یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان طالبانو هم د پاکستان پوځ د مرتد پوځ په نامه یاد...

افغان طالبانو هم د پاکستان پوځ د مرتد پوځ په نامه یاد کړ

تاند (چارشنبه/د دلوې ۲۷مه) – په افغانستان کې واکمن طالبان وایي چې د پاکستان مرتد پوځ بیا د ختیځ ولایت کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ باندې برید کړی دی.

پاکستاني طالبان د پاکستان پوځ ته مرتد وایي او دا لومړی ځل دی چې افغان طالبان یا د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت مؤظف منسوبین د پاکستان پوځ ته د مرتد اصطلاح کاروي.

د اسلامي شریعت د حکم په اساس، د مرتد یعنې دین پرېښودونکي وژل جواز لري، او د پاکستان د پوځ لپاره د دې اصطلاح کارول وروسته له هغه پیل شول چې هغوی د ۲۰۰۷ کال د جولای په میاشت کې د پلازمېنې اسلام اباد په زړه کې په سره جومات (لال مسجد) او حفصه مدرسه باندې بمباري وکړه او د دیني علومو ګڼ شمېر نارینه او ښځینه طالبان یې ووژل.

د پاکستان حکومتي مقاماتو د وژل شویو دیني طالب العملمانو شمېر ۸۴ یاد کړی خو د ایدهي فاونډېشن رییس عبدالستار ایدهي په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل چې د وژل شویو نارینه او ښځینه طالب العلمانو د ښخولو لپاره ۵۰۰ تابوتونه یوازې ایدهي فاونډېشن چمتو کړي ول.

په یوه ویډیو کلېپ کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، یو طالب وایي چې مرتد پوځ په کونړ باندې برید کړی او له خلکو نه غوښتنه کوي چې دعا ورته وکړي.

په ویډیو کې غږېدونکی کس د پاکستان په پوځ باندې د متقابلو ډزو پر وخت د قران کریم وما رمیت اذ رمیت ولکن الله رمی ایت لولي چې وایي ای پېغمبره تا چې ویشتل کول (کفار) تا نه ویشتل لاکن الله تعالی ویشتل. د جنګ ویډیو 

2 COMMENTS

  1. همدغه د پنجاب وحشي پوځ دی چې په یمن کې پرمسلمانانو دا دنیا دوزخ ګرځولې ده .
    پنجابیانو پر پښتنو او بلوڅو د ظلم او وحشت تاریخ دومره اوږد دی چې بل هېڅ وحشي او مرتد پوځ به پر مسلمانانو دومره تعدی او ظلم نه وي کړی . یواځې پدې وروستیو کلونو کې شاوخوا 80000 بېګناه پښتانه په اشغال شوي افغان وطن او پښتونخوا کې په یو او بل نوم وژل شویدي .
    په فلسطین کې د ضیاالباطل پر مشری 15000 زره مظلوم عربان په یوه هفته کې شهیدان شول او د هغوی د پاکو وینو د تویولو په مقابل کې ضیاالباطل د جنرالۍ رتبه تر لاسه کړه .
    د پنجاب د مرتد پوځ له لاسه دا څلوېښت کاله پر افغانانو اور بل دی ، په میلیونونو افغانان شهیدان ، معلول او ټپیان او کورونه یې په کنډوالو بدل شول .
    په بنګلدېش او کشمیر کې د دې مرتد او اجیر پوځ وحشت او بربریت ټولې نړۍ ته معلوم دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب