جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمير مفتون: ط د تاجيکستان نوروزي کنسرټ ته پرې نه ښودم

مير مفتون: ط د تاجيکستان نوروزي کنسرټ ته پرې نه ښودم

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه)‏ د افغانستان د محلي موسيقۍ يو مشهور استاد میر مفتون وايي، چې طالبانو د تاجيکستان له لوري په ترسره کیدونکي نوروزي کنسرټ کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

د نوموړي په وينا، ده غوښتل چې په ياد شوي کنسرټ کې د ګډون لپاره ورشي، خو د طالبانو ځواکونو یې ممانعت کړی.

مفتون دا څرګندونې په یوه ویډیويي پیغام کې کړي، خو دې ډېر جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

معلومه نه ده، چې نوموړی په قانوني بڼه تاجیکستان ته تلو، چې د تګ مخنیوی یې شوی که بله کومه ستونزه وه؟

مخکې مير مفتون په يوه پيغام کې ويلي وو، چې له افغانستان څخه نه وځي او د وتو په اړه ځینې فرصتونو نه يې استفاده نه ده کړې.

څه موده مخکې د میر مفتون يوه محلي سندره رسنيزه شوې وه، چې د طالبانو د هوايي ځواک د قومندان د درېيم واده په مناسبت یې ویلې وه.

طالبانو د نوموړي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...