Homeخبرونهبېلابېل لاریونونه، د افغان بانکي زېرمو په اړه د جوبایډن پریکړه وغندل...

بېلابېل لاریونونه، د افغان بانکي زېرمو په اړه د جوبایډن پریکړه وغندل شوه

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې شپږ ویشتمه)‏ د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې نن زرګونه افغانانو د لاریونونو له ترسره کولو سره د خپلو بانکي زېرمو د برخليک په اړه د امریکا د ولسمشر پریکړه وغندله.

لاريون والو د بېلابېلو شعارونو له ورکولو سره جوبایډن د افغانستان د بانکي زېرمو غل وباله او د دې زېرمو په اړه د بايډن پريکړه د نه منلو وړ وباله.

لاریون والو دغه راز غوښتنه وکړه، چې یادې بانکي بايد خوندي وساتل شي او د طالبانو په ګډون یې هیڅوک د ورځینیو لګښتونو لپاره د استفادې حق ونه لري.

په لاریونونو کې یادې زېرمې د افغانستان د خلکو شتمني وګڼل شوې او ټینګار وشو، چې د سپټمبر د یوولسمې پېښې پړه باید پر افغان ولس وانه چول شي او تاوان هم دوی نه ونه غوښتل شي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري د صادر شوي فرمان پر اساس، په امریکا کې د افغانستان ۷ ملیارد ډالره کنګل شوې پیسې په دوو برخو ووېشل کېږي چې یوه یې په افغانستان کې پر بشري چارو لګول کېږي او بله د سپټمبر د تروریستي حملو د قربانیانو خپلوانو ته د غرامت په توګه ورکول کېږي.

اکثره افغانان او حتي ځینې امریکایان دا پرېکړه نامنصفانه بولي او وايي چې د سپټمبر د تروریستي حملو ټول عاملان د عربي هیوادونو وګړي وو، نه افغانان او د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم په پاکستان کې ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...