دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهله افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۵ سوه میلیونه یورو د...

له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۵ سوه میلیونه یورو د نوې مرستې خبر ورکړل شو

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه)‏ د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې دوحې ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلسون له افغانستان سره د دې ټولنې د ۵ سوه میلیونه یورو د نوې مرستې خبر ورکړی دی.

سرچينې ويلي، چې یاده مرسته به د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو له لوري تر سره شي.

‏بل لور ته: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ په دوحه کې طالب پلاوي سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي انديښنه ښودلې ده.

نوموړي ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې وضعیت کې وېره او ډار اوج ته رسېدلی، چې دوی یې اندیښمن کړي دي.

طالبانو مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې په دوحه کې ېې د بېلابېلو هېوادونو استازو سره د لیدنو پر وخت د هغوی د اندیښنو د حل ډاډ ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب