یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد بدخشان د يوې ښځې او نارينه سنګسار، دواړه ووژل شول

د بدخشان د يوې ښځې او نارينه سنګسار، دواړه ووژل شول

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې شپږ ویشتمه)‏ د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې پرون یوه ښځه او نارينه په دې تور سنګسار شوي، چې ګواکې « ناوړه اړیکې» یې سره لرلې.

ځایي سرچينو ويلي، چې دغه کسان د قومندان جمعه په نوم د یوه سیمه ییز قومندان په امر سنګسار شوي او د سنګسار له کبله وژل شوي دي.

ويل شوي، چې دا سنګسار په عام محضر کې شوی.

معلومه نه ده، چې قومندان جمعه د نا مسووله وسله والو ډلو که د طالبانو سیمه ییز قومندان دی؟

هغه او د طالبانو ځايي چارواکو ټولو د یادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له یوه استازي سره په لیدنه کې ټینګار کړی و، چې طالبان د صحرايي محکمو خلاف دي او مخنيوی یې کړی دی.

څرګنده نه ده، چې طالب چارواکي به د ادعا شوي دغه عمل پر وړاندې کوم غبرګون وښيي کنه؟

4 COMMENTS

  1. که پلټنه وسی نو ممکن ثابته سی چی د قومندان جمعه پلار هم ندئ معلوم او سُنت هم نه دئ.
    د زنا په جرم د سنګسار حُکم فقط د کاغذ او سِنې پر مخ شتون لری ( البته د سنګسار د حُکم سره مخالفت د اسلام د احکامو سره د مخالفت معنی لری ) خو د اجراء امکانات او شرائط ئې ډیر پیچلی او سخت دی او هیڅ قاضی ئې د اجراء جرئت نلری اِلّا د انګریز مزدوران.
    د زنا په جرم د مجرم د جرم د اثبات لپاره څلور شاهدان باید حضور ولری
    نو
    دا به کوم څلور د ګوزی زامن وی چی د بل چا د زنا تماشا کوی او خپله د زنا څخه مبراء وی؟

  2. دا دير سخت حكم دى. د گواهانو مساله ستونزمنه خبره ده. له دی امله ورته ۴ تنه عادل گواهان په کار دي او پيدا كيدل يي سخت دي. د گواهي وركولو توري او هم يي حكم يي سخت دي.
    دويم داچي مور گومان کوو. زياره كينه او گوندي پالو چي دا تول حدود منعه كوي او دريم دا چي له محكمي پرته د هيچا حق نه دي او نه يي هر كس د تطبيق حق لري او نه ورته جواز شته. نامتو علما دی مساله کی احتياط كوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب