یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجعفر مهدوي: ملا حسن اخوند د رياست الوزرا وړتیا نه لري، يو...

جعفر مهدوي: ملا حسن اخوند د رياست الوزرا وړتیا نه لري، يو ځوان رهبر ته اړتيا ده

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه)‏ د افغانستان د ملت ګوند مشر او د طالبانو د حکومت تر ټولو کلک هزاره مدافع ډاکټر جعفر مهدوي په یوه تازه مرکه کې د طالبانو د حکومت پر رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند نیوکې وکړې او د هغه پر ځای یې د یوه ځوان او با ظرفیته طالب رهبر د ټاکل کیدو غوښتنه وکړه.

جعفر مهدوي د ياسر ابرار په نوم له یوه افغان ژورناليست سره د مرکې پر مهال د ملا حسن اخوند په اړه د خپلو هغو څرګندونو دفاع هم وکړه، چې« د طالبانو سیاسي ټولنپوهنه» په نوم کتاب کې يې کړي دي.

مهدوي په دې کتاب کې ویلي، چې ملا حسن اخوند د طالبانو د تېرې واکمنۍ د بهرنيو چارو د وزير په توګه له دغه وزارت څخه دیني مدرسه جوړه کړې وه او همدا شان یې له پاکستان پرته د نړۍ هیڅ کوم هیواد ته سفر نه و کړی.

هغه دغه راز ویلي، چې ښاغلي حسن اخوند يو ځل په بهرنيو چارو وزارت کې د ملګرو ملتونو یو مامور له دې کبله په څوکۍ ويشتی و، چې ولې یې په کندهار کې د ده د کلي سړک نه و پوخ کړی.

ډاکټر جعفر مهدوي تایید کړه، چې په کتاب کې یې د ملا حسن اخند په اړه دا څرګندونې شته، خو ټينګار يې وکړ چې د دې کیسو سرچينې لري او دا خبرې واقعيت لري.

جعفر مهدوي په ورته وخت کې وويل، چې د ژوند او حکومتولۍ په اړه د حسن اخند تصورات اوس هم نه دي بدل شوي او په هماغه دي.

د طالبانو دغه سرسخت ملاتړي سياستوال وويل، چې طالبان د افغانستان، سیمې او نړۍ له مصلحتونو سره بلد یوه مشر ته اړتيا لري او فکر کوي، چې په حسن اخند کې دا وړتيا نه ده موجوده.

جعفر مهدوي په دې مرکه کې له طالبانو څخه پر خپل ملاتړ له ټینګار سره وویل، چې د دې کار لپاره ګڼ دلایل لري، طالبان د افغانستان یو مقتدر او په ولس کې ریښه لرونکی ځواک ګڼي او باوري دی چې دوی به افغانستان ته تر هر چا یو‌ ډېر ټول ګډونه حکومت په خپله مشرۍ د ټولو قومونو په ګډون جوړ کړي.

طالب چارواکو د جعفر مهدوي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. ملا صاب حسن اخوند د اسلامی امارت یو خورا دروند او یو ویاړلی شخص دی، د دی نظام لپاره یی خورا ډیر قربانی ورکړی ده او زه شخصا ځانته دا حق نه ورکوم جه د ده مبارک اړوند کومه قضاوت وکړم خو په عین حال که باید په یاد ولرو چه هیځوک هم باید ځانته په تقدس قایل نشی، ځکه د ملت او بیت المال موضوعات تر ټولو لوړ دی او اهل الله خلک باید د سالم انقاد د حمل توان ولری ځکه جه دا د سیدنا و امامنا حضرت عمر فاروق رض سنت دی. او د اسلامی امارت خورا محترم مشران او کشران داسی موضوعات باید ارام ، ارام تمرین کړی. جعفرمهدوی په هزاره و یارانو که یو مستقل، منطقی او متفاوت شخص دی او د امارت لپاره یو غنیمت دی. با حرمت

  2. د ملا حسن اخند په نوم دا پټه بلا دې خدای پټه خوله لري . که ټالبانو یو سم رهبر درلودای ، اوس به ټولې نړۍ په رسمیت پېژندلي وو . د افغانستان له موجودو متخصصینو او کادرونو نه به یې د وطن د آبادۍ او پرمختګ لپاره ګټه اخیستې وه . د مامورینو معاشونه به څلور پنځه میاشتې نه ځنډېدل ، امریکا به زمونږ د خوار او زار ملت سرمایه پر خپلو اتباعو نه وېشله .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب