شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهايران د هلمند سيند د اوبو ور پرانستلو غوښتنه وکړه

ايران د هلمند سيند د اوبو ور پرانستلو غوښتنه وکړه

تاند: ( يکشنبه ، د کب لومړۍ)‏ ایراني چارواکو دا ځل د نيوکو تر څنګ له طالبانو غوښتي، چې د هلمند سيند اوبه دغه هېواد ته ورخوشې او په خبره یې د حقابې تړون ورسره عملي کړي.

د ایران د انرژۍ وزير علي اکبر مهربانيان ويلي، چې طالبانو ورسره له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې اړه خبرو کې د دغه تړون د عملي کیدو ژمنې کړي، خو تر اوسه يې عمل ورباندې نه دی کړی.

ایراني وزير له طالبانو غوښتي، چې په دې تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

هغه د طالبانو پر حکومت غږ کړی، چې په ژر فرصت کې ورسره د اوبو د خوشې کیدو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د يادونې وړ ده، چې ایران سره د اوبو یاد شوی تړون د افغانستان پخواني صدراعظم ډاکټر موسی شفيق په څلویښتمه لسيزه کې لاسليک کړی و، خو پر ایران تور دی چې له خپل حق څخه د زياتو اوبو د لاسته راوړلو لپاره جنجال کوي.

د طالبانو حکومت د ايران د تازه غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې د پخواني تړون د عملي کیدو ژمنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب