تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه) د طالبانو حکومت وايي، چې د کابل-کندهار لویې لارې د اساسي رغونې په پلان کار کوي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تخنیکي ټیمونو یې دغه لار کتلې او د اساسي رغونې پر پلان یې کار روان دی.
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د راتلونکي لمریز کال په لومړیو کې به د لارې د رغولو عملي چارې پیل شي.
د کابل- کندهار نژدې ۵ سوه کیلو متره لار د ماین چاودنو، سړکونو کې د چاکونو او د قیر د ښکته تللو له کبله ډېره ویجاړه شوې او مسافر یې تل په اړه شکایتونه کوي.
خلکو مخکې د يادې لارې په جوړیدو کې د پراخ فساد ادعا هم لرله او د عاملانو د مجازات غوښتنه يې کوله.
هاهاهاهاهاهاهاهاها
What a joke
باید پوښتنه وشی چی د ډالرو د کمکونو پر مهال ولی دا لاره جوړه شوی نه وه؟