جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلندن به راتلونکې مياشت افغانستان ته د ۴،۴ ميليارده ډالرو مرستې ټولولو...

لندن به راتلونکې مياشت افغانستان ته د ۴،۴ ميليارده ډالرو مرستې ټولولو د ناستې کوربه وي

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه)‏ د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس وايي، چې هېواد به یې راتلونکې میلادي میاشت له افغانستان سره د ۴،۴ ميليارده ډالره بشري مرستو د ټولولو د یوه مهم کنفرانس کوربه وي.

‏د نوموړې په وينا، د دې مرستې د ټولولو لپاره به له مختلفو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه مرسته وغوښتل شي.

د يادې مرستې د ټولولو غږ څه موده مخکې د ملګرو ملتونو له لوري شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د سرپرست په مشرۍ د دوی یو پلاوی د بريتانيا پلازمېنې لندن ته تللی، څو له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړي.

طالبانو د ياد شوي کنفرانس په اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د بریتانیا ځانګړی استازی کابل ته راغلی او د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي وو، چې صدراعظم یې د طالبانو له حکومت سره د تعامل زیاتیدو لارښوونه ورته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...