دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپخوانی وکیل حبیب افغان: ط مې د کورنۍ ۶ غړي وژلي او...

پخوانی وکیل حبیب افغان: ط مې د کورنۍ ۶ غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې شپږ ويشتمه)‏ د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ولسي جرګې یوه غړي حبيب الله افغان پر طالبانو تور پورې کړی، چې په کاپیسا ولایت کې یې د ده د کورنۍ ۶ غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

نوموړي ويلي، چې د کورنۍ له دغو غړو څخه یې هیڅ یوه هم په پرځول شوي نظام کې کومه دنده نه لرله.

د حبیب افغان د کورنۍ يوه غړي د يو شمېر وژل شويو کسانو نومونه بریالی افغان، جبار افغان،. شير افغان، محمد علي رستم خېل او محمد امین رستم خېل ښودلي.

سرچينې ويلي، چې د حبيب افغان د کورنۍ دغه غړي په کاپیسا کې له خپل کوره کابل ته راتلل، چې یادې پېښې سره مخ شوي دي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو شپې مخکې د پخواني اجراييه رياست د مرستيال انجنير محمد خان پر کور د وسله وال برید او پکې د کورنۍ د څو غړو د وژلو خبر ورکړل شوی و، خو طالبانو دا پېښه د نوموړي د کورنۍ خپلمنځي ستونزه ګڼلې وه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب