه او د دې بهير د ملاتړ لپاره يې د يوه انجمن بنسټ کېښود.

له دې سربېره يې د ماليې سيستم ورغاوه او له همدې لارې يې د ښوونې او روزنې د ودې لپاره بسپنه او اعانه هم ورکوله.

۲ – د هېواد د اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره د هېواد کرهڼيز سيستم وراغاوه، ويالې يې وويستې، بزګرو ته يې يو شمېر اسانتيا وې را مينځته کړې،

د ماليې درون پېټی د دهقانانو له اوږو نه لرې کړ، ولې د ډېرو ځمکو څښتن فيوډالان يې دې ته وهڅول چې خپله ماليه دولت ته وسپاري.

يو شمېر ميرزايان او د زده کړو څښتن ځوانان يې دېته وګمارل، چې ماليې او اقتصاد چارې منظمې او ورغاوي.

د ماشيني او لاسي صنایعو ودې ته يې ځانګړې پاملرنه وکړه.

سوداګريزې چارې يې له سره ورغولې، د ګمرک کارونه يې چټک کړل او له دې لارې يې د هېواد سپما ته پاملرنه وکړه.

له يوشمېر بهرنيو هېوادونو سره يې سوداګريز تړونونه لاسليک کړل، چې موږ په دغه لړ کې برېتانيا او شوروي اتحاد د ساري په توګه يادولی شو.

د امانيه شرکت په نوم يې د يوې مؤسسې بنسټ کېښود او په دې لټه کې هم شول چې يو شمېر فابريکې هېواد ته راوړي او د اوسپنې ليکه هم وغوځوي، پدې تړاو يې د جرمني او فرانسې هېوادونو سره موافقه ليکونه هم لاسليک کړل.

د هېواد بېلابېلو و لايتونو ته د سړکونو ايستل، د موټرونو او فابريکو راوړل او ترميمول، د تلګراف او تلېفون غوځول، د باروت او چرم جوړولو فابريکې، د سمنت، ګوګرد اود برېښنا توليدول په لسګونو بېلابېلې فابريکې، د هېواد په مرکز او ولايتونو کې تر لاس لاندې ونيول شوې، چې په دې تړاو څېړونکي کولی شي يو ځانګړی اثر وکاږي.

۳ – د هېواد په فرهنګي چارو کې هم د پام وړ پرمختګونه را منځته شول، چې نه يوازې د افغانستان د خلکو په سياسي شعور اغېزه وکړه، بلکې د سيمې په هېوادونو يې هم ژوره اغېزه وکړه، په کابل او ولايتونو کې په لسګونو ډله ييزې رسانۍ او خپرونې د مطبوعاتو ډګر ته را ووتې.

له حبيبي لېسې سربېره په لسګونو ښوونځي، لېسې او په بېلابېلو څانګو کې مسلکي ښوونځي چې شمېر يې لسګونو او سلګونو ته رسېدل جوړ شول او په زرګونو نجونو او هلکانو زده کړو ته مخه کړه.

د کتابتونونو جوړول، د لسګونو ورځپاڼو او مهالنيو چاپول، د اساسي قانون تسويد او تصويب، په لسګونو ټولنيز او فرهنګي کارونه د بېلګې په توګه يادولی شو، چې علم پالونکي پاچا، چې د افغانستان د خلکو له ودې او پرمختګ سره يې مينه درلوده پيل کړل.

۴ – د امير عبدالرحمن خان د واک په مهال د افغانستان بېلابېلو قومونو ډېر زيانونه ګاللي ول، نه يوازې د هېواد لږکيو قومونو بلکې پخپله پښتانه هم د امير له خوا ډېر وځپل شول.

همدا لامل و چې د هېواد ملي يووالي ډېر زيانونه ليدلي وو. ولې پاچا امان الله، په دې لاره کې ګټور ګامونه پورته کړل.

ان دا چې په نظام نامه کې هم د افغانستان د وګړو د مساوي حقوقو او شخصي ازادۍ په تړاو څو مادې ځانګړې کړې وې.

د د ه د واک په مهال د لومړي ځل لپاره د يوه ليکلي قانون پر بنسټ د اجرايه، مقننه، او قضايي، درې ګونو قواوو بنسټ داسې کېښودل شو، چې ده نه د مخه يې دا ډول ساری نه درلود، چې د هر قوې دندې يې تعريف کړې وي.

ده په اساسي قانون کې د قضايي قوې د واک په اړه ۵۳ مه ماده تشريح کړې وه، چې قاضي پخپلو پرېکړو کې خپلواک دی.

د هېواد د اجراتو لپاره يې خپله کابينه د اعتماد الدوله تر صدارت لاندې داسې اعلان کړه:

۱ – د کورنيو چارو وزير شاغاسي علي احمد خان.

۲ – د بهرنیو چارو وزير محمود طرزي.

۳ – حربيه وزير صالح محمد خان.

۴ – ماليه وزير محمود خان.

۵ – د سودګريزو چارو وزير غلام محمد خان وردګ.

۶ – عدليه وزير محمد ابراهيم خان.

۷ – معارف وزير عبدالحبيب خان.

۸ – د کرهڼې وزير علي جانخان.

يو شمېر ملي او ټولنيز شخصيتونه يې هم په مرکز او د هېواد په ولايتونو په بېلابېلو دندو وګمارل، چې موږ محمد انور بسمل، تاج محمد خان پغماني، ميرزمان الدين، نظام الدين خان، پاچا مير لوګري، سید احمدخان لودين، عبدالرحمن خان لودين، عبدالهادي خان داوي او په لسګونو نور د بېلګې په توګه يادولی شو.

۵ – د دغه مهال د سياسي چارو په تړاو مير غلام محمد غبار د دوه نامتو حلقو یادونه کوي، چې لومړی حلقه د «افغان ځوانانو» پنوم چې پاچا امان الله خپله ورته دغه نوم ټاکلی وو، کيڼ اړخ او د يوې تېزې تګلارې درلودونکي ول. لکه لودين عبدالرحمن خان چې بيا د وخت د حکومت له خوا په ۱۹۳۰ کال اعدام شو، تاج محمد خان پغماني چې په همغه کال د توپ خولې ته وتړل شو.

باروت جوړوونکي فيض محمد خان، چې دی هم د تاج محمد خان غوندې اعدام شو…

يوشمېر نور بيا زندان ته ټېل وهل شول، لکه سعيد الدين، ميرزا عبدالرحمن، محمد انور بسمل، ميرزا نور محمد… په دويمه کړۍ کې چې د مير سيد قاسم خان له خوا رهبري کېدل، دغه سياسي شخصيتونه ول:

عبدالهادي داوي، فقير احمد خان (دواړه ۱۹۳۳ کال) زنداني شول، چې فقير احمد خان اعدام شو، سید غلام حیدر پاچا (دی هم په زندان کې ومړ)، غلام رضا خان (دی د داوي په څېر ۱۳ کاله زنداني وه)، غلام احمد خان (دی هم بندي شو)، فيض محمد خان ناصري، عبدالحسين خان عزيز او…

پخپله د دغې ډلې مشر مير سید قاسم په اعدام محکوم شو، ولې وروسته په عمري قید زندان ته ټېل وهل شو.

دغه کسان او د دوی په څېر نور سياسي شخصيتونه د پاچا امان الله د واک په مها، که څه هم ګوندونه قانوني نه ول، خو په سياسي فعاليتونو بوخت وو، چې ګڼ شمېر يې د ده له واکه وروسته یا خو زنداني شول او يا اعدام کړی شول.

 ۹ – پاچا امان الله له کورنيو چارو سربېره د هېواد په بهرنيو چارو کې هم فعال و، يوه پلاوي ته يې دنده وسپارله چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره سياسي او ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي.

د شوروي اتحاد مشرتابه چې د افغانستان خپلواکي په رسميت (۲۸ فبروري ۱۹۱۹ کال) پېژندلې وه، دې ته ژمن ول چې له افغانستان سره سياسي او دېپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي.

همدا رنګه افغان ټولواک هيله څرګنده کړه، چې له خپل يوه بل ګاونډي هېواد ايران سره سياسي، فرهنګي، او دېپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي.

همدا لامل وو چې په ۱۹۲۰ ز کال يې سردار عبدالعزيز خان د يوه سياسي استازي په توګه ايران ته واستوه او د ايران سره يې سياسي، کلتوري او سوداګريزې اړيکې ورغاولې او بيا یې د ايران د بهرنيو چارو له وزير ميرزا حسين خان سره په ‍۱۳۰۰ کال د سرطان په مياشت کې (د جون ۲۲ مه نېټه ۱۹۲۱ کال) يو تړون لاسليک کړ.

له دې سربېره پاچا امان الله په نړيوال سياست کې هم د پام وړ ګامونه پورته کړل او ويې غوښتل چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکې ټينګې کړي.

ده هغه پلاوي ته چې د مخه يې شوروي اتحاد ته استولى سپارښتنه کړې وه چې د نړۍ په تېره له لوېديزو هېوادونو سره سياسي او دېپلوماتيکو اړيکو ته پرمختيا او پراختيا ورکړي، لکه ايټاليا، فرانسه، پولينډ، سويزرلينډ، فنلاند، جاپان، او نور يادولی شو.

همدا رنګه امان الله خان وپتېله، چې د دغو اړيکو د لا ودې او پرمختګ لپاره هڅې چټکې کړي، ترڅو افغانستان د نړۍ له نورو هېوادونو سره د سيالۍ جوګه شي، نو ځکه خو ده خپله يوه سفر ته ملا وتړله او بېلابېلو هېوادونو ته لاړ.

ولې له بده مرغه د هېواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو د سترګو اغزی پاچا د دوی لپاره د ځغم وړ نه وو، نو ځکه خو يې د ده پر وړاندې ډول ډول توطيې پيل کړې.

که امان الله خان غوښتي وی!؟

کله چې موږ د خپلواکۍ د ګټلو شور او زوږ ته ګورو، نو ويلی شو، که چېرې د افغانستان پاچا د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته په پرتو افغانانو غږ کړی وی، نو د ډيورنډ د کرښې ناسور زخم يې جوړولی شو. پدې ما نا چې د لوى افغانستان خپلواکي يې اعلان کړي وي…

ښايې امان الله ته به د ده سلاکارانو او یا د امير عبدالرحمن خان او امير حبيب الله خان درباريانو هم کومه کيسه د ډيورنډ د دښمنۍ په تړاو چې له افغانانو سره يې درلوده نه وي کړې، چې موږ دلته دده د ناوړه چلن يوه بېلګه د امير پر وړاندې د ګواښ په توګه راووړ چې ډيويډ لاین ورته اشاره کړې ده:

برېتانيا غواړي د ۱۸۷۳ کال د تړون پر بنسټ سرحد وټاکل شي، په دغه تړون کې افغانستان د روسيې او برېتانيې تر مينځ يوه بېطرفه سيمه بلل شوې وه. شېرعلي د دغه تړون د لاسليک لپاره شيملې ته تللی وو.

عبدالرحمن خان اسويلي وکيښ او وې ويل، چې شېر علي يو احمق انسان وه…

په دغه کار سره، د ده پر وړاندې ټولې لارې وتړل شوې… هغه ته کومه پښه پاتې نشوه چې پرې ودرېږي، اړ وو چې په سر ودرېږي.

څو ورځې نورې هم تېرې شوې، امير له برېتانويانو نه يو شمېر نور ليکونه او نخشې هم وغوښتې…

ډيورنډ وېره درلوده که خبرې نورې هم وځنډېږي ښايي ستونزې جوړې شي.

دلته د پيني يادونه وشوه، هغه پرته د امير له سلا نه د امیر د وسلو کار خانې ډيورنډ ته ور وښودلې. نوموړي ډيورنډ ته هغه کيسه هم وکړه، چې يو چا امیر ته تلېسکوپ ورکړی وو.

امير ورته وويل: آيا له دې څخه کومه وسله جوړېدلی شي.

له دې څخه څرګندېږي چې امير له وسلې سره د هېواد د ساتنې لپاره ډېره مينه ښوده.

انګرېزانو ته دغه ګونګسې هم رسېدلې وې، چې امير د روسيې له لوري ځان ډاډه کړی وه، په دغه لړ کې «لانسډون» انګېرله چې امير ښايي له روسيې سره داسې تړون کړی وي، چې روشان، شفنان او د امو سين ختيخې به بېرته امير ته پرېږدي او امير به روسانو ته په بدل کې د واخان د تنګي دعوې نه تېرېږي، سره ددې ټولو توطېيو چې د امير پر وړاندې روانې وې، ولې بيا هم ده له روسانو او انګرېزانو سره ډغرې وهلې.

په دې تړاو ډيورنډ په يوه ليک کې لانسډون ته وکښل: زه چې هرڅه وکړم بيا مې هم په هغه زړه سوځي، هغه په يوازې سر لګيا دی له برېتانيې او روسيې ډغرې وهي، بيا هم امير ستونزې درلودې او ډيويډ لاين د امير او ډيورنډ د چڼو په اړه کاږلي دي امير د اسمار، چمن او وزيرستان په نه ورکولو ټينګار کاوه.

ډيورنډ له ګواښونو سره سره ورته وويل، چې پدغې پرېکړې سره ډېره لږه شتمني له لاسه ورکوى.

امير پوه شو چې نشم کولی له روسانو او انګرېزانو سره يو ځای وجنګېږم نو بيا يې د اجارې په بڼه د پيسو يو لست د وزيرستان، د شاګۍ، دشترګردن… او نورو سيمو ورته واستوه.

ډيورنډ دا له خندا او ملنډو ډک ليک احمقانه وباله.

نږدې شپږ اونۍ وروسته د نوامبر په ۱۲ مه معامله ترسره شوه او له دې سربېره ډيورنډ د واخان تنګی يوه بېطرفه افغان سيمه وټاکله.

د انګرېزانو دغه لاسوهنې پر همدې ځای پايته ونه رسېدې، ان خپل لاسونه يې د امان الله تر واک او ځواک پورې را وغوځول، کنه له امان الله سره د سيمې په تړاو ډېره لویه نخشه موجوده وه، چې ترسره نشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب