دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د ميرګي ناروغي او د ژغورنې لارې چارې

د ميرګي ناروغي او د ژغورنې لارې چارې

ډاکتر سلیم صافی

 یو شمېر خلک فکر کوي چې میرګي د پیریاني کېدو له کبله رامنځته کېږي او له همدې کبله ناروغ زيارتونو ته بيايي او ځینې يورته تعویزونه کوي خو اصلي خبره داسې دا ده چې دا ناروغي ده او له پیریانو سره ارتباط نه لري.

میرګي يوه عصبي ناروغي ده. زموږ وجود ټوله د يو مرکزي سيستم په واسطه اداره او کنټروليږي چې هغه مرکزي سيستم عصاب دي. دا سیستم زموږ ټول فعاليتونه او حرکتونه کنټرولوي.

زموږ عصاب له بې شميره او ميلياردونو حجرو څخه جوړ شوي او د دې حجرو ترمنځ الکترونيکي رابطې شته او په يو منظم سيستم کې سره کار کوي کله چې په يو سبب د دغو حجرو تر منځ الکترونيکى شبکه په ناڅاپي ډول متضرره شي او غير منظمه الکترونيکي تخليه وکړي عصاب غير نورمال تحريک شي نو د ميرګى ناروغي منځته شي.

د ميرګى مريضى د حملې په شکل پر انسان راځى

په ټولنه کي خلګ دميرګى ناروغ ته په ښه سترګه نه ګوري خو داسې هم نده لکه دوئ چه فکر کوى دميرګى ناروغی یواځی داعصابو مشکل دى پدې ناروغى اخته کسان ليوني ندى په فکر او شعور کي يې کومه نيمګړتيا نشته خپل اجتماعي کارونه په ښه ډول پرمخ وړي فقط ستونزه دا ده چه ناروغي يې کله کله ځوروي اودحملې په شکل تکراريږي

د ميرگى د ناروغۍ سببونه دقيق معلوم ندى خو ځينې سببونه یی چه څيړل شوى دى لکه دځيږيدو پر وخت دماشوم عصاب بي اکسيجنه پاتى کيدل يا عصابوته لږ اکسيجن رسيدل، دځيږيدو پر وخت عصابوته ضرر رسيدل، کروموزومي ناروغى، په عصابو کې التهاب پيداکيدل, په عصابوکي ميکروب پيداکيدل ، په عصابوکي د داني شتون ، پر عصابو ضربه وارديدل، په ماشومانو کي لوړه تبه، دحامله توب پر وخت دمور له خوا سګريټ څکول دا ټول هغه شيان چه دميرګى د ناروغۍ سبب ګرځى

ځيني نورعاملونه هم شته چه د ميرګى ناروغۍ په بيا تکرار کي مهم رول لرى لکه لږ خوب، بي نظمه خوب، په زيات مقدار د الکولو استعمال او تشويش کول.

د میرگی دحملې پر وخت د ژغورنې لارې چارې

۱ـــ ارام اوسئ وارخطايى مه کوئ ناروغ تر يوڅو دقيقو ورسته نارمل حالت ته راګرځى

۲ـــ کوښښ وکړئ ناروغ ځانته تاوان درڅخه ونه رسوي دلويدو او دشيانو سره دټکريدو مخه يې ونيسئ.

۳ـــ دمريض د اطرافو او شاوخوا څخه ټول ضرري شيان ليري کړئ چه ځانته ضرر پرې ونه رسوى لکه چاقو ، چاړه ، اوسپنه، ګرمى او جوش اوبه، بخارۍ او برقي شيان

۴ـــ ناروغ په بغل پرېباسئ تر سر يې نرم بالښت لاندې کړئ

۵ـــ کوښښ وکړئ چه ناروغ ژبه درڅخه ونه چيچى خوله يي دامکان ترحده خلاصه وساتئ کوښښ وکړئ خوله او ذنه یی په نرم شى سره ونيسئ.

۶ـــ په خوله کې يې هيڅ ډول د خوارک او څښاک شيان مه ورکوئ دوا دخولې د لارې مه ورکوئ.

۷ـــ په خوله کې يې چه کوم خوراکي شيان يا خاوره اويا کوم بل شئ وى هغه ځنې راوباسئ چه داخل خواته يې ولاړ نشى.

۸ـــ که يي کلکې اوسختې جامې په تن وى پرې ازادي يې کړئ تر څو په راحت شکل تنفس واخلي.

۹ـــ ناروغ د حرکتو مخنيوى مه کوئ فقط تعقيب يي کړئ چه ځان درڅخه خوږ نکړى .

۱۰ـــ کوښښ وکړئ چه دخولې ناړې او ځګونه يي په سالم شکل ځينى پاک کړئ.

۱۱ـــ په خوله کې يې هيڅ کلک شئ مه ورکوئ کيدلاى شى خوله پرې را قلف کړى او غاښونه پرې مات کړي او يا داخل خواته يي کش کړي .

۱۲ـــ ناروغ ته د خولې دخلاصيدو په مقصد ذنې ته یې زيات زور مه ورکوئ .

په ماشومانو کي چه کله حمله ډير وخت ونيسى نو د مقعد دخوا څخه دوا ورکول کيږى چه د دوا په ورکولو سره نارمل حالت ته راګرځي خو دوا بايد د ډاکتر دهدايت سره مطابق استعمال کړئ .

دميرګى دناروغۍ درملنه:

دميرګي ناروغۍ ځينې وختونه د انسان د ژوند تر ډيرو کلو ورسره ملګرتيا لري خو په ځينو انسانانو کې بيا تر معلوم سن وسال وروسته ورکه شي.

دميرګ دناروغۍ لپاره دواګاني شته د دواګانو وظيفه داده چه عصاب د زيات تحريک څخه ساتي او تر ډيره حده دعصبي سيستم په الکترونيکى سيستم کي دچارچو توازن نارمل ساتى

ددوا په استعمال سره ناروغى په مکمل ډول دمنځه نه ځى، د دوا استعمال تر ډيره حده د ميرگى د حملو مخه نيسى دوا په منظم ډول او په منظم مقدار باندې استعمالول شرط دى که چيري دوا پريږدى او تر ډيره وخته حمله ونه وينئ دا په دي معني نده چه مريضى دمنځه ولاړه، د دوا په پريښودلو سره دتکرار حملې احتمال ډير لوړ دى خو په ځينو انسانانوکي د دوا پراستعمال سر بيره کله کله حملې بيرته تکررايږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب