چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ په جرمني کې د پاکستان خلاف لاريون وکړ

پښتون ژغورنې غورځنګ په جرمني کې د پاکستان خلاف لاريون وکړ

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونه پلویانو د ‏‏‏جرمني په فرانکفورټ ښار کې د پاکستان خلاف لاريون کړی.

دغه لاریون د پاکستان د کونسلګرۍ مخې ته شوی او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر او سلګونه نورو غړو د خوشې کیدو غوښتنه او د غورځنګ پر رهبر منظور پښتین د وروستي ناکام برید غندنه پکې شوې ده.

لاریون کوونکو له نړیوالو غوښتي، چې د پښتنو خلاف د پاکستان د حکومت ظلمونه له پامه ونه غورځوي او دغه حکومت ېې د نقض شويو حقونو په اړه ځواب ویلو ته مجبوره کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغو پلویانو پاکستان د پښتنو په نسل وژنې او له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړل او خبرداری یې ورکړ، چې دوی به ېې پر وړاندې غلي پاتې نه شي.

په پام کې ده، چې د پاکستان ضدو لاریونونو دغه لړۍ نورو هېوادونو ته هم ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب