یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد امريکا سنا جرګې یو ځل بیا د افغان جمهوري نظام د...

د امريکا سنا جرګې یو ځل بیا د افغان جمهوري نظام د سقوط له کبله خپل چارواکي پړه بللي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې شپږ ویشتمه)‏ د مایکل مک په مشرۍ د امريکا متحده ايالاتو د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط له شپږ مياشتيني کیدو سره د دغه سقوط په تړاو ګډه اعلاميه صادره کړې ده.

په اعلاميه کې د یاد شوي نظام د سقوط یو عمده دليل له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د نا مسوولانه وتو په اړه د ولسمشر بایډن پریکړه ښودل شوې ده.

د امريکا سنا جرګې ياده پرېکړه ناسمه او د پټو سترګو کار ګڼلی او ويلي، چې د افغان جمهوري نظام سقوط « سيستماتيکه بڼه» لرله.

امريکايي سناتورانو په دې اعلاميه کې له افغانستان څخه د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د کابل هوايي ډګر نه د افغانانو د تخلیې بهير او په الوتکو پسې د خلکو د منډې وهلو عکسونه لړزونکي او د امريکا د حیثیت په زیان یاد کړي.

سناتورانو نیوکه کړې، چې د افغانستان د نظام د سقوط شپږ مياشتې کيږي، خو تر اوسه هيڅ امریکايي مقام په دې ماتې کې خپله پړه نه ده منلې، چې دا یې په وینا حیرانوونکې ده.

 د امريکا حکومت بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ويستو د پریکړې ننګه کړې او ويلي، چې

د دغه هېواد په جګړه کې هره اونۍ د امریکا یو میلیارد ډالره تاوان و او جګړه پای ته نه رسیده.

امريکايي ولسمشر څه موده مخکې وویل، چې په افغانستان کې د ځواکونو د ويستو له کبله بښنه نه غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب