Homeخبرونهپه ۶ میاشتو کې شاوخوا یو ملیون الیکترونیکي تذکرې وېشل شوي

په ۶ میاشتو کې شاوخوا یو ملیون الیکترونیکي تذکرې وېشل شوي

تاند(چهارشنبه، د دلوې ۲۷ مه) د‌ طالبانو حکومت د احصايې او معلوماتو ملي ادارې نن وویل چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې شاوخوا يو ميليون الیکترونیکي تذکرې ويشلي دي.

د دې ادارې ویندوی محمد حليم رافيع وويل، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې الیکترونیکي تذکرې د پخوا په شان په عادي ډول وېشل کېږي.

د ښاغلي رافيع په وینا، اداره یې د ورځې په متسوط ډول له ۱۶ زرو تر ۱۸ زرو پورې تذکرې ويشي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې د تېر نظام په مهال د ورځې ۲۵ زره تذکرې ویشل کېدې. په دې حساب به تراوسه پورې نژدې ۴ ملیونه تذکرې وطشل شوې وای.

ښاغلی رافیع وایی، د الیکترونیکي تذکرو لپاره انلاين سيسټم هم په عادي ډول فعال دی او خلک له دې لارې لا پ ه اسانه تذکره ترلاسه کولی شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د الیکترونیکي تذکرو او پاسپورتونو په توزیع کې بیا بیا خنډونه پېښ شول. طالب چارواکي د دغو خنډونو علت په وسایلو کې خرابوالی او د متقاضیانو زیاتوالی ښيي.

په همدې حال کې د پاسپورت ریاست وايي چې له دې ایسته به په پلازمېنه کابل کې یوازې هغو کسانو ته پاسپورت ورکوي چې د کابل تذکره ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د نورو ولایتونو لسګونه زره اوسېدونکي اوسي.

د پاسپورت عمومي رییس علم ګل حقاني پر خپل یوټیوب چاینل په خپور کړي ویډیويي پیغام کې ویلي، د نورو ولایتونو اوسېدونکي دې په خپلو ولایتونو کې پاسپورتونه ترلاسه کړي.

د پاسپورت ریاست له څو میاشتو راهیسې بند و او تازه پرانیستل شوی دی خو په محدوده پیمانه پاسپورټونه صادروي.

1 COMMENT

  1. ترهغه ځایه چې زه خبر یم الوکوزیان پختانه دي په دغه تذکره کې څرنګه ددې ورور قوم تاجک لیکل شوی ؟ داده احسایې په دفترونو کې ډیری مامورین فارسي ژبې دي هسې نه چې له چل او ول نه کارخلي او په دې ترتیب دتاجکانو شمیر لوړه وي . که یو څوک په دری ژبه خبرې کوی مطلب دانه ده چې هغه به هرمرو تاجک وي. طالبان باید دې چلونو ته پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...