یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهقطر کې د ط او اروپايي استازو غونډه، بېلا بېل موضوعات یې...

قطر کې د ط او اروپايي استازو غونډه، بېلا بېل موضوعات یې بحث کړي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې شپږ ویشتمه)‏ د قطر په پلازمینه دوحه کې نن د طالبانو او اروپايي ټولنې د استازو ترمنځ غونډه شوې.

د طالبانو د حکومت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په نننۍ غونډه کې ناستو اړخونو په افغانستان کې د بشري او صحي وضعیت، تعلیمي بهیر او اړتیاوو په باب طرحې، وړاندیزونه، او معلومات سره شریک کړل.

سرچينه زياتوي: د اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې روان تعلیمي بهیر او پکې پرمختګ هیله بخښونکی وباله او د یادې برخې لپاره یې د ۱۱ میلونه ډالرو د ځانګړې کېدو یادونه هم وکړه‌

طالبان د اروپايي استازو په حواله وايي:شرایطو ته په کتو سره موږ غواړو چې په افغانستان کې بشري، تعلیمي او صحي مرستې زیاتي کړو.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی پلاوي له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره په ښوونیز بهیر کې د مرستو درېدلې لړۍ بېرته روانه او انلاین د رسونو ته د افغان محصلینو د لاسرسي په پار دي د انټرنیټي خدمتونو په برخه کې همکاري وکړي.

سرچينې ويلي، چې دغه راز د اروپايي ټولنې د استازو د ځینو اندېښنو په تړاو د طالبانو پلاوي ډاډ ورکړ چي د ټولنې حقه حقوقو ته ژمن دی، مسلکي کدرونه جذبیزي، د پخواني نظام له منسوبینو سره ناسم چلند زهرجن تبلیغات دي او له هیواد نه وتلي هیوادوال حالاتو ته په کتو سره بیرته خپل وطن ته راروان دي چې له استعدادونه به یې د هیواد د ترقۍ لپاره ګټه اخیستل کیږي.

ویل شوي، چې د غونډي برخوالو د داډول ناستو پر اهمیت او دوام تینګار وکړ.

اروپايي استازو تر اوسه د دې ناستې او تر سره شویو خبرو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب