شنبه, جولای 6, 2024
HomeخبرونهW.F.P: افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک اوس هم پوره خواړه نه لري...

W.F.P: افغانستان کې ۹۵ سلنه خلک اوس هم پوره خواړه نه لري او فقر په زیاتیدو دی

تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ د خوړو نړیوال سازمان (WFP)نن یو ځل بیا په افغانستان کې د فقر د زیاتیدو خبرداری ورکړ او ويې ويل، چې د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي «پوره خواړه نه لري».

د خوړو نړیوال پروګرام، په یوه ټوییټ کې راغلي، چې «په افغانستان کې اوس هم لوږه په زیاتېدو ده او د ټولنې ۹۵ سلنه وګړي پوره خواړه نه لري».

دغه نړيواله اداره وايي : «په هرو ۱۰ عاید لرونکو کورنیو کې، د ۸ کورنیو عاید د پام وړ ټيټ شوی، چې تر ټولو ډېر زیان د کابل اوسېدونکو ته اوښتی دی».

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې دغه کورنۍ دې ته اړ شوې دي، چې په سخت ژمي کې بې له کوم عایده له ستونزو سره په زړورتیا مبارزه وکړي.

نړيوال خوراکي سازمان زیاتوي، چې د لوږې له زیاتیدو سره په افغانستان کې د خوار ځواکۍ ځپلو کچه هم زياته شوې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې: «د هرې میاشتې په تېرېدو د خلکو نوې څپې د خپلو کورنیو د مړولو لپاره له سختو بندیزونو سره مخ کېږي.»

د خوړو نړیوال پروګرام څرګنده کړې، چې د افغانستان د ټولو وګړو له درېیو برخو دوې برخې یې اوس له ناورین سره د مبارزې ستراتیژۍ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې هره اونۍ ملګري ملتونه افغانستان ته د ميليونونه ډالره بشري مرستو خبر ورکوي.

طالب چارواکو په دې اړه د نړیوالو بنسټونو راپورونه له مبالغې ډک ګڼي او ټينګار کوي، چې فقر په دې کچه نه دی او دوی یې د کمولو په اړه لاس په کار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب