یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د حبیب افغان د کورنۍ غړي موږ نه، دښمنو کړیو وژلي

مجاهد: د حبیب افغان د کورنۍ غړي موږ نه، دښمنو کړیو وژلي

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه)‏ ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تاییدوي، چې په کاپیسا ولایت کې د حبيب افغان د کورنۍ یو شمېر غړي وژل شوي دي.

نوموړي په يوه اعلاميه کې ويلي:وړمه شپه د کاپیسا حصه دو ولسوالۍ جمال آغه سیمه کې د پخواني قومندان(حبیب افغان)د خپلوانوپه یو موټر، چې۲ تنه مجاهدین هم په کې سپاره وو، د نامعلومه کسانو له لوري برید شوی، د یاد قومندان۳ تنه خپلوان او۲ مجاهدین شهیدان شوي.د پیښې په تړاو څیړنې روانې دي او۲ تنه نیول شوي.

طالب وياند زياتوي، چې داسي کړنې د دښمنو کړیو کار دی، چې غواړي د خلکو امنیت زیانمن کړي.

بل لور ته: د ولسي جرګې پخواني وکيل حبيب افغان په يوه ټلويزيوني مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره یې ۱۴ خپلوان وژل شوي، يو شمېر ټپيان او ځینې نور نادرکه شوي دي.

حبيب افغان طالبان تورن کړل، چې د کورنۍ ۶ غړي يې ورته په يو ځايي ډول په کاپیسا کې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د ده په وينا، طالبانو یې په کابل او کاپيسا ولايتونو کې کورونه او جایدادونه هم لاندې کړي او له بیا- بيا غوښتنو سره یې نه دي ور سپارل شوي.

دغه پخواني وکيل تور پورې کړ، چې طالبانو يې وژل شوي خپلوان له دې کبله ګواښل، چې ولې د ده په غصب شويو جایدادونو پسې ګرځي.

حبيب افغان دا هم وويل، چې طالبانو له داسې کړنو سره خلک د تېر نظام ارمانجن کړي.

افغان خبرداری ورکوي، چې که د طالبانو چارواکو یې د وژل شويو خپلوانو د مرګ ځواب ورنه کړ، غچ به یې واخلي او خپل قوم او خلکو ته به مراجعه وکړي.

طالبانو د نوموړي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب