له نن څخه ۶۳ کاله پخوا د ۱۹۵۹ کال د فبرورۍ په ۱۶ مه وروسته له دې چې د دیکتاتور (Fulgencio Batista) ځواکونو ماته وکړه، فېډل کاسټرو د کیوبا واکمن شو او نژدې نیمه پېړۍ یې حکومت وکړ.
سره له دې چې په نړۍ کې کمونیستي رژیمونه یو په بل پسې وپرزېدل خو کاسټرو، چې هیواد یې تر بل هر امریکاضد هیواد متحدو ایالتونو ته نژدې و، خپل سور کمونیستي بیرغ رپانده وساته.
ملاتړي یې وايي چې ده کیوبا ولس ته وسپارله او د سوسیالېزم اتل و، خو مخالفان یې په داسې پالیسۍ تورنوي چې د کیوبا اقتصاد یې له پښو وغورځاوه او هیڅکله یې ولس ته دا حق ورنه کړ چې رایه وکاروي.
فیډل الجندرو کاسټرو روز د ۱۹۲۶ کال د اګسټ پر ۱۳ د شتمن کروندګر انګل ماریه بوتیستا کاسټرو وای ارګېز (چې له هسپانیا کیوبا ته کډوال شوی و) په کور کې وزېږید.
مور یې لینا روز ګونزالزل په کرونده کې کار کاوه، بیا د کاسټرو د پلار معشوقه او له زېږون وروسته یې مېرمن شوه.
کاسټرو د سنټياګو کاتوليک ښوونځي کې داخل شو او وروسته د هاوانا په بلين کې پوهنتون ته لاړ.
خو له دې سره سره یې په۱۹۴۰ کلونو کې په هاوانا پوهنتون کې د قانون زده کړې کولې، سیاسي فعال شو او په وینا کولو کې ډېر مشهور شو.
مارکسيزم
نوموړي د ولسمشر رون ګریو په مشرۍ د کیوبا حکومت ته ګوته نیوله، چې پخپله ولسمشر هم د فساد له تورونو سره مخ و.
تاوتریخجنې مظاهرې د ورځې دود وې او کاسټرو د پولیسو نښه وګرځېد.
نوموړی د ډومینیکن جمهوریت د ښي لاسي مشر راپیل تورجیلو د پرځولو په دسیسه کې هم ښکېل و، خو د امریکا په لاسوهنه دا هڅه شنډه شوه.
په ۱۹۴۸ کال فېډل کاسټرو د شتمن کیوبايي سیاستوال له لور مرټیا ډیوز بالرټ سره واده وکړ. خوسر یې وهڅاوه چې د هېواد د پوهانو سره یو ځای شي، خو نوموړي د مارکسېزم لمن ونیوله.
نوموړی باوري و، چې د کیوبا اقتصادي ستونزې یواځې د خلکو اوښتون یا انقلاب اوارولی شي.
له فراغت وروسته کاسټرو قانوني چارو ته مخه کړه، خو په ځلولو کې یې پاتې راغی، پوروړی شو، ځکه سیاسي فعال شو او په تاوتریخجنو مظاهرو کې یې برخه اخیستله.
په ۱۹۵۲ کال فول جنسیو بتستیا پوځي کودتا وکړه او د ولسمشر کارلوس پریو حکومت یې وپرځاوه.
برید
بتیستا له متحده ایالتونو سره د نژدې اړیکو پالیسي درلوده هغه ټولنیز سازمانونه یې وځپل چې د کاسټرو بنسټیز سیاسی باورونه یې پرمخ بوول.
د قانوني ننګونو له ماتې وروسته کاسټرو د غورځنګ په نوم اداره جوړه کړه، چې موخه یې د بتیستا رژیم پرځول و.
کیوبا ځوانو عیاشو شتمنو ته په جنت بدله شوه او تر ډېره د سنډیکانو منظمو جرمي ډلو، فحشا، قمار او نشه يي توکو قاچاق د کاروبار له مخې پر مخ بوول کېده.
د ۱۹۵۳ په جولای کې کاسټرو سنټیاګو ته نژدې پر مونکاډا پوځي بارکونو د برید پلان جوړ کړ چې د پاڅون لپاره وسلې ترلاسه کړي.
دا برید ناکام شو، ډېر انقلابیان ووژل یا ونیول شول، کاسټرو هم د هغو بندیانو په ډله کې و چې د ۱۹۵۳ کال په سپټمبر کې محاکمه شول.
کاسټرو د محکمې بهیر د هغو جنایتونو د رسوا کولو لپاره وکاراوه چې پوځ کړي وو. په دې سره یې خپل شخصیت وځلاوه په تېره بیا هغو بهرنیو رسنیو کې چې د ده د وینا اورېدولو اجازه ور کړل شوې وه.
د خرپ او ترپ بریدونه
نوموړی پر ۱۵ کلن بند محکوم شو، خو د ۱۹۵۵ کال په مۍ کې په ټولبښنه (عمومي عفوه) کې خوشي شو. نژدې ۱۹ میاشتې یې په نسبتاً ارام وضعیت کې تېرې کړې وې.
د خپل بند په لنډه موده کې یې خپله مېرمن طلاق کړه او د مارکسېزم متونو کې ډوب شو.
بتیستا د نوموړي پلویان ځپل، ځکه کاسټرو مکسیکو ته لاړ چې بیا و نه نیول شي، هلته یې له ځوان انقلامي ارنیسټو ( چیګ ګوارا) سره ولیدل.
د ۱۹۵۶ په نومبر کې له ۸۱ وسلوالو ملګرو سره کیوبا ته په داسې بېړۍ کې را ستون شو چې یواځې د ۲۱ کسانو لېږدولو ته جوړه شوې وه.
دې ډلې په سیرا مسټرا غرونو کې پنډغالی جوړ کړ. کاسټرو له دې ځايه په هاوانا کې د رژیم په خلاف دوه کلنه جګړه پیل کړه.
د ۱۹۵۹ کال د جنورۍ په ۲ د یاغیانو پوځ د کیوبا پلازمېنې ته ننوت او بتستیا ماتې وخوړه.
د بتیستا په سلګونو پخواني ملاتړي له داسې محاکمې وروسته اعدام شول چې ډېر بهرني څارونکي یې لږ عادلانه بولي.
نظریه
کاسټرو وايي، “انقلابي عدالت د قانوني بنسټ له مخې نه دی، خو په اخلاقي تصور ولاړ دی”.
د کیوبا نوي حکومت ژمنه وکړه چې ځمکې بېرته خلکو ته ورکړي او د بېوزلو د حقونو ملاتړ وکړي.
خو حکومت ډېر ژر یو ګوندي سیستم جوړ کړ. په سلګونو کسان بندونو ته واستول شول او د کارګرو کمپونه هم په سیاسي محبسونو بدل شول.
په زرګونو منځپوړي کیوبایان جلا وطن شول.
کاسټرو ټینګار کاوه چې نظریه یې (لومړۍ او تر هرڅه مخکې کیوبا) ده.
“دلته نه کمونېزم او نه مارکسېزم شته، بلکې په ښه اقتصاد کې د ولسواکۍ او ټولنیز عدالت استازې ده”.
په ۱۹۶۰ کال کې فېډل کاسټرو په دغه ټاپو کې د امریکا متحده ایالتونو اړوند سوداګرۍ ټولې ملي کړې، دا کار یې له هغه وروسته وکړ چې واشنګټن پر هاوانا سوداګریز بندیز ولګاوه او دا بندیز تر ۲۱ پېړۍ پورې روان و.
یرغلګر
کاسټرو ادعا کوله چې شوروي اتحاد او د هغه مشرا نیکتا خروشچوف ته ور ټېل وهل شوی، خو ځینې شنونکي په دې باور دي چې نوموړي پخپله د پخواني شوروي غېږې ته ځان ور واچاوه.
خو هرې انګېزې ته له پام پرته کیوبا د سړې جګړې په ډګر بدله شوه.
د ۱۹۶۱ کال په اپرېل کې متحده ایالتونو هڅه وکړه چې د کیوبا ټاپو د نیولو لپاره د جلا وطنه کیوبایانو د پوځ په جوړولو سره د کاسټرو حکومت وپرځوي.
د خوګانو خلیج کې د کیوبا ځواکونو بریدګر مات کړل، ډېر یې ووژل تر ۱۰۰۰ پورې یې ونیول، فېډل کاسټرو د یوه زبرځواک پوزه سره کړه، چې هېڅکله یې ونه باښه.
یو کال وروسته د امریکا متحده ایالتونو په کیوبا کې خپلو سیمو ته د تلو په لار د شوروي توغندي وموندل، ور سره نړۍ یو مخ تیارې اټومي جګړې ته ورسېده.
د امریکا ولسمشر جان اېف کنېډي وویل: “په هغه زنداني ټاپو کې یو شمېر یرغلیز توغندويي بټۍ اوس د تیاري په حال کې دي، د دې مرکزونو موخه بل څه نه، بلکې د لوېدیزې نیمې کورې په ضد د اټومي بریدونو وړتیا لرل دي”.
هېښتیا
دوه زبرځواکونه ښکر په ښکر شول، خو ولسمشر خورشچوف اول له کیوبا توغندي واېستل هغه هم د دې په بدل کې چې متحده ایالتونو له ترکیې خپلې وسلې پټې وباسي.
په دې سره فېډل کاسټرو د امریکا لوی دښمن شو. څارګرې ادارې سی ای ا ې د هغه د ترورو هڅه وکړه، چې تر ډېره په منګوس عملیاتو مشهوره ده. په هغه کې یوه هم له باروتو د ډګو سیګرټو د څکول یوه نظریه وه.
نورې ډېرې هېښوونکې نظریې هم وې چې په هغو کې د نوموړي د ږیرې اېستل او ملنډو ته برابرول وو.
پخواني شوروي کیوبا ته پیسې ورکړې، د ټاپو ډېره برخه شکره یا بوره یې په دې واخیستله چې خپلې بېړۍ تر هاوانا بندر ورسوي او کیوبایانو ته د اړتیا وړ خوړو په رسولو سره د امریکا سوداګریزو بندیزونو ته ماتې ورکړي.
د شوروي پر مرستو له تکيې سره سره کاسټرو په نوي څرګندېدونکي د (ناپېیلو هېوادونو غورځنګ) په سر کې خپل هېواد راوست.
کمښت
که څه هم هغه خواوې ونیولې په تېره په افریقا کې یې د مارکېستي ګوریلا د ملاتړ لپاره انګولا او موزمبیق ته ځواکونه واستول.
د ۱۹۸۰ کلونو په منځ کې نړیوالې سیاسې معادلې بدلېدې، دا د ګوربچوب، ګلاسنوست او پرسترویکا پړاو، چې د کاسترو انقلاب ته یې ناورین جوړ کړ.
مسکو له کویبا د بورې له نور اخیستلو ډډه وکړه او په دې سره د دغه هېواد اقتصاد ته لوی جنجال جوړ شو.
د امریکا بندیزونه او د شوروي انکار و چې کیوبا د خوړو له سخت کمښت سره مخ شوه. د خوراکي توکو د کمښت په زیاتېدلو سره د خلکو لاینونه ډېر اوږده او وده لا ډېره کمه شوه.
هغه هېواد چې کاسټرو په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی باله په حقیقت کې په غوايي د څرخېدونکي ماشین وخت ته وګرځېد.
په ۱۹۹۰ کلونو کې ډېر کیوبایان له داسې حالت سره مخ وو چې که پخوا سیاستوالو او سوداګرو بهر ته تلل غوښتل نو دا مهال په زرګونو عادي خلک په سیند ور ګډېدل چې د ښه ژوند د خوب رښتیا کولو لپاره فلوریډا ته لاړ شي، ډېر ډوب شول او دا د کاسټرو د باور رایې کمېدل وو.
د کارایب کمونېزم
خو تر دې دمه کیوبا ځینې کورنۍ لاسته راوړنې هم لرلې. چې په هغو کې د ټولو لپاره مناسبه وړیا طبي درملنه او په کیوبا کې د مور ماشوم د مړینې کچه هم په ځمکه د خورا پرمختللو ټولنو سره پرتله کېږي.
په وروستیو کلونو کې کاسټرو نرم شوی ښکارېده، په ۱۹۹۸ کې یې د پاپ جانپال دویم سره ښه لیدنه درلوده او دا هغه څه و چې له پېښېدلو پنځه کاله مخکې یې هېڅ تصور نشو کېدلی.
بیا پاپ کیوبا د انساني حقونو د خلاف ورزۍ له امله وغندله او د نړیوالو رسنیو په مخ کې یې کاسټرو له شرم سره مخ کړ.
کاسټرو د کارابین کمونېزم جلا ډول رامنځ ته کړی و، چې په وروستیو کلونو کې یې بدلون راوستلو ته په کې مخ واړاوه، د خپل انقلاب د ساتلو لپاره یې ګام په ګام د ازاد مارکېټ څه سمون رامنځ ته کړ.
د ۲۰۰۶ کال د جولای په ۳۱ او د خپلې ۸۰ کلیزې څو ورځې مخکې یې د کولمو بېړنیو عملیاتو په بهیر کې د لنډ وخت لپاره واک خپل ورو ته وسپاره.
د روغتیا په خرابېدلو سره یې د ۲۰۰۸ کال په لومړیو کې وویل چې د ملي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې به نور د ولسمشر او وسلوالو ځواکونو مشر دندې و نه مني.
په یوه لیک کې چې حکومتي کمونېستي ورځپاڼه کې خپور شو هغه ویلي وو: ” د داسې مسوولیت منل به زما له وجدان سره خیانت وي چې تحرک او له ځان تېرېدنې ته اړتیا لري، خو زه په داسې فزیکي وضعیت کې نه یم چې وړاندې یې کړم ” .
هغه تر ډېره له عامه ژوند ووت، لیکنې یې کولې او دولتي رسنیو کې د (د فېډل ملګري غبرګون) په نوم خپرېدلې.
نوموړی بیا د ۲۰۱۰ کال په جولای کې ښکاره شو، دا یې له ناروغۍ وروسته اول ځل بیا ښکاره کېدل وو، له کارګرو سره یې ستړيمشي کول، تلوېزیوني مرکه یې وکړه او په هغه کې یې له ایران او شمالي کوریا سره د متحده ایالتونو پر تاوتریخوالي خبرې وکړې.
په ورپسې میاشتو کې یې په لومړي ځل په څلورو کلونو کې بیا ملې جرګې ته وینا وکړه، له متحده ایالتونو یې وغوښتل چې د ایران او شمالي کوریا په ضد پوځي ځواب ته لاس وا نه چوي او خبرداری یې ور کړ، چې که تاوتریخوالی زیات شي، نو اټومي ناورين به رامنځ ته شي.
کله چې دا پوښتنه وشوه، چې کاسټرو بیا حکومت ته ننوتل غواړي، نو د کلتور وزیر ابل پریټو بي بي سي ته وویل: “زما په اند هغه تل د کیوبا په سیاسي ژوند کې شته، خو په حکومت کې نشته، هغه یې په تړاو ډېر محتاط و، د هغه لویه جګړه نړیوالې چارې دي.”
ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر کې له کیوبا د ټولو سوداګریزو او نورو بندیزونو د لرې کولو خبره وکړه او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د نیمې پېړۍ د دوښمنۍ اړیکو پای ته رسولو پیل و.
کاسټرو د دې ګام هرکلی وکړ ویې ویل”په سیمه کې د سولې لپاره یو مثبت ګام دی” خو بیا یې هم د متحده ایالتونو پر حکومت شک وکړ.
که څه هم ډېر کیوبایان له کاسټرو کرکه لري، خو نور ډېر د زړه له تله ور سره مینه لري. دوی یې داود بولي چې د امریکا د جالوت په مخ کې ودرېد او د یونیقي (امریکایانو) سترګو ته یې لاړې ور تو کړې.
د دوی لپاره کاسټرو کیوبا و او کیوبا کاسټرو و.
فیدل کاسترو په ۲۰۱۶م کال د ۸۸ کلنۍ په عمر کې مړ شو.