چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهامریکا دا ځل ط په يرغمل نيونې تورن کړل

امریکا دا ځل ط په يرغمل نيونې تورن کړل

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار دا ځل د طالبانو حکومت د خلکو په یرغمل نیونې تورن کړي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې بريتانيا طالبان د دوی د شپږو اتباعو په یرغمل نیولو تورن کړل.

له دې سره هم مهاله، د امريکا د ملي امنیت شورا وياند ويلي، چې د دوی یو هېواد وال هم طالبانو د تېر کال د ډسمبر مياشتې په لومړيو ورځو کې نيولي دي.

 ‏طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې يو شمېر بهرني نیول شوي اتباع یې بیرته خوشې کړي دي.

مجاهد د دغو بهرنيو اتباعو د نیولو دلیل د هغوی د استوګنې په اسنادو کې د ستونزو موجوديت ښودلی و.

1 COMMENT

  1. دامریکا ځیل داوښ ځیل دی. اوښ چی بیا طفلانه کارونه شروع کړی امریکا به یی ښه مثال وی. امریکا په چل راغله، بین مللی قانون یی مات کړ، ظلمونه یی وکړو، او شکست یی وخوړ چی ددوحی په تړون تایید سو. عاقلانه ګار خو دا وو چه هرڅه له سره حساب سوی وای. خو نه. اوس به نو غچ په سیاسی او اقتصادی لوبو اخلی. خدای دی خیر کړی.
    ټول افغانان چی دوطن سره مینه لری باید متحد دریځ ولری او دامریکا غچ اخیستنی په عقلی او قانونی توګه رسوا کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب