دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکرزي یو ځل بیا د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه

کرزي یو ځل بیا د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه)‏ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په يوه تازه مرکه کې يو ځل بيا له طالبانو غوښتي، چې د حکومت د په رسميت پېژندلو له غوښتنو يې مخکې بايد د افغانستان د راتلونکي په اړه د پریکړو په موخه لویه جرګه جوړه کړي.

کرزي د فرانسې یوه خبري اژانس ته ويلي، چې په لویه جرګه کې باید افغانان د خپل راتلونکي په اړه بحث او خبرې اترې وکړي.

نوموړي بيا يادونه کړې، چې ده او ډاکټر عبدالله د لویې جرګې د بللو په اړه رسما طالبانو ته خپله غوښتنه وړاندې کړې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو څو ورځې مخکې یې وياند ذبيح الله مجاهد د لویې جرګې د بللو په اړه د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله د غوښتنې په تړاو وويل چې په دې اړه به غور وشي.

طالبانو مخکې ویلي وو، چې د هېواد د وضعیت په اړه د مشورو په موخه به د علماوو یوه لویه غونډه وغواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب