ولي الله ملکزی
د عربي نړۍ د رسنیو له مخې، د مصر د پخواني ولسمشر جمال عبدالناصر له جنازې وروسته د دغه هیواد بله تاریخي جنازه د ام کلثوم وه. نوموړې چې د یو امام لور وه؛ په ۱۹۷۵ م کال کې مړه شوه او په جنازه کې یې له څلور ملیونو څخه زیاتو مصریانو ګډون وکړ چې د الازهر ځینې شیخان هم په کې شامل وو. تیره اونۍ په هندوستان کې د دغه هیواد د فلمي صنعت پورې تړلې د نړیوال شهرت لرونکې سندرغاړې، لتا منګشیکر مړه شوه؛ نو له یو ملیارد څخه ډیرو هندوانو، مسلمانانو، سیهکانو او نورو د هغې په مرګ غمرازي وښوده.
په پاکستان کې مشهور سندرغاړي، مهدي حسن ته شاهنشاه غزل او نور جهان ته ملکه يي ترنم ویل کیږي؛ خو زموږ د وطن خلک خپلو هنرمندانو او سندرغاړو ته ډمان وايي.
څو ورځې وړاندې؛ د ټولنیزو رسنیو په پاڼو کې د یو اماتور سندرغاړي ویډیو ډیره لاندې باندې باندې شوه. لیدل کیږي چې ښایسته ډیر خلک له هغه څخه راتاو دي؛ خاندي او ملنډې پرې وهي. دغه ځوان چې ښايي عمر به یې د ۲۵ او ۳۰ کالو ترمنځ وي؛ چپه کاکُل یې ګنجې؛ لستوڼې یې څیرل شوې او په تندي او غومبوري یې د وهلو نښې ښکاري. مخامخ یې د موسیقي له آلې څخه سره لمبه او شین لوګې پورته کیږي او دا مسکین غلی پلی، د ډیرې بیوسۍ او مایوسۍ په حال کې حیران دریان ګوري.
لکه د نورو په څیر، د دې صحنې لیدلو زه هم په چورت کې کړم. له دغه ځوان سره مې د همدردۍ ترڅنګ ځینې لا جوابه پوښتنې په ذهن کې په تیندکونو شوې؛ آیا دا سندرغاړې د هغه آدم (ع) لمسی نه دی چې الله تعالی په عرش کې ملایکو ته امر وکړ چې دغه خټین مخلوق ته د تعظیم سجده وکړي؟ آیا دغه ځوان هم د دې ګڼې ګوڼې د خلکو غوندې د انساني کرامت خاوند او د درناوي مستحق نه دی؟ آیا دغه ځوان هم د کلمې خاوند، د رسول الله امتي او د همدې خاورې پیداوار نه دی؟ آیا د اسلام په لومړني زرین پړاو کې سندرغاړو ته سزا ورکړل شوې او آلات یې مات شوی یا سوځول شوي دي؟ آیا د سندرو د ویلو او غږولو ګناه، د درواغو ویلو او غیبت کولو څخه هم غټه ده؟ په داسې حال کې چې د کذب کلمه ۲۵۱ کرته په قران کریم کې راغلې او د ټولو ګناهونو مور ګڼل شوی، خو بیا هم څوک د دروغجن ګریوان ته لاس نه اچوي.
قدرمنو لوستونکو! زه (ملکزی) د مسلک له پلوه د تاریخ او ژورنالیزم د ډیپارټمنټ شاګرد یم او په هیڅ ډول دا حق او جرئت نه لرم چې ووایم: موسیقي حلاله ده که حرامه؟ ولې هڅه به وکړم چې د اسلامي نړۍ د ځینو پیژندل شوو دیني عالمانو او څیړونکو فتواوې ستاسې مخته کیږدم.
په اسلام کې د لومړني تاریخي مسجد القباء امام، ډاکټر صالح المغامسي د ۲۰۱۶م کال د جون په دیارلسمې د دبۍ ټلویزیون له لارې په خپل پروګرام کې داسې وايي: (د قران کریم په هیڅ آیت کې د موسیقي او د هغې د غږوونکي په اړه، هیڅ آیت نه شته او د لقمان د سورت په شپږم ایت کې « لَهْوَ الْحَدِيثِ» د اوتو بوتو او بابیزو خبرو معنا لري. د صحیح بخاري په حدیث کې « اَلْمَعَازِفِ » د موسیقی د آلاتو په معنا ده چې یقینا حلال ګڼل یې حرام دي).
د قطر د شرعیاتو د پوهنځي رئيس او د الازهر نامتو پوهاند، ډاکټر یوسف القرضاوي چې د فقهې او شریعت په برخه کې یې له اویا څخه زیات کتابونه لیکلي، د الجزیرې له ټلویزیون سره د ۲۰۱۸م کال د جون په ۲۹ د یوې مباحثې په ترڅ کې په ګوته کړه چې: (د سندرو د حرمت او نهې په اړه کوم څرګند او صحیح نص/ متن نه شته. ولې زه دا نه وایم چې ګوندې موسیقي ټوله حلاله ده او یا هغه ټوله حرامه ده. هغه څوک چې موسیقي حرامه بولي، نو ګمان نه کیږي چې دوئ به موسیقي له قتل، زنا، شرابو، سود، د یتیم د مال خوړلو او په پاک لمنو ښځو باندې د ناروا تور لګولو په کچه کبیره ګناه وګڼي). په عین حال کې د مسجد الحرام پخوانې امام، الشیخ عادل الکلباني چې نن سبا د فلمونو او ډراموو په تجارتي اعلانونو کې برخه اخلي، یو دوه ګامه وړاندې تللې او موسیقي سوچه مباحه او حلاله ګڼي. مګر د سعودي عربستان وفات شوې غټ مفتي، عبدالله بن باز او د دیوبند د مهمې مدرسې مشران په دې باور دي چې د موسیقي اوسنۍ بڼه حرامه ده.
له بله پلوه، د الجزیرې نړیوالې شبکې د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په دوه ویشتمې نیټې د « امام مالک په ځوانۍ کې موسیقي غږوله) تر عنوان لاندې د محمد الصیاد یوه اوږده څیړنه خپره کړېده. دغه تحقیق د ابن حجر العسقلاني د « الإصابة في تمييز الصحابة» د مشهور کتاب په روایت لیکي چې د حضرت محمد (ص) په ژوند په مدینې منورې کې څلور چمبه وهونکې ښځې اوسیدې چې اسماء، حمامه، ارنب او جمیله نومیدلې. همدغه څیړنه د فتح القدیر د مؤلف، امام شوکانې په حواله کاږي: ( عبد الله بن زبیر چې د حضرت ابوبکر الصدیق لمسې او د حضرت عائشې د خور اسماء زوی دی، یوه جاریه (وینزه) درلوده چې هغې به خپل بادار ته عود « عربي رباب » غږولو. همدغه امام بل ځای وايي چې حضرت عبد الله بن جعفر بن ابی طالب، څوک چې د حضرت پیغمبر صیب او حضرت علي صیب د سکه کاکا زوی دی؛ خادمه لرله او هغې به حضرت عبد الله ته د رباب سره اشعار هم زمزمه کول).
یاده څیړنه لیکي: (امام مالک بن انس چې د امام ابوحنیفه ملګری او د حدیثو د ډیر منلي کتاب « الموطأ » مؤلف دی؛ په کوچنیوالي کې موسیقي زده کوله خو د خپلې مور په مشورې یې قران کریم حفظ او حدیثو او فقهې ته مخه کړه. د خپل مذهب دغه ستر محدث چې د حجاز په امام هم یادیږي، په مدینې منورې کې زیږیدلی، همدلته ستر شوې او پلار یې تابعي دی. الصیاد وايي: له دې څخه څرګندیږي چې د حضرت محمد (ص) په دغه مبارک ښار او د اصحابو او تابعینو رضي الله عنهم په منځ کې، د موسیقي آلات موجود وو او خلکو یو خیل یا بل خیل موسیقي زده کوله او غږوله).
د سندرو ویل، اوریدل او د والنټاین لمانځل، د عقیدې په ځاې د دین عبادتې اړخ دی او د ګناه مسئولیت یې هم فردي دی. د الله تعالی په سپيڅلي کتاب کې د غیبت، ګڼکپۍ، رشوت او راز راز ناوړو اخلاقي فسادونو یادونه شوی، خو د موسیقي نوم او یادونه نشته. ښايي زموږ یوه فکري او ټولنیزه ستونزه دا وي چې کله دین د کلتور په تله تلو او کله رواجونو ته د دین چپن ور اغوندو. څومره به غوره وي که موږ هر انسان ته د اشرف المخلوقات په سترګه وګورو؛ د رټلو په ځای د درناوي کلچر عام کړو او عبادت د واکمن نظام یا دوزخ څخه د ډار په ځای، له خالق او د هغه د مخلوق سره د مینې په خاطر وکړو !!
د لیکوال نورې لیکنې او ویډیوګانې د هغه په فیسبوک، یوټیوب چینل او ګوګل کې په دې پته کتلاې او لوستلاې شئ: Wali Malakzay
افګانان بو کله هم سومه ورځ ونه ګوری
بودبخته خلک دی
حلال او حرام د انسان په لاس جوړ شوی او معرفی شوی مفاهیم دی او په طبعیت کی هیڅ ځای او معنی نه لری.
انسان د طبعیت یوه برخه ده او یو ډیر پیچلی موجود دی. د نورو حسونو ترڅنګ، زمونږ د اوریدلو حس هم ډیر په زړه پوری دی. کله چه اواز زمونږ غوږو ته رارسیږی، د غوږو په داخل کی کوچنی ویښتان په اهتزاز راولی او دغه اهتزاز عصبی رګونه (neuronal ends) لمسوی (د یوی پدیدی له لاری چی action potential یی بولی). په پای کی هغه معلومات چی په اواز کی دی، د مغزو auditory cortex ته رسیږی او هلته تحلیلږی.
په انسان کی د غږ تولید هم ډیر په زړه پوری دی. کله چی مونږ غواړو خبری وکړو، د سږو څخه هوا د وتلو پر وخت د غږیزو انساجو یوه کتله (چی غږیزه پرده یا vocal cords یی بولی) په اهتزاز راولی او د ژبی، شونډو او د خولی د نورو برخو په خوځولو مونږ کولای ډول ډول اوازونه چی مونږ یی الفبا بولو، تولید کړو.
دغه ډول د موسیقی الی هم غږونه تولیدوی او زمونږ ماغزه یی په عینی توګه (لکه نور اوازونه) تحلیلوی.
د لسګونو کلونو راهسی ساینسپوهان د موسیقی اغیز د انسان په (روانی) روغتیا څیړی او دا خبره په اثبات رسیدلی چی موسیقی (په خاصه توګه کلاسیکه موسیقی) د انسان په روح ډیر مثبت اغیز لری. حتی تاثیر یی په حیواناتو او بوټو کی هم لیدل شوی.
زما هیله د ټولو څخه داده چی په تیرو پیړیو کی ژوند مه کوی، لطفا د هغو معلوماتو څخه چی ساینپوهانو د پیړیو څیړنو په نتیجه کی راټول کړی، ګټه واخلی. یواځی د یوه ملا او مذهبی رهبر په خبره او قول په هرڅه سترګی پټول د ناپوهو او ناخبره خلکو سره ښایی، نه د دانا او پوهو سره.
مننه!
موسيقي د الله په ښايستونو کې يو ښايست دی. د الله شان دی. ددې غږول او اورېدل عين د ثواب کار دی. څوک يې چې نه اوري د هغه خپله خوښه ده خو چې نور ترې رانيسي او ځوروي يې، دا لوی ګناه دی.
قدرمن ملكزى صاحب!
تاسو خو يو ډېر ښه مضمون ليكلى دى او هر څه مو پكې بيان كړيدي. له بلي خوا محترم مومند صاحب د موسيقۍ طبي برخې ته رڼا اچولې ده.
زه په دې برخه كې زه دومره وايم چې هغه مينه او جذبات چې سړى له اﷲ پاك سره په موسيقۍ كې اظهارولى شي، په الفاظو يې نشي اظهارولى. په موسيقۍ كې د اﷲ پاك په مينه سړى دومره په جذباتو راتلى شي، چې انسان د خداى په مينه كې ډوب او د (Ekstase, ecstasy, Trace) حالت ته رسېدى شي.
په دې اړوند په لاندې برخه كې د استاد نعيم جان د يوې ويډيو لينك ښكاره كوم چې هغه په موسيقۍ كې د پيغمبر (ع) په مينه كې څومره په جذباتو راغلى دى:
https://www.youtube.com/watch?v=Wre5vXQPg1Y
كه مونږ د پښتو فلسفي او په خداى مين شاعرانو ته نظر وكړو، نو زه به د غني خان يو شعر وليكم چې هغه ملا ته وايي چې زه چې ګل ووينم او يا د رباب غږ واورم ، نو خداى راپه ياد شي. هغه شعر دا دى:
ما په ګل كې وليد چې ته يې نه مومې كتاب كې اى ملا، ستا نيم كتاب مې واورېده رباب كې
رحمان بابا چې په خداى او پيغمبر (ع) مين و، په يو شعر كې داسې ويلي دي چې كله چې زه رباب واورم، نو ورپسې لېونى شم.
هر مطرب چي غوږی تاو کا د رباب په دا تاو کي زما زړه کاندي خراب
چي سامع یې په نغمه په ترانه شم دېوانه شم ګریوان څیري مست خراب
هم یې تار هم یې ګفتار هسي اثر کا چي هیڅوک یې طاقت نه لري نه تاب
یو یې ساز بل یې آواز دی د لښتیو دریم شعر پرې آغاز کا انتخاب
په پاى كې زه د طب د ډاكټر په حېث په لنډ ډول دومره وايم چې موسيقي غږول د انسان روح تازه كوي، د ماشومانو ذكاوت زياتوي، په جرمني كې په ځينو روغتونونو كې د درملنې لپاره ورنه كار اخيستل كيږي.
په ښوونځېو كې موسيقي تر لسم ټولګي پورې يو جبري مضمون دى. په پوهنتونونو كې سړى د موسيقۍ تحصيل كولى شي.
په پورتنۍ تبصره كې د (Trance) په كلمه كې له ما نه تېروتنه شوېده، (Trance) بې له (n) ليكل شوېدى چې له دې تېروتنې نه بښنه غواړم.
قدرمند او دروند ډاکټر صیب ملکزی، مومند صیب، افتاب صیب او تراب صیب، سلامو او ښې چارې. لکه څرنګه چې ما د مقالې په پای کې یادونه کړې، موږ د خپلې ګټې په مهال، کلتور ته د دین چپن ور اغوندو او د اړتیا په وخت کې، دین د خپل ځان انحصاري ملکیت ګڼو. سندرغاړي زموږ د ټولنې مهمه برخه ده او هیڅوک یې د توهین او رټولو حق نه لري. سره د دې چې زه د تصوف په ځینو عقیدوي مسائلو او په ټولنې کې د متصوفینو په انزواي ژوند باندې چندان قانع نه یم، خو د صوفي اسلام د پراختیا په بهیر کې د قوالي او سندریز غزل اغیز له چا ګوښې نه دی. د یوې سروې له مخې، په فرانسې او سکاټلیند کې د سرطان په مریضانو باندې د درملنې په وخت کې د میوزک تاثیر ډیر ژور او اغیزمن ګڼل شویدی.
خوښ یم چې ستاسې غوندې مسلکي خلکو نظر هم له دې مقالې سره غاړه غړۍ شو، ښایي د ځینو دوستانو په معلوماتو او تفکر کې خپل رول ولري.
مننه / ملکزی